
لوګر کې د قاضيانو پر موټر چاودنې مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د قاضيانو پر موټر چاودنه وشوه. د لوګر ولايت چارواکي وايي، چې نن سهار نهه بجې د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر ولايت وياند سليم صالح وايي، چې د پېښې شوې مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم.
د پل علم اوسېدونکی حاجي مختار نن ټکی اسيا ته وويل، چې د قاضيانو پر موټر د چاودنې مړي او ټپيان د ولايت دولتي روغتون ته لېږدول شوي او سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده.