شعـــــرونه

مات چارګل: عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

بورا ساندې ویلې تور بلبل راته ژړلې
خزان ګډ په ګلبڼ وه تور بلبل راته ژړلې

ګودر وه نړېدلی منګي ټول په وینو سره وه
آمیل دانه دانه وه مات چارګل راته ژړلې

راجمعه عاشقان وه زه هم ورغلم په مینه
حیران ګوته په غاښ شوم ټول محفل راته ژړل

راغلی لوی بحران وه کور پر کور باندې لوی غم وه
د کلي لوی،واړه،پردي او خپل راته ژړلې

د غرونو له چینونه ګرمې وینې بهېدلې
غازي وه شهید شوئ وران مورچل راته ژړلې

وطن باندې وه شوي د بمونو بارانونه
ړنګ بنګ هر ولایت وه ډېر کابل رته ژړلې

تنها عرفاني ناست وه د غمونو په حجره کې
قلم او کتابچې ټپې غزل راته ژړلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x