شمالي کوریا د لیري واټن ویشتونکي توغندۍ نوې تجربه کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): شمالي کوریا نن د یکشنبې په ورځ سهار لیري واټن ویشتونکی بالیستي میزایل تجربه کړی.

د سویلي کوریا خبري سرچیني وايي چې د شمالي کوریا دغه میزایل لس زره کیلو میټره لیري امریکا هم په نښه کولای سي.

امریکا او نړیوالي ټولني پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي تر څو د میزایل جوړوني او اټومي وسلو جوړولو څخه پر شا شي، خو دغه هیواد ورځ تر بلي هڅه کوي چې داسي میزایل او وسلي جوړي کړي، تر څو وکولای سي امریکا په خپل کور کې په نښه کړي.

د میزایل د نوي تجربې وروسته د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه را غوښتل شوې تر څو ددې نوي پرمختګ په اړه سلا مشوره وکړي. ددې غونډي جریان به د رسنیو سره نه شریکيږي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس ویلي چې د شمالي کوریا اټومي وسلې او میزایلونه په سیمه کې د امریکا ګټي ګواښي، په سیمه کې امنیت ګډوډوي او زمونږ نیژدې ملګري ګواښي.

بل خوا د سویلي کوریا ولسمشري باک جون های ویلي چې دا یو نه بخښونکی او پاروونکی عمل دی. او غوښتنه یې کړې چې د شمالي کوریا پر ضد دي نور قوي ګامونه اوچت کړل شي.

بل خوا د جاپان لومړي وزیر هم دغه تجربه په کلکو ټکو غندلې او ویلي چې د شمالي کوریا نوې تجربه د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د پریکړو خلاف عمل دی.

ددې تر مخه تېره سې شنبه د شمالي کوریا چارواکو ویلي وه چې دوی به ډېر ژر فضا ته خپل مصنوعي سپوږمکۍ ولیږدوي، او زیاته کړې چې زمونږ هدف له دې کاره خپل عملي تجربي دي.

بل خوا امریکا دغه خبره یوه پلمه بللې او ویلي چې شمالي کوریا د علمي تجربو په پلمه غواړي د لیري واټن ویشتونکي خپل هغه وسلې تجربه کړي چې د امریکا په شمول د نړۍ ګوټ ګوټ په نښه کولای سي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د