افغانستان

دفاع وزارت: د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې پراخ عمليات روان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): سره له دې چې تېره ورځ د پاکستان اسلام اباد ښار د سولې په پلمه د څلور اړخیزو ناستې د درېيمې کړۍ کوربه و، د ملي دفاع وزارت وايي چې په ټول هېواد کې يې ګڼ پراخ عمليات پيل کړي دي.

د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي چې په ټول هېواد کې د مخالفينو د ځپلو په موخه ۱۲ پلان شوي عمليات روان دي.

که څه هم تر عملياتو لاندې ساحو کې ولسي وګړو وخت پر وخت د ګڼو ملکي تلفاتو خبر ورکړی، خو دولت وزيري وايي چې له دې عملیاتو نه ګڼې لاسته راوړنې لري.

د هغه په خبره د شمشير په نوم په جوزجان، د خورشید په نوم په بغلان او سرپرل، د توپان په نوم په کندوز او کونړ، د ظفر په نوم په هلمند او شکست په نوم يې په هرات کې عملیات پیل کړي.

وزيري وايي چې پر دې سربېره يې په کندهار، روزګان، نیمروز او ګڼو نورو سیمو کې هم پر عملیاتو بوخت دي.

امنیتي ځواکونه ډېری وخت په ژمي کې خپل علمیات پیلوي، چې وسله وال په سیمو کې کم خو ولسي وګړو ته يې تکلیف ډېر وي.

یاده دې وي د بغلان ځايي اوسېدونکو له رسنیو سره په دولتي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو خبر ورکړ او هيله يې وکړه چې دوی ته دې تر خوندي ځايونو پورې د رسېدو موقع ورکړل شي.

په دې عملیاتو کې ګڼ ولسي کورونه، مسجدونه او کروندې له منځه تللې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x