افغانستان

کونړ: غازي اباد کې درې واکسیناتوران وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې درې تنه واکسیناتوران وژل شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان وايي چې دغه درې تنه څو ورځې وړاندې تښتول شوي و، چې نن يې دوی جسدونه ومندل.

امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخيل وايي چې د وژل شويو کسانو جسدونه يې د غازي اباد په ابرګل سیمه کې موندلي دي.

د کونړ د عامې روغتيا مسوولین بیا وايي چې د دوی دوه تنه کارکوونکي شاوخوا دوولس ورځې وړاندې تښتول شوي و.

د کونړ د عامې روغتيا سرپرست ډاکټر احسان الله فضلي وايي چې د غازي اباد د ایلګل د کلینک واکسییناتور عبدالخالق او د واکسینو سیمه ییز مشر حاضرالله له دوی ورک شوي و.

د هغه په خبره دوی تر اوسه معلومات نه لري، چې د دوی کارکوونکي چا تښتولي او چا وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rahmatullah

This is the act of Saton may Allah put them in hell.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x