افغانستان

په کابل کې پنځه شپېتو تنو (۶۵) حافظانو ته پگړۍ ور وتړل شوې

نن د روان ۱۳۹۲هـ ل کال د غويي (ثور) د میاشتې لومړۍ، چې د ۲۰۱۳ز کال د اپریل له 21مې نېټې سره برابره ده، د قرآن کریم د حفظ د افغاني خیریه ټولنې (AWSTQ) لخوا پنځه شپېتو (۶۵) تنو حافظانو او حافظاتو ته د دې ټولنې لخوا د شپږم دور د پگړۍ تړلو په لمانځغونډه کې پگړې ور وتړل شوې.

په دې غونډه کې د نوموړې ټولنې د رهبري پلاوي سربېره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لوړ پوړي چارواکي، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلي دوکتور محمد شفیق صمیم، د ولسي جرگې لومړي مرستیال ښاغلي میرویس یاسیني،

د مشرانو جرگې د فرهنگي، ديني او لوړو زده کړو د کمېسون مشر ښاغلي مولوي محمود دانشجو، په کابل کې د الازهر د پوهنتون د پلاوي او ازهري انسټېټیوټ مشر ښاغلي شیخ نصر الدین احمد شعبان، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي مولوي وکیل احمد متوکل سربېره، یو شمېر علماوو، پوهانو، مخه ورو، حکومتي چارواکو او د ښوونیزو چارو اړوندو مؤسسو استازو او فعالینو برخه اخیسته وه.

غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل، وروپسې پرانیستونکې وینا د ټولنې مشر ښاغلي مولوي عبدالقدوس مظهري وړاندې کړه. د چارواکو او مسؤولینو له ویناوو وروسته د پگړۍ تړلو مراسم پیل او په حافظانو د فراغت د سندونو تر څنگ ډالې هم ووېشل شوې.

د قرآن کریم د حفظ د افغاني خیریه ټولنه (AWSTQ)، یوه ناگتندویه ښوونیزه مؤسسه ده، چې د اقتصاد له وزارت سره د یوې نادولتي مؤسسې په بڼه ثبت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د شوي تړون له مخې د تېرو لسو (۱۰) کلونو راپدېخوا د قرآن کریم د ښوونې، تجوید او حفظ په برخه کې هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.

hafizan-kabul1

د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره نوموړې ټولنې د قرآن کریم د ښوونې او تعلیم په موخه د نوراني قاعدې د نوي میتود او طرق تدریس په برخه کې د قرآن کریم د ښوونې او حفظ ښوونکو ته لنډ مهاله او میاشتني کورسونو لړۍ پیل کړې ده، چې په همدې غونډه کې يې د دویمې دورې شپاړسو (۱۶) تنو فارغ شوو استاذانو او قاریانو ته د دې مسلکی او تخصصي روزنې سندونه ورکړل شول.

تر دې مهال نوموړې ټولنې څه له پاڅه شپږ سوه (۶۰۰) تنه هلکان او نجونې حافظان او حافظانې فارغ کړي دي، چې د کندهار، هرات، ننگرهار او کندز ولایتو سربېره دا دی په کابل کې د دریم ځل لپاره د شپږمې دورې د فراغت لمانځغونډه د ډېرو شاندارو مراسم په ترڅ کې تر سره شوه. اوسمهال نوموړې مؤسسه څه له پاڅه اته سوه (۸۰۰) تنه هلکان او نجونې زده کوونکي لري.

عبدالجبار بهیر

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close