نظــر

د افغانستان اقتصاد پر کومه خوا روان دی؟

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

دا یو روښانه حقیقت دی چیری چی جنګ وی هلته لویه بدبختی زیږی، بیسوادی، بیکاری، بې باوری او بی رهبری د یو مملکت د اقتصاد یوه لویه ضربه ده.

زه یو اقتصادپوه نه یم او ډیري دشتمنی لاری می هم نه دی زده، خو اوس چی د هیواد اقتصادي حالت او د هیواد پیداوار سره پرتله کړو، نو ماته خپل پخوانی تولیدات یا لاس ته راوړنی سترګو ته جګي ودریږي او را معلومه سی چی اوس لاسته راوړنی د روانو جنګونو ښامار خوړلي دي.

ټولی فاریکی فلج دي، د کندهار نساجي او نخي فابریکه، چی یو وخت یی دپنځلس زرو کارګرو په درلودولو سره خپل تولیدی خارج ته استول.

د کندهار شرکت میوه، د وړیو فابریکه اوهمدارنګه د کابل د جګدلک فابریکه، حربی فابریکه، د ننګرهار د زیتونو فابریکه دهلمند د مالوچو فابریکه، په همدغه هلمند کي د حجارۍ نجارۍ، د ډبرو فابریکه، په بغلان کي له جغندرو څخه د بوري جوړولو کار ځای، په پروان کي د ګلبهار ټوکر جوړلو مشهوره فابریکه او همدا ډول د سمینټو فابریکې هغه څه دی چی زموږ وطني تولیدات او زموږ کرهڼیز پیداوار لکه غنم، اوربشی، جواري، انار، انګور، انځر، بادام او په میوه جاتو کي مڼې، خټکی، هندوانی اوزردالو هغه څه وو، چی زموږ د ګران هیواد څخه به نړېوالو مارکیټونو ته وړل کیدل.

له بده مرغه په هیواد کي د اوږدو جګړو له امله له یوې خوا زموږ تولیدات لږ سوي مګر بیا هم همدغه تولیدات د پردیو هیوادونو په نامه نړيوالو بازارونو ته صادريږي، چي ټوله ګټه يې د افغانانو پرځای د پردیو سوداګرو جیبونه تودوي.

ګرانو لوستونکو!

تاسي پوهیږی، چي افغانستان یو کرهڼیز او مالداریز هیواد دی، خو زموږ د چارواکو د ناپامۍ له امله شیدی، مستی، کوچی او پنیرلاڅه کوې، خواري شلومبې موږ ته له ایران هیواد څخه راوړل کیږي.

افرین دی وي پر دې افغانیت، چی موږ په ویاړو، ځکه نه مو خپل تولیداتو ته په نړی کي د خرڅلاو بازار پیدا کړ او نه مو خپل پیداوار سم ترتیب کړل هر څه له باندنیو هیوادونو راوړو په خارجی اسعارو یی رانیسو او په خارجی اسعارو یی پلورو، نو افغانی به په دغسي بېغورۍ کي ښه قدر پیدا کړی.

ورځ تر بلي افغانۍ د باندنیو اسعارو په مقابل کي مخ پر کښته روانه ده، یعني یو ډالر۴۵ افغانی، خوهمدا نن، چي زه دغه لیکنه لیکم په۶۹ افغانی تبادله کیږی.
همدا رنګه، نه د میوو لپاره یخی خونی لرو، که یی لرو هغه بیا د برق د اوږدو پرله پسې پرچاویو له لاسه همداسي شاړی پاته دي.

دولت مو خلګو ته د کار زمینه هم نه برابروی او نه هم تاجرانو ته باور او اسانتیاوي چمتو کوي، چي په خپله خاوره کي په ډاډه زړه پانګونه وکړي، تر څو ددوی د پانګوني پر بنسټ تر ډېره ځایه په هیواد کي د وزګارتیا ګراف را کښته سوي وي.

دداسي ولس پر حال افسوس دی، چی پر یوه څوکۍ يې دوو مشرانو او شپږو نورو ونډه لرونکو ځانونه سريښ کړي وي.

یا الله دا ولس ستا په مهربانۍ له دې اړو دوړ څخه وژغورې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x