دیني، سیرت او تاریخ

بایبل پیژندنه (۱۵)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

ولی عيسايان د الله جل جلاله نوم نشی استعمالولای؟

د الله جل جلاله د نامه څېړنه

الله، معبود بحق، اصله (أله) دخلت علیه (أل) ثم حذفت همزته و ادغم اللامان.

الله و معبود بر حق ته ویل کيږی، د الله نوم په اصل کي (أله)ؤ، چي وروسته (أل) پر داخل شو یعنی (أل أله) شو، دوه لامان سره یو ځای شول، چي ددوی د ادغام له کبله همزه ولاړه او(الله) ورڅخه جوړشو.

اللهم: کلمة تستعمل فی النداء مثل، یاالله

د(اللهم) کلمه د نداء لپاره استعمالیږی، چي کله موږ والله ته خپل اواز کوو لکه (یاالله).

اوس دا جوته شوه چي د (الله) نوم د الله جل جلاله لپاره اسم ذات دی، او د معبود بر حق په معنا سره دی، چي دا لفظ د هیچا لپاره نشی استعمالیدلای،دا چي عیسایان و حضرت عیسی علیه السلام او حضرت جبرائیل علیه السلام ته هم الله وایی او دا(تثلیث) د عیسائیت اصل دی نو ځکه و عیسایانو ته اجازه نشته چي ددې سپیڅلی نامه (الله) څخه غلطه استفاده وکړی او دوی دا کار کوي په ځانګړي ډول سره په عربي او غیرعربي نړۍ کي.

په بايبل کي خيالي ،مبهم او سرګردانه نومونه

په بایبل کي داسی نومونه شتون لري چي نه په ټوله عیسایی نړۍ کي شتون لري او نه هم یو راهب په پوهیږي د بیلګي په ډول سره:

مصرایم،عمامیم،لهابیم،نفتوحیم،فترونیم،کسلوحیم، فلستیم،کفتوریم. (اول روزنامه ۱: ۱۱، ۱۲) اوداسی نور…

مرحوم شیخ احمد دیدات رحمة الله علیه چي کله د یوه فلسطیني عرب عیسایی انیس شروش سره مناظره وه (کوم یو د خدای کلام دی؟ قرآن که بایبل؟) نو۱۲۰۰۰ ناستو خلکو ته ئې وویل چي که چا و ماته د یوه عیسایی د پیدایښت پاڼه راوړه چي دا پورته یو نوم پکښې راغلی ؤ زه به د هر نامه پر سر باندی ۱۰۰ پاوڼده ورکړم، خو هیڅ یو پیدا نشو، بیایی پوښتنه وکړه چي څوک ددې نومونو په معنا باندی پوهیږی؟ هیڅوک پیدا نشو.

چي ددې څخه مطلب دادی چي خپله عیسایان هم نه ورباندی پوهیږی او نه ئې هم اورېدلي دي، ددې کتاب (روزنامه) لیکوال چي څه په فکر او تخیل کي راغلی دي هغه ئې لیکلی دي.

په بايبل کي غلطيانې د بيلګي په ډول سره:

کتاب خروج باب ۱۲: ۴۰ کي راغلی دي:

بنی اسرائیلوپه مصرکي ۴۳۰ کاله تیرکړل.

ددې اصلي نېټه ۲۱۵ کاله ده،چي پر دې باندی عیسایی مفسرین او مؤرخین په یوه خوله دي.

کتاب سموئیل دوهم باب ۱۵:۷کي څلویښت دی، اوپه ۸ ایات کي (ارام) دی چي دا دواړه غلط دي اوپه اصل کي د(۴۰) پرځای (۴) دي اود(ارام) پرځای (ادوم) دی.
په ځینو بایبلو کي ئې اصلاح کړی دي او په ځینو کي لاپاتي دي.

او داسی نورې په سلهاوو….

په بايبل کي پنځوس زره (۵۰۰۰۰) غلطيانې:

د عیسایی علماء له لوری خپرېدونکې یوه مجله چي د اوېک (Awake) په نامه سره یادیږی په ۸ سپتمبر۱۹۵۷ په سرلیک کي لیکل شوی وه :

((۵۰۰۰۰   پنځوس زره غلطیانې په بایبل کي))دا سرلیک ورکول شوی ؤ،  چي ددې مجلې کاپی و ماته د جنوبی افریقا څخه راغلې ده،دا چي خپله عیسایی علماء په دې باندی اعتراف کوي چي په بایبل کي په دومری زیات شمېر سره غلطيانې شته نو اخر له بایبل څخه څه شی جوړشو؟؟؟

په بايبل کي د انبياء په هکله ګستاخي

۱- د حضرت نوح علیه السلام په هکله ګستاخي.
۲- د حضرت لوط علیه السلام په هکله ګستاخي.
۳- د حضرت یعقوب علیه السلام په هکله ګستاخي.
۴- د حضرت سلیمان علیه السلام په هکله ګستاخي.
۵- د حضرت داؤد علیه السلام په هکله ګستاخي.
۶- د حضرت موسی علیه السلام په هکله ګستاخي.
۷- د حضرت هارون علیه السلام په هکله ګستاخي.
۸- د حضرت ایوب علیه السلام په هکله ګستاخي.

ټول انبیاء علیهم الصلوة والسلام معصوم دي،ټوله ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم چي انبیاء کرام د انسانانو د هدایت لپاره رالیږل شوي دي دا ټوله د الله جل جلاله غوره خلک وو،دا څنګه امکان لري چي الله جل جلاله دی یو څوک خوښ کړی وی د انسانانو د هدایت لپاره او بیادی هغه د الله جل جلاله د احکامو څخه نافرماني وکړی؟!! په ګستاخیو کي شراب خوړل، زناکول،بې صبري کول او داسی نور شامل دي العیاذبالله، بلکې کومو لیکوالانو چي بایبل لیکی دا د هغو د چټل ذهن محصول دی داسی امکان نلري چي لایزال جل جلاله دی یو څوک انتخاب کړی وی او بیادی هغه نافرماني وکړی او غیرمعصوم دي وي دا هیڅ امکان نلري. بلکې انبیاء ټوله معصوم دي.

په بايبل کي ساينسي غلطيانې د بيلګې په ډول

په بایبل کي ساینسي هیڅ شی نشته چي پر دې باندی د فرانسې وتلی ساینس پوه ډاکتر موریس بوکایی یو کتاب (قرآن او بایبل د ساینس په رڼاکي) هم لیکلی دی،خو موږ اوس نشو کولای چي د بایبل ټولې ساینسي غلطیانې دلته راوړو د بیلګې په ډول سره به پر یو څو غلطیانو باندی یو څه رڼا واچوو،نور قضاوت تاسی خپله کولای شی.

۱- که د ښځې هلک پیداشو د هغې ناپاکي (نفاس)۷ ورځې ده او که ئې نجلۍ پیدا شوه نو د هغې ناپاکي دوې اوونۍ (۱۴ ورځې ) ده.
احبار۱۲: ۱- ۷)

په اوسني ساینس کي د هلک او نجلۍ په پیداکيدو کي د ښځې په ناپاکۍ کي هیڅ توپیر نشته،کله د هلک موده اوږده شی او کله د نجلۍ موده اوږده شی چي هغه خپل وځانته عوامل لري؛ نو ځکه ویلای شوچي د بایبل داخبره په ساینس کي غلطه ده.

۲- بیاابلیس هغه د یوه دنګ غره څوکې ته و خیژاوه او ددنیا ټولې پاچاهۍ ئې ورته په پوره شان او شوکت سره څرګندی کړې.
(متی ۴: ۸)، (لوقا۴: ۵)

اوس شیطان حضرت عیسی علیه السلام و یوه غټ غره ته و خیژاوه او ټوله دنیا ئې په ولیدله،چي له دې څخه دا معلومیږی چي دا هغه وخت امکان لری چي کله ځمکه اواره وي ټوله او حال داچي اوسنی ساینس وایی چي ځمکه کُروي او یاهم و هګۍ ته ورته شکل لری،چي له همدې کبله په یوه ځای کي شپه او په بل ځای کي ورځ وي؛ نو ویلای  شو چي داهم غلطه ده.

۳- خدای په لومړۍ ورځ رڼا پیداکړل.(پیدایښت ۱:۳- ۶)

خدای ستوري لمر او نور پیداکړل په څلورمه ورځ(پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

اوس دلته څنګه امکان لري چي لمر او ستوري دی نه وي او رڼا دي وي. دا هم د ساینس له دایرې څخه وتلې  او غلطه ده.

۴- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شول(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)

شپه او ورځ ئې په لومړۍ ورځ پیداکړل. (پیدایښت ۱: ۵)

شپه او ورځ د ځمکې د حرکت څخه ولاسته راځی دا څنګه امکان لري چي ځمکه دي نه وي او شپه او ورځ دي وي دا هم په ساینس کي غلطه ده.

۵- ځمکه په دریمه ورځ پیدا شوه(پیدایښت ۱: ۹- ۱۳)

لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

دا څنګه امکان لري چي ځمکه دی تر لمر او سپوږمۍ مخکي پیدا شوی وي اوسنی ساینس وایی چي دا ټول سره یوځای وه او کله چي په حرکت کي راغلل بیا ځمکه ، سپوږمۍ، ستوري او نور پیداشول چي دا هم غیر ساینسي  او غلطه ده.

۶-سبزیجات، نباتات، ونې او میوې ئې  په دریمه ورځ باندی پیدا کړل (پیدایښت ۱: ۱۱- ۱۳)

لمر او سپوږمۍ په څلورمه ورځ پیدا شول. (پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

نباتات، وني ، مېوې او نور… څنګه بې د لمر د شعاؤ څخه امکان لری، دا هم غیر ساینسي او غلطه  ده.

۷- اسمان ستنې لري. (ایوب ۲۶: ۱۱)

دا هم تر لمر سپینه ده چي دا غیر ساینسي او غلطه ده، او اسمان هیڅ ځای ستنې نه لري.

۸- نه دا چي یواځي اسمان ستنې لري بلکې په بایبل کي راغلی دي چي ځمکه هم ستنې لري لکه:
(لومړی سموئیل ۲: ۸)، (ایوب۹: ۶)،(زبور ۷۵: ۳)

چي دا هم په ساینسي توګه سره ښکاره درواغ او غلطه ده.

۹- اوخدای وویل وګوری هر نبات چي تخم لري،او ټولې ونې و تاسو ته  درکوم او دا ستاسو خوراک دی،او د مځکې و ټولو حیواناتو او د اسمان و ټولو مرغانو ته او ټوله چي پر ځمکه باندی ګرځي او ژوند کوي و هغو ټولو ته شنه نباتات ددوی خوراک ورکوم.
(پیدایښت ۱: ۲۹- ۳۱)

دا په دې غیرساینسي  او غلطه ده چي په نباتاتو کي داسی زهرجن نباتات شتون لري چي د ژوندیو موجوداتو د مرګ سبب ګرځي،انسان له منځه وړی، مرغان له منځه وړی او حیوانات له منځه وړي.

۱۰- د ایمان په راوړلو به تری دا معجزې څرګندیږی، چي زما په نوم به پیریان لیري کوي او په نا اشنا ژبو باندی به خبرې کوي، که هغوی مارانو ته لاس وروړی یا زهر وخوری نو هغوی ته به ضررنه رسیږی او په کومو ناروغانو چي هغوی لاس کښیږدی هغوی به جوړشي.
(مرقوس ۱۶:۱۷- ۱۹)

دا د بایبل ازمایښت دی د عیسایانو لپاره،ایا د عیسائیت په ۲۰۰۰ کلن تاریخ کي داسی څوک پیداشوی دی چي زهر وڅښي او هیڅ په ونشي؟؟ نه هیڅکله نه!ایا په اوسنۍ نړۍ کي به داسی راهب، پاپ، بیشف، پاسټر او عیسایی وي چي زهر وڅښي او هیڅ په ونشي؟؟؟ نه هیڅکله نه! ایا د عیسائیت په تاریخ کي داسی پاپ یا راهب تیر شوی دی چي د خلکو د ناروغیو درملنه ئې په لاس تیرولو سره کړې وی؟؟؟ نه هیڅکله نه! ایا داسی پاپ یا بیشف په اوسني وخت کي شته چي په ۱۰ ژبو سره خبرې کوي؟؟؟ نه هیڅکله نه! دا ټوله او هرڅه غیر ساینسي دي .

۱۱- د وبا او بلا څخه د خلاصون لپاره په بایبل کي درملنه:

دوې چوغکي ونیسی،یوه چوغکه د خاورې په لوښی کي حلاله کړی او وینه ئې د روانو اوبو سره ګډی کړی، لرګی را واخلی او اندازه ئې کي او هغه بله ژوندۍ چوغکه په روانو اوبو کي چخ کړی،په دغو اوبو باندی خپل د کور دیوالونه ۷ ځلی ولړی. (لاویان۱۴: ۴۹- ۵۲)

اوس ساینس دا ثابته کړې ده چي په وینه کي تر۲۰۰۰ څخه زیات جراثیم شتون لری، او په سلهاوو مرګونی ناروغۍ ورڅخه پیداکيږی د بیلګې په ډول سره:

حساسیت (Allergy)، د زړه بدوالی (Nausea)، هرپس (Herpes)، کاندیدیا(Candidia)، سالمونیلا  (Salmonella)، دکورو(Kuru)، سکراپی (Scrapie) ، د حجرو مرګ (Cell-Death)، انسفالوپاتی (Encephalopathy)، دماغې پریشانۍ (Depression)، زهر(Toxin)، (Haemochromatosis)، (Syphilis)، هیپاټایټس اي، بي اوسي،او داسی نور… داڅنګه امکان لري چي صرف دیوالونه په وینه سره ولړل شي او دبلا څخه دي خلاص شي.

۱۲- په بایبل کي د زنا د معلومولو لپاره ازموینه:

که یوې ښځې زنا وکړه نو کاهن دی سپیڅلی اوبه د خاورو په لوښی کي واخلی او د مځکي ګرځ دی ورواچوی اوس دا اوبه ترخې شوې کله چي  کاهن لعنت ورباندی ووایی نو دا اوبه دي ودې ښځې ته ورکړی که چیری دې ښځې زنا کړې وه نس به ئې و پړسیږی او ورون به ئې   وروست شي،او خلک به لعنت ورباندی ووایی،او که چیری ښځې زنا نه وه کړې نو دا به پاکه پاتي شی او اولاد به ئې پيداشی.
(اعداد۵: ۱۱- ۳۱)

اوس د بایبل و دې خرافاتو او چټیاتو ته تاسی وګوری،ایا کله هم په عیسایی ټولنه کي داسی ازمایښت شوی دی؟ ولی ئې دوی نه کوی؟ دا ځکه چي دا خپله یو تخیل دی نه حقیقت،دا څنګه غیر معقوله خبره ده که ئې زنا کړې وه د هغې اولاد نه پیدا کيږی او که ئې زنا نه وه کړې  د هغې اولاد پیداکيږی چي دا هم له عقله لیری ده، هم له ساینسه لیری خبره.

په بایبل کي په سلهاوو ساینسي غلطیانې شتون لري چي دلته پر هرې غلطۍ باندی رڼا اچول ناشونې ده.

په بايبل کي ساينسي غلطيانې د موريس بوکايی له نظره:

ډاکټر موریس بوکایی پخپل کتاب  کي پر دې باندی پوره بحث کړیدی او بایبل او قرآن عزیز ئې د ساینس په ترازو کي څېړلي دي ،او دده لومړۍ خبره داده چي بایبل د ساینس سره په ټکر کي دی ،ده ډېر مثالونه هم را اخیستی دي چي زه به ئې یو څو بیلګې درته را واخلم.

* په لومړي سر کي خدای اسمان او ځمکې پیدا کړلې.(خروج ۱:۱)

دا د ساینس سره په دې باندی په ټکر کي دی چي ساینس وایی چي  دا ټوله نظام د مځکي او اسمان ویودود ؤ.

* مار خاوره خوري.(میکاه ۷: ۱۷)

اوس و موږ ته معلومه ده چي ماران مختلف شیان خوري ماران موږکان خوری، ماران خوری، چوغکي خوری،او داسی نور… نو د بایبل دا خبره چي ماران خاوره خوری دا د اوسني ساینس سره په پوره ټکرکي ده، د میکاه لیکوال په هغه وخت کي دومره  پوهه درلوده چي ماران یواځی او یواځی خاوره خوری او بس او دا خبره داسی نه ده.

ددې کتاب ټول بحث تاسی زما په راتلونکي کتاب (ایابایبل دخدای کتاب دی؟) لوستلای شي انشاء الله.

يادونه:

تاسی کولای شی چي زما په راتلونکي کتاب (ایابایبل د خدای کتاب دی؟) د بایبل د تحریفاتو، غلطیانو،ټکرونو، فحشاؤ، بې هوده خبرو،پوچو او سرګردانو ویناوو په هکله پوره تفصیل ولولی، په دې کتاب کي (ایا بایبل د خدای کتاب دی؟) پر دې باندی ټول بحث شوی دی چي بایبل په هیڅ صورت د خدای کتاب نه دی او نه ئې یو د سالم عقل خاوند وخدای جل جلاله ته، و پیغمبر ته او یا ویوه حواري ته منسوبولای شي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x