
کندهار: میوند کې طالبانو دپولیسو پوسته په ماینونو الوزولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو یوه پوسته په ماینونو الوزولي او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي ده.
تېره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ په بندتیمور سیمه کې طالبانو د پولیسو هغي پوستې ته انفجار ورکړی چې لا له وړاندي یې تر همدې پوستې لاندي د تونل له لاري ماینونه ځای پرځای کړي وه، په دې پوسته کې شاوخوا ۳۰ تنه پولیس اوسېدل چې ټولو ته مرګ ژوبله اوښتي.
د طالبانو له لوري پوستې ته راوستل شوی تونل ۴۵۰ متره ښودل شوی دی.
په دې وروستیو کې په میوند ولسوالۍ کې د پولیسو مرګ ژوبله ډیره شوي او امنیتي ځواکونو خپلي ځیني پوستې هم د طالبانو د بریدونو له امله خوشي کړي او د ولسوالۍ مرکز کشکنخود ته یې رانقل کړي دي.
د تېري شپې د پېښي په اړه تراوسه د کندهار چارواکو معلومات نه دي ورکړي.