نظــر

سادول – په جاني خېلو کې وژل شوی ملکي وګړی

نن مې په یو شمیر خبري رسنیو کې ولوستل چې دپکتیکا په جاني خېلو کې په یوه فدایي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ، رسنیو دپکتیکا دچارواکو په استناد ویلي وو  چې په پیښه کې کوم نظامي سړی نه دی وژل شوی بلکې یوازې دری تنه ملکي خلک  وژل شوي دي ، رسنیو ویلي وو چې د وژل شویو ملکي کسان له جملې یو هم دجاني خېلو پخوانی ولسوال  سادول  دی ، بې ټوکو درته وایم کله مې چې له رسنیو او چارواکو څخه  د قومندان سادول دملکي توب خبره واوریدله نژدې وه  چې په تنهایي کې له ځان سره په کټ کټ وخاندم  ، ځکه  ، که چیرې  دجاني خېلو( سادول ) هم  ملکي وګړی ، معصوم او محفوظ الدم وي ، نو بیا خوګومان نه کوم که څوک راته  دکرزي په ټول حکومت کې نظامي او جنګي کس پیدا کړي ، ځکه هغه نخرې چې سادول په خپل ګناهګار ژوند کې دپکتیکا له اوسیدونکو سره کړي کیدای شي دکرزي دحکومت  نورو ډيرو نظامیانو یې تصور هم نه وي کړی .

نه پوهیږم دغرب او غرب زده ګانو په جنګي قاموس او ترمینالوژۍ کې کوم نوی تغیر راغلی او که  غواړي  د نجات دوروستي مدرک په  توګه دملکي خلکو په جم کې ځان خلاص کړي ، چې اوس یې په یواړخیز ډول  دملکیتوب  ، ملکي تلفاتو او ملکي وګړو  ګردان ګرم کړی دی ، اربکیان هم ملکیان  بولي ، څارنوالان هم ملکیان   بولي ، جابر قاضیان هم ملکي وګړي بولي او بالاخره  د سفاک او وحشي سادول غوندې قاتل  او وینه څښونکی اربکی  هم ملکي وګړی  او معصوم بولي .

دا چې سادول ملکي وګړی دی که نظامي ، واجب القتل دی که محفوظ الدم  او بالاخره دنوموړي په ملکي بللو کې رسنیو څنګه څرګند منافقت کړی دی ، دلوستونکو پام یوه شیبه د وژل شوي سادول لنډه ژوندلیک او کردار ته راګرځوم ترڅو ددې ملکي وګړي ماهیت لوستونکو ته سم برآلا شي .

په  ( سادول ) مشهور  احسان الله  دعبدالله زوی شاوخوا پنځوس کاله وړاندې  دپکتیکا ولایت دجاني خیلو ولسوالۍ  دیعقوب چمبر په کلي کې زیږیدلی وو ، په کشرتوب  کې خلقي مزاجه  ،ورپسې غل او رهزن  او دکرزي دحکومت په راتګ سره  په پکتیکا کې  ترعزیزالله وروسته دامریکایانو دوهم ستر تنخوا خور او د جاني خیلو ولسوال مقرر شو .

سادول په پیل کې څه موده  دپکتیکا  د ډیلي ولسوال وو اووروسته  د جاني خیلو ولسوال مقرر شو چې لس کاله یې داوظیفه سرته ورسوله ترڅو له اوس نه شپږمیاشتې وړاندې له ولسوالۍ څخه لرې او   امریکایانو په سیمه کې  داربکي سازۍ دپروژې مسؤل وټاکه .

د جاني خیلو په ولسوالۍ دسادول دلس کلنې واکمنۍ په موده کې چې نوموړي کوم جنایات کړي دټولو ذکر کول ښایي ډیر وخت وغواړي ، خو هغه چې معلوم او ښکاره جنایات دي په لاندې توګه ورته اشاره کوو .

ـــ   سادول دولسوالۍ په زندان سربیره په خپل کلي یعقوب چمبر کې شخصي زندان درلود ، چې په سلګونو خلک چې دپیسو لپاره یا دشخصي عناد له امله یې نیول په دې زندان کې یې په کلونو کلونو ساتلي ، تعذیب یې ورکړی او ځیني یې بالاخره وژلي دي .

ـــ  سادول چې سخت دپیسو وږی وو د حاکمیت په وخت کې یې ډیر زیات خلک دپیسو لپاره نیول ، دجاني خیلو یو اوسیدونکی وایي نوموړي دسعودي او دوبۍ افغان  مسافر خورا ډیر ځورول او په زور به یې پیسې ترې وړې ، نوموړی اټکل کوي چې دده دمعلوماتو له مخې سادول تر دیرش لکو افغانیو زیاتې پیسې له خلکو اخیستي دي .

ـــ دجاني خیلو دڅنګلورې ولسوالۍ / دغزني داوبند ولسوالۍ د وریښمین خیلو په کلي کې د شیخ الحدیث مولوي فداء محمد په نامه یو مشهور عالم په خپله مدرسه کې  داحادیثو د وړې دورې  په  تدریس بوخت وو ، وړم  ژمی سادول له خپلو کسانو سره ناڅاپه همدې کلي ته ورغی او په مدرسه یې چاپه ووهله ، شیخ الحدیث مولوي فدا محمد په داسې حال کې چې د نبوي حدیثو مشکوة المصابیح  کتاب یې مخې ته غوړیدلی وو ، او طالبانو ته یې درس وایي  سادول له کتاب څخه ولاړ کړ او په مدرسه کې یې په شهادت ورساوو ، په دې پیښه کې سادول ظالم د مولوي فداء محمد ځوان زوی  او دهمدې مدرسې  منتظم  هم په سخت قساوت په شهادت ورسول .

ـــ دوه کاله مخکې سادول له خپلو کسانو سره دیوسف خیلو  له ولسوالۍ تیریدو چې په موټرو یې برید وشو ، سادول  دانتقام په دود دهمدې کلي یوه زنانه  او دوه ماشومان چې عمرونه یې د لسو او دولسو کلونو ترمنځ وو ، په ډزو ووژل .

ـــ سادول دخپلې واکمنۍ په موده کې دجاني خیلو  په  سلیمانځو ، ملنګ خیلو او نورو سیمو کې په مکرر ډول ملکي خلک دبیلابیلو وجوهاتو له امله  په پوره بي رحمۍ په عام محضر کې ویشتلي او وژلي دي .

ـــ سادول  په ځانګړي ډول لس تنه طالبان ترنیولو وروسته  په سخت وحشت په شهادت رسولي .

ـــ سادول دجاني خیلو ولسوالۍ په  چاوڼۍ ، کنیزکه ، ملنګ خیلو ، شاتورو ، او بابو خیلو  کلیو کې دخلکو  تر ۱۴ ډیر کورونه  سوځولي دي .

په دې سربیره نوموړي په تیرو لسوکلونو کې په جاني خیلو ، یوسف خیلو ، خوشامند او آب بند ولسوالیو کې سخت جنایات ترسره کړي ، نوموړی په دې سیمه کې دامریکایي یرغلګرو ترټولو ستر اجرتي قاتل وو ، چې عام خلک یې په سخته بې رحمۍ داړل .

په دې وروستیو کې امریکایانو نوموړي ته داربکیانو  داستخدام  او داستخباراتو کار سپارلی وو ، خو مخکې له دې چې په دې برخه کې کفر ته کوم دپام وړ خدمت وکړي طالبانو ورباندې وار مخکې کړی او په فدایي برید کې یې نوموړی  له خپلو څلورو ساتونکو سره چې یو یې وراره وو  قتل کړ ، او څو نورساتونکي یې ټپیان شول .

خو کله چې دافغان مسلمان اولس  دغه ساتر قاتل او دکفر اجرتي خونخوار نن شنبه  دخپل عمل په سزا ورسید ، دغرب ډالري ژورنالیستانو او رسنیو یوځل بیا د ډالرحلالۍ لپاره خولې جینګې کړې ، او ویې لیکل چې طالبانو په جاني خیلو کې دری تنه ملکي وګړي (!) وژلي دي .

که چیرې درسنیو په ترمینالوژۍ کې  ملګي وګړي دسادول غوندې قاتلانو ته ویل کیږي ، نو بیا خو دې ترداسې ملکیانو وړاندې  په داسې ړندو رسنیو لعنت وي ، چې په سپینه ورځ دحقائقو دمسخې  او دخلکو دغولولو هڅه کوي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

پہ پشتوکی یو متل دہ سی دہ وزی سلمان ھروقت شکاروی خوکہ دہ میژی سامان خکارہ شی نوبیا وزہ فوری خاندی معزت غواڑم بی آدبی معاف نونن صبا ح ھغہ خبرہ دہ وزیری صاخب پہ وزکی کم سی کم 300سوہ کسان بی گنہاشہدان کوی ہغہ ہچ خبرہ ندہ نو ایاکہ طالب یوسڑی پہ چفلاخہ ووہی نوطالب گرم دہ نوتاسی انصاف وکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x