افغانستان

زابل: ارغنداب کې د لاسي بم برید ۷ پولیس ژوبل کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر پوسته د لاسي بم برید کړی چې له امله یې ۷ تنه پولیس ژوبل شوي او په هغوی کې د دوو تنو روغتیایې حالت د اندېښني وړ ښودل شوی.

برید تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په سه کیچي سیمه کې رامنځته شوی دی.

د ارغنداب ولسوال ملاظریف د رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې تېره شپه دوې بجې د یادي ولسوالۍ په سه کیچه سیمه کې طالبانو د پولیسو پوستې ته لاسي بم ورغورځولی چې له امله یې ۷ پولیس ژوبل شوي دي.

ملاظریف وایې چې د پولیسو په ځوابي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د برید په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x