فارسي ځلمی له اتش کدې نه تر خندقه… !!!

أبو إقبال

عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنهما وایي: چي سلمان فارسي رضي الله تعالی عنه دخپل ځان قصه داسي راته بیان کړه –

سلمان وویل: چي زه په اصل کښي د اصفهان د جي د کلي اوسیدونکی یم.

زما پلار د خپل کلي بزګر وو، زه پر هغه باندي له حده زیات ګران وم، بالآخره يي زه د یوې ځواني انجلۍ په څیر د اورتون ( اتش کدې) په خونه کښي بندي کړم.

ماهم په مجوسیت ( اتش پرستۍ ) کښي تر هغه اندازي کوښښ کاوه، چي څه موده وروسته د اورتون متصرف وټاکل شوم، اور به تازه ساتم، یوه ګړۍ به هم هغه نه راڅخه مري.

سلمان وايي: چي زما دپلار ډيره ځمکه په لاس کښي وه، یوه ورځ مي پلار د کور په څه کار لګیا شو، ماته يي وویل: چي اې بچیه! زه نن د کور په کار اخته شوم، ته ولاړ شه، هغه ځمکه وګوره او د څه کار حکم يي هم راته وکړ.

سلمان وايي: چي زه هم له کوره څخه ووتلم، پر یوه کلیسا ( عبادت خانه ) د نصارا وو تیریدم، چي د دوی اوازونه مي په داسي حالت کښي تر غوږ شول، چي دوی لمونځونه کول، زه هم دوی ته ددې لپاره ورغلم، چي وګورم، دوی څه کوي ؟.

سلمان وايي: کله چي ما د دوی لمونځ ولید، نو مي ډیر خوښ شو، له ځانه سره مي وویل چي قسم په الله دغه دين زموږ تر دين ډیر غوره دين دی، زه هم دلته له دوی سره پاتې شوم، د بابا ځمکه راڅخه پاتې شوه، نه ورغلم، ترهغه وخته ورسره ناستوم چي د مازیګر لمر ډوب شو.

سلمان وايي: چي وروسته ما له دوی ( نصارا ) څخه ددې دين پوښتنه وکړه، چي دا دین له کومه ځایه څخه راغلی دی ؟.

دوی ( نصاراوو ) په جواب کښي راته وویل چي ددې دين اصل په شام کښي دی.

وروسته بیا زه کور ته ولاړم، پلار مي راپسي تللی وو، خپل کارو بار يي ټول پرې ایښی وو، کله چي زه ورغلم نو پلار راته وویل چي بچیه چيري وي ؟ ! ایا ما تا ته یو کار نه وو سپارلی ؟.

سلمان وايي: چي ما پلار ته په جواب کښي وويل اې بابکه له داسي خلګو سره مخامخ شوم، چي په کلیسا کښي لمونځونه کول، ما ته يي ډیر خوند راکړ، د دوی دين مي نه وو لیدلی، قسم په الله چي زه له دوی سره تر هغه پوري ناست وم، تر څو چي لمر ولویده.

سلمان وايي: چي پلار مي راته وویل چي اې بچیه! په هغه دين کښي هیڅ ښیګړه نشته. ستا او ستا د ابا واجداد دين تر هغه ډیر غوره دی.

سلمان وايي: چي ما ورته وویل: دا صحیح نده، قسم په الله! چي هغه دین زموږ تر دين ډیر غوره دین وو.

سلمان وایي چي دوی پر ما وبریده، نو په پښو کښي یي کړۍ را واچولې، بندي يې کړم.

چي کله زه بندي شوم، نو نصاراوو، څوک زما د حال لپاره راولیږل، ما هم دوی ته خپل حال ورکړ، هغه دا چي کله له شامه څخه ستاسي دتجارانو قافله راشي، نو بیا ما په دوی خبر کړئ.

سلمان وايي: کله دوی ته له شامه څخه قافله راغله، نو دوی هم زه په قافله خبر کړم، ما ورته وویل چي کله دوی خپل تجارتي مالونه وپلوري او بیرته خپلو هیوادو ته دتګ اراده وکړي نو بیا ماته خبر راکړئ.

کله چی دوی د بیرته تګ اراده وکړله، زه يي هم خبر کړم، ما هم خپلي د پښو زولنې پرانستې او له دوی سره شام ته روان شوم.

کله چي شام ته راغلم، نو دوی ته مي وویل: چي ددې دين هغه افضل ترین کس څوک دی ؟.

دوی راته وویل چي په کلیسا کښي اُسقُف دی.

سلمان وايي: زه هم اُسقُف ته ورغلم، ورته ومي ویل: چي زما خو دا دين ډیر خوښ دی، غواړم چي ستا سره استوګنه وکړم، ستا خدمت وکړم، ستا څخه د دين زده کړه وکړم او ستاسره لمونځ هم قائم کړم.

اُسقُف راته وویل: چي راځه راسه، نوزه هم ورغلم.

سلمان وايي: چي اسقف ډیر بد سړی وو، خلګ به يي په صدقاتو امر کول، دوی ته به يي په هغه ترغیب ورکاوه، چي کله به دوی څه شی ورکړ، نو ده ( اسقف ) به هغه پخپله خزانه کښي خوندي کړی، مساکینو ته به يي شی لاهم نه ورکاوه، بالآخره يي اوه ( ۷ ) منګي له سرو او سپینو څخه ډک کړل.

سلمان وايي: ما چي کله دده دغه تګلاره ولیده، نو ډیر سخت بغض مي ورسره پيدا شو.

څه موده وروسته اسقف مړ شو، نصارا سره را ټول شول چي اسقف ښخ کړي، نو ما ورته وویل چي دا ډیر بد سړی وو ؛ ځکه چي تاسو به صدقات ورکول، ده به مساکینو ته هیڅ شی نه ورکاوه پخپله خزانه کښي یې خوندي کاوه.

دوی وویل چي ته څه خبر يي ؟، ماورته جواب ورکړ، چي هو زه تاسي ته د ده خزانه ښیم، دوی وویل چي موږ ته هغه ځای نښاني کړه، نو ما هم هغه دخزانې ځای ورته په ګوته کړ.

سلمان وايي: چي له همغه ځای څخه يي اوه ( ۷ ) منګیه له سرو او سپینو څخه ډک را وکیښل.

سلمان وايي: هر کله چي دوی د اسقف دغه کړنلاره تعقیب کړه، نو قسم او پرېکړه یي وکړه چي نوموړی به نه پټوي، وروسته يي هغه په دار ځوړند کړ، په کاڼو يي سنګسار کړ.

له اسقف څخه وروسته بیا دوی بل سړی دده پرځای وټاکه.

راوي وايي: سلمان رضـ راته وویل چي دغه نوی مقرر شوی سړی ډیر نیک انسان وو، ما دده په شان بل افضل کس نه دی لیدلی، له دنیا څخه لیري، آخرت ته مائل، شپه او ورځ يي دواړه ډیر په ادب سره تیرول.

سلمان وايي: زما هم له ده سره ډیره مینه پیدا شوه، یو څه زمانه زه هم ورسره پاته شوم، وروسته مرګ ورته رانژدې شو، نو ما هم ورته وویل چي اې فلانیه! زه خو له تاسره وم، ډیره را باندي ګران وي، محبت مي هم درسره کاوه، چي له تا څخه مخکي مي له بل چا سره په همدغه کچه مینه او محبت نه درلود، اوس خو ستا حال دالله تعالی په امر، ته پخپله ویني، نو ما ته څه حکم او وصیت کوي چي زه چاته ورشم، ده راته وویل: چي اې بچیه قسم په الله که نن ورځ پر دغه دين کوم چي زه پرې ولاړوم، څوک پاته شوی وي، خلګ هلاک شویدي، دين يي بدل کړی دی، هغه دين يي اکثره پرې ایښی دی کوم چي پخوا به یې کاوه.

مګر هو په موصل کښي یو سړی شته، هغه فلانی دی، سلمانه ته هغه سړي ته ولاړ شه، هغه سړی پر همدغه دين دی کوم چي زه ولاړوم.

سلمان وايي: چي کله دغه سړی مړ شو، نو زه هم صاحب موصل ته ولاړم، هغه سړی ته مي وويل، چي فلاني سړي ماته دمرګ په وخت کښي دا وصیت وکړ، چي زه له تاسره شم ؛ ځکه چي ته پر هغه دين ولاړ يي، په کوم چي هغه وو.

سلمان وايي: نو هغه راته وویل چي صحیح ده، ته زموږ سره اوسه، نو زه هم ورسره پاته شوم، ما چي وکتل دی هم پرهغه دين ولاړ سړی وو، کوم چا چي ماته دده په باره کي وصیت او امر کړی وو.

خو څه موده لا نه وه تیره شوې، چي دي سړی ته هم مرګ راغی، نو ما هم درخواست ورته وړاندي کړ، چي فلاني خو زه تاته حواله کړم، اوس خوته ویني چي دالله تعالی له لوري تا ته تکلیف یا مرض پیدا شو، نو زه اوس چیرته ولاړشم، ما چا ته حواله کوي اوڅه حکم راته کوي ؟.

ده راته وویل: چي قسم په الله که چیري یو سړی رامعلومیږي چي زموږ په شان دي په سمه لاره روان وي، مګر په نصیبین کښي فلانی ده، ته هلته ولاړسه، له هغه سره یوځای شه.

سلمان وايي: چي کله دی وفات شو، او پټ مي کړ، نو صاحب نصیبین ته راغلم، داسړی مي په ما مضی ټوله قصه خبرکړ، نو هغه هم ځای راکړ، ما هم ورسره واړ ول، دغه سړی چي مي ولید، نو هم ښه سړی وو، زه هم ورسره پاته شوم، په الله سوګند چي څه موده تیره شوې نه وه، چي ده ته هم داجل داعي بلنه ورکړه، نو د تیر شوي سفر قصه مي ټوله ورته تیره کړه، چي فلاني فلاني ته را واستولم فلانی بیا فلانی ته هغه بیا تاته حواله کړم، اوس ته ماته څه امرکوي ؟، چا ته مي حواله کوي ؟.

سلمان وايي: ده هم دپخوانو استاذانو په شان کټ مټ راته وویل: چي اې بچیه! قسم په الله که نن په دغه زمانه کښي څوک پردغه دين پاته وي، مګر په عموریة کښي يو سړی شته چي هغه هم پر دغه لاره روان دی، په کومه لاره چي موږ روان یو. نو که دي خوښه وي هغه ته ولاړ شه.

سلمان وايي: کله چي دی وفات شو، نو زه هم صاحب عموریي ته ولاړم، دغه سړی مي په تیره ټوله قصه خبرکړ، ده راته وویل چي زموږ سره اوسه، ماچي وکتل نو دی هم ښه سړی وو، زه هم ورسره پاته شوم.

سلمان وايي: چي دلته مي څه کار او کسب پیل کړ، یو څه غواوې او یوه دمیږو رمه ګۍ مي برابره کړه.

وروسته پر دغه کس هم مرګ میلمه شو، نوده ته مي وویل چي زه خو نورو استاذانو تا ته راولیږلم، ته اوس ماته څه امر کوي او چاته مي استوي، ده راته وویل: چي اې بچیه! نن زمانه خو قسم خورم که هیڅ یو سړی پر دغه سمه لاره پاته وي، چي زه تا هغه ته حواله کړم، او ته هغه ته ورسي، مګر اوس د یو نبی زمانه را نژدي شویده، ژر ده چي هغه به په دين ابراهمي مبعوث شي، د عربو په خاوره کښي به راپورته شي، بیا به د يوي وادي په مابین دحرتینو (دوې غونډۍ دتورو ډبرو) کښي به مهاجر شي، چي د خورماوو درختې به په کښي زرغونې وي، دنبوت نښې به یې له ورایه ښکاره وي، هدیه کړی شی به خوري، زکواة به نه خوري، داوږو په مینځ کښي به د نبوت مهر یا ټاپه لري، نوکه توان درسره وي، هلته ولاړ شه.

سلمان وايي: کله چي صاحب عموریه وفات شو، نو زه په عموریه کښي چي دالله تعالی خوښه وه، تر هغه پوري پاته شوم.

وروسته زه د کلب له تجارانو سره ( چي له عربي نړۍ څخه راغلي وو ) یو ځای شوم، نو مادي تجارانو ته وویل چي ما ستاسو پر اوښانو د عربو خاوري ته درسره یوسئ، زه به په بدل کښي زما غواوې او دغه دمیږو رمه ګۍ درکړم، دوی راته جواب په لبیک ووایو چي ښه ده، نو ما هغه خپله هستي ټوله دوی ته ورکړه، دوی هم پر اوښ سپور کړم، تر څو چي وادي القری ته را ورسیدو، دلته دوی پر ما باندي ظلم وکړ ؛ ځګه چي دوی زه پر یوه یهودي د مريي په نامه خرڅ کړم.

اوس نو زه دلته له همدغه یهودي سره په داسي حالت کښي اوسم چي هغه دخورماوو درختې راښکاریږي، په دي تمه یم چي همدا به هغه ښار وي کوم چي ماته صاحب عموریه ویلي وو، مګر پوره یقین مي لا هم نه وو، خو په دغه وخت کښي د همدغه یهودي د اکا زوی له مدینې څخه راغی، چي دبني قر یظه له قبیلي څخه وو، زه يي له یهودي څخه رانیولم، مدیني ته يي راوړم.

سلمان وايي: کله چي مي مدینه ولیدله، قسم په الله نو ومي هم پیژندله، بیا همدلته پاته شوم، تر څو چي الله تعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم مبعوث کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کښي اوسیده، تر څو چي په مکه کښي وو، مابه د هغه صلی الله علیه وسلم خبره نه اوریدله ؛ ځکه چي زه مريی وم، دمریتوب په کار به اخته وم.

وروسته د الله رسول صلی الله علیه وسلم مدینې ته مهاجر شو، قسم په الله چي زه زما د بادار د خورما د درختې د وښکو په منځ کښي ناستوم، څه کار مي کاوو، زما بادار تر درخته لاندي راته ناست وو، چي دده دآ کا زوی راغی او ورته ودرید او وویل، چي فلانیه ! بني قیله دي هلاک شي، قسم په الله چي هم دا اوس اوس په قُبا کښي پر یوه سړی چي له مکې څخه راغلی وو، راټول شوي وو، دوی په دغه عقیده وو، چي نوموړی سړی نبي دی.

سلمان وايي: چي کله مي دغه خبره تر غوږ شوه، نو ټول بدن مي په لړزه شو، خپل ځان مي له اختیاره ووت، وبریدم چي ژر ده اوس پر خپل بادار ورایله شم.

سلمان وايي: چي بس دستي له درختې څخه راښکته شوم، دده د آکا زوی ته مي وويل تا څه ویل تاڅه ویل ؟، سلمان وايي: چي زما بادار راته په غصه شو، زه يي یوه ډیره تنده چپلاخه ووهلم، وروسته يي وویل چي ستايي څه ؟، خپل کار ته مخ ور واړه وه.

سلمان وايي: چي ما ورته وویل زما هیڅ کار نشته، مګر خیال مي داوو، چي ته پر خپل حال ثابت پاته شي او دده پر خبره څه غم او اضطرار درته پیدا نشي.
سلمان وايي: چي ماله ځانه سره یو څه شی جمعه کړی وو.

کله چي ماښام شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبا کښي وو، نو زه هم هغلته ورغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مي وویل: چي زه خبر شوم چي ته ښه نیک سړی یي څه غریبان خلګ درسره ملګري دي، ډیر محتاج او مسکینان دي، لما سره دا څه شی د زکواة دی، تاسي مي تر نورو خلګو حقداره وبللاست.

سلمان وايي: چي دغه شی مي ورنژدي کړ، ده صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وویل: چي خورئ یي، مګر خپل لاس يي ونیو، سلمان وايي: چي ما له ځان سره وویل چي دا خو یوه نښه شوه، وروسته پرخپله مخه ولاړم، بیامي څه شی سره ټول کړ، پدي موده کښي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته راغلی وو، زه بیا ورغلم هغه څه شی چي راسره وو، هغه شی مي ورته وړاندي کړ او ورته ومي ویل چي تیر وار مي ولیدلي دزکوة شی دي نه خوړل، دغه شی مي یوه خاصه هدیة ستا لپاره راوړېده.

سلمان وايي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه هدیه کړل شوی شی پخپله هم وخوړل، ملګروته يي هم د خوړلو حکم وکړ، نو هغو هم ورسره په خوراک پیل وکړ.

سلمان وايي: چي ما هم له ځان سره وویل چي دا دوې نخښې خو راته ثابتې شوې، وروسته بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، چي هغه صلی الله علیه وسلم په بقیع الغرقد ( دیوې هدیرې نوم دی) کښي دیو صحابي د جنازې لپاره راغلی وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي حال کښي چي پخپل ځان باندي دوې شړۍ را تاو کړې وې، د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم په مینځ کښي ناست وو، نو ما هم سلام ورته وکړ.

وروسته دده صلی الله علیه وسلم شا ته په دي تمه تیر شوم، چي ګوندي د نبوت مهر چي صاحب عموریه راته ښودلی ووینم، ګران او مهربان پیغمبر صلی الله علیه وسلم چي کله زه ولیدم، چي دده مبارک شاته را تاو شوم، نو زما په مطلب پوه شو.

سلمان وايي: چي د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم هم خپل څادر له خپلي شاه مبارکې لیري کړ، نو ما هم دده صلی الله علیه وسلم مهر نبوت ته وکتل او هم مي و پیژندل، پړمخ ورباندي پرې وتلم، مچ مي کړ اوو مي ژړل، دالله رسول صلی الله علیه وسلم راته وویل چي ایسته شه، نو زه هم ليري شوم.

سلمان وايي: چي د الله ګران رسول صلی الله علیه وسلم ته مي خپله ټوله قصه واوروله، کومه قصه چي مي اې ابن عباسه ! تا ته بیان کړه.

وروسته سلمان له خپل باداره سره په مريتوب کښي اخته وو، چي د بدر او اُحد غزا ګانو ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره حاضر نشو.

سلمان وايي: چي وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: چي له خپله باداره سره مکاتبت وکړه، نو ما هم له هغه سره پدې کتابت وکړ، چي درې سوه د خورما وني به کښینوم، چي یوه هم پکښي ناغه نشي او څلوېښت اوقي به ورکوم.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمایل: چي د خپل ورور سلمان مرسته وکړئ، نو دوی هم زما کومک وکړ، چا راته دیرش، چا شل، چا پنځلس اوچاراته لس نهالګي چي بالآخره درې سوه نهالګي پوره شول راکړل.

دالله رسول صلی الله علیه وسلم ماته وویل: چي اې سلمانه ! ورشه غوچې ( غارونه ) ورته جوړي کړه، چي کله خلاص شي، نو بیا ما ته راشه، زه به هر نهالګی پخپل لاس درته ولګوم.

ماهم غوچي ( غارونه ) وکندلې نورو صحابه کرامو هم په دي کار کښي مرسته راسره وکړه، چي بالآخره فارغ شوم، نو د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته مي خبر ورکړ، دالله رسول صلی الله علیه وسلم له ما سره همغه ځمکي ته راغی، کوم چي موږ کیندلی وه، موږ به ورته نهالګی ورکاوه او ده صلی الله علیه وسلم به پخپل مبارک لاس هغه نهالګی کښیناو، سلمان وايي چي قسم په هغه ذات چي زما روح دهغه پلاس کښي ده، که به یو نهالګی لاهم ناغه شوی وي، ټول درې سوه د خورما نهالګي شنه شول.

سلمان وايي: چی دخورماو له احیا خو خلاص شوم، مګر هغه نور مال خو لا را باندي پاته وو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته په غنیمتو کښي دیوې هګۍ پشان سره زره راغله، نو ده صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه، چي سلمان فارسي په هغه کتابت څه وکړل؟، زه يي ور وبللم او راته وويل چي سلمانه ! دا واخله هغه د مکاتبت پور دي ور باندي ادا کړه، ماورته وويل: چي د الله رسوله په دغه شي به هغه پور څنګه ادا کړم؟.

رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چي سلمانه ! واخله دا څه بعیده نه ده چي الله تعالی ستا پور په همدغه یوه هګۍ ادا کړي.

سلمان وايي: چي ما هم هغه هګۍ واخستله خپل بادار ته ورغلم، قسم په هغه ذات چي زما واک دهغه په لاس کښي ده هغه هګۍ مي له څلويښتو اوقيو سره تول کړه، دا یوه هګۍ له ټولو اوقیو سره پوره او برابره وختله، د دوی حق مي ادا کړ او زه هم ازاد شوم.

وروسته نو له رسول الله علیه وسلم سره دخندق غزا ته حاضر شوم، له هغه وروسته بیا په ټولو غزا ګانو کښي شریک شوم.

له مسند احمد، مسند الصحابة فی کتب التسعة،معجم الطبرانی، دلائل النبوة للاصبهاني، دلائل النبوة للبیهقي، غایة المقصد فی زوائدالمسند، مجمع الزوائد للهیثمي وغیره څخه

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود جان
میلمه
محمود جان

السلام علیکم …ګرانه ابواقبال صاحب
الله ج دی درته زیات اجرونه درکړی نوموړی معلومات دی له کوم کتاب څخه رااخستی دی که دی دکتاب نوم او ادرس راکړی مهربانی به دی وی
په احترام محمود جان

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

اقبال صاحب ، مونږ له دی مخکی هم د سلمان فارسی په اړه ډیر څه اوریدلی وو حتی د غه د خندق نوم چه د خندق غزا ته ورکړی شوی د سلمان صاحب وړاندیز وو چه ومنل شو او عملی شو او الله ج د همدغه وړاندیز د برکت له مخی مسلمانانو ته په قریشو بری ورکړو یعنی بی له جنګه ستانه شول او د مسلمانانو وزن او اهمیت لا زیات شو او د مکی د ننه مسلمانان د هغوی له شره وژغورل شول . مګر دا چه سلمان صاحب له اتشکدی تر مسلمانیدو قیصه می تر دی دمه نه… نور لوستل »

ابو اقبال
میلمه

له ښاغلي بیانزي او محمود جان ورور نه یوه نړۍ مننه
جناب محمود صیب حواله د لیکنې په پای کښې موجوده ده
له مسند احمد، مسند الصحابة فی کتب التسعة،معجم الطبرانی، دلائل النبوة للاصبهاني، دلائل النبوة للبیهقي، غایة المقصد فی زوائدالمسند، مجمع الزوائد للهیثمي وغیره څخه