
د سرپل مرکز کې چاودني د اربکیانو مهم قومندان وکیل خان وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): دسرپل ولایت په مرکز کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودني له امله د اربکیانو مهم قومندان وکیل خان وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان دي.
چاودنه نن ماسپښین مهال شاوخوا ۳ بجې د سرپل ولایت په مرکز کې عزیزي بانک ته مخامخ شوي.
د چاودني په ترڅ کې د سانچارک ولسوالۍ د اربکیانو مهم قومندان خیرمحمد ایماق چې په وکیل خان سره مشهور وو ځای پرځای وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د ټپيانو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې څوک دي او نه هم د سرپل چارواکو تراوسه د پېښي په اړه معلومات د رسنیو په واک کې ورکړي دي.