نظــر

تاند بايد رسمي بخښنه وغواړي! ژوند ادبي بهير_ننګرهارپوهنتون

    تېره ورځ (يکشنبه, 21.04.2013, 09:00 AM)، تاند ويبپاڼې د (خدمتګار) پر حواله په ننګرهار کې د واکمن والي پر خلاف د مظاهرې راپور خپورکړ، له دې راپور سره يو داسې انځور خپور شوى ، چې خلک پکې د چيغو په حال کې ښکاري، ځينو ترسرونو سپينې ټوټې _چې کليمه پرې ليکل شوې_ تړلې او په انځور کې ځاى ځاى سپينې ټوټې ښکاري؛ دغه انځور په ننګرهار کې د ننګرهار پوهنتون د محصلينو له مظاهرو اخېستل شوى دى، پر پورته نښو سربېره ، په انځور کې ټول ښکاره ملګري دم ګړۍ هم په ياد پوهنتون کې محصلين دي؛ مګر تاند د ژوناليزم د اصولو خلاف په پوره زوړرتيا دغه انځور د ننګر هار د والي ګل اغا شيرزي پر خلاف د شوې مظاهرې پر نامه پېژندلى دى.

  ژوند ادبي بهير  په ننګرهار پوهنتون کې  پر ادبي منډو ترړو سربېره، د دې پوهنتون د فرهنګي حيثيت د لوړاوي او ساتنې لپاره کار کوي، موږ د دې مظاهرې اړوند څه نه وايو، خو خپل ځان د بل چا پرنامه او دبل لپاره د استعمال اله نه شو منلى، ځکه خو  د تاند پر مسوولينو غږ کوو، چې د خپلې ويبپاڼې له لارې دې د دې ژورناليستيکي ګناه بخښنه وغواړي، چې هم يې خپل مسووليت او موقف ساتلى وي او هم يې ځان د ژورناليزم آرونو ته ژمن ثابت کړى وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x