افغانستان

کندهار ښار کې چریکي بریدګر او یو پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د چریکي برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او د پولیسو په ځوابي ډزو سره بریدګر هم وژل شوی دی.

پېښه نن غرمه مهال د څلورمي امنیتي حوزې په کاروان کوڅه کې رامنځته شوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني رسنیو ته وویل چې په څلورمه حوزه کې غرمه مهال یوه بجه د چریکي بریدګر او پولیسو تر منځ نښته شوي، نوموړۍ وایې چې په نښته کې یو پولیس او بریدګر وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.

دراني زیاته کړه چې د بریدګر څخه دوې توپنچې هم ترلاسه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x