taleem imtihan

دتعلیمي ادارې وده او انکشاف/ څېړنيز بحث [درېمه برخه]

ترتيب: مفتي نورالله عزام

سريزه

د دې لپاره چې ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، د پرمختګ لاري چارې يې ولټول شي، ادارې نظم او ضبط مو پياوړی شي او د خپلو اسلافو پخوانی برم بېرته تر لاسه کړل شي څو تنه علماء کرام او مسلکي پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په ” ملتقی البحوث العلمية” ټولنه کې بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.

د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:

مولوي عبدالسلام ضعيف – مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.
دکتور عبدالقاهر ابوعثمان عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.
مفتي ابوسعيد راشد- د جامعه قاسميه مشر مفتي او د تخصص في الفقه  مشرف. اکوړه خټک.  پېښور.
مفتي صديق الله- د دارالخير مدرسې مدير. نيمروز.
مفتي حبيب الله قاسمي- تکړه ليکوال او څېړونکی او د جامعه قاسميه مهتمم، اکوړه خټک پېښور.
مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.
دکتور سراج الحق وهاج- د مدينې منورې له جامعې څخه فارغ تکړه ليکوال او څېړونکی. مدينه منوره.
د کتور احمد نقيب- د جامعة الامام محمد بن سعود الاسلاميه استاذ. رياض. سعودي عربستان.
مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.
مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل، کابل.
مولانا عبدالمالک صاحب – د دارالعلوم کراچي استاذ.
مفتي محمد اکبر عظيمي – د جامعه قاسميه د تخصص في الفقه استاذ.
مولوي محمد ابراهيم نبيل- د جامعه قاسميه د تخصص څانګي د ادبياتو تکړه استاذ.

يادونه: دا موضوع مو د ډېرو اړخونو درلودلو له امله په څو برخو وېشلې ده، دا يې درېيمه برخه  ده او نورې برخې به يې که خدای کول په نژدې راتلونکي کې تر تاسو در ورسوو.

معنوي وده او انکشاف

که غواړو زمونږ ادارې عموما او تعلیمي ادارې خصوصا په رښتینې معنا انکشاف وکړي، او مونږ ترې دخپلو ټولنو او خلکو لپاره ثمرات او لاسته راوړنې ولرو نو دا لاندې ټکي به په پام کې نیول وي:

۱- اتقان او تعمق:

که مونږ دژوند په هر ډګر کې دمسلمانانو د پرمختګ دلاملونو او اسبابو اړوند فکر کوو، نو دې نتیجې ته رسیږو چې ددې محوري لامل دهر کار اړوند دهغوي اتقان، تعمق او ژور لید لوری وو، رسول الله –صلی الله علیه وسلم – په دې اړه توصیه کوی او وایي 🙁 إن العبد إذا عمل عملا أحب الله أن يتقنه). همدا راز رسول الله –صلی الله علیه وسلم – وایی:( الإحسان: أن تعبد الله كأنك تراه فإن لم تكن تراه فإنه يراك). نو دمسلمانانو خوي باید دا وي چې په هر څه کې د تعمق او احسان په اصل خپلې چارې عیارې کړي، یعنې: په فردي معاملاتو کې تعمق او اتقان، په ټولننیزو چارو کې اتقان او تعمق، په اداره کې تعمق، په تدریس کې تعمق، په درس او زده کړه کې تعمق، په استخدام او تقرر کې تعمق، او دا شان په ټولو قضایاوو کې تعمق او اتقان.

او ترکومه چې مسلمانان ددې اصل په وړاندې ملتزم وو، بریاو او کامیابیو یي لاسونه ښکلول، او له کومه چې دې اصل ته يي شاه کړیده نو په هر ډګر کې بد بختیو او ناورینونو ته غاړه غړی شویدي.

او دا داسې ستونزه ده چې یوازي په درس او تدریس نه حل کیږي، دټول محیط اصلاح غواړي، او بیا هماغه تعلیمي اداره چې غواړي مطلوب اهداف او لاسته راوړنې ټولنې ته وړاندې کړي؛ نو باید دادارې په سر کې یي د ادارې دمقام او پرنسیب دغوښتنې سره سم وړ شخص قرار ولري، بیا دهر پوست لپاره دیو چا په استخدام کې د اتقان او تعمق دغه اصل پام کې ولري، که استاذ استخداموي، مدیر، ناظم، مامور او نور….

دمسلمانانو عامې ادارې او په ځانګړي توګه تعلیمي ادارې باید دخیریه مؤسسې بڼه ونه لري، چې یره فلانکی غریب دی، بیوسه دی، او ….. دلته باید مقرر شي. دخیریه مرستو مراجع په اسلام کې معلومې دي، دمسلمانانو ادارې او پکې کارکونکي کسان خیرات ویشلو ته نه، بلکې کار کولو، پلان جوړولو، انتاج را منځ ته کولو لپاره توظیف شویدي.

زمونږ داسلافو رویه او تعامل په هر ډګر کې ددې اصل دعملي کولو شاهد دی، زه یې په نورو برخو نه، یوازې په علمې برخه کې یو مثال او یو خاطره تاسو ته وایم، نورې برخې پرې قیاس کړی.

که مونږ دخپلو علماو علمي زیار، او جهودو ته ګورو؛ نو پکې دغه اتقان، احسان او تعمق وینو، دغه اصولي قواعد وګوری چې زمونږ علماوو داحکامو او مسایلو داستنباط لپاره وضع کړي دي، لکه :(عبارة النص، دلالة النص، اقتضاء النص، إشارة النص، … او ترټولو ستونزمن هغه يي قياس) او یا (تخريج المناط، تحقيق المناط او تنقيح المناط) او نور قواعد چې په مټ یي مونږ او تاسو ته قرآنکریم او نبوي حدیثونه دژوند دهر ډګر لپاره په یو روښانه قانون او نظام اړولي او که ددوي – الله کریم دي په جنتونو کې دخپلې خوښې مقامونه ورکړي- دغه تعمق او اتقان نه وای، الله خبر چې د راوروسته کند مغزه انسانانو به څه حال وو.

زمونږ مشران په هرډګر کې ددا ډول اتقان او تعمق پیروان وو، او کامیاب هم وو. اوس متاسفانه دغه اصل ته مسلمانانو شا کړی او کفارو مخه کړی، مونږ وروسته او هغوي مو دمخه دي، او ترڅو چې مونږ دژوند په هر ډګر کې دغه اصل ته رجوع ونه کړو، همداسې به شنډ یو، په علمي، سیاسي، اقتصادي، او ټولنیز او نورو ډګرونو کې. نو دا ډیره اوږده موضوع ده او ممکن کله دیو مستقل بحث لپاره غوره شي او ملګري پکې خپلې تجربې او نظرونه شریک کړي، ګوندې کوم نسل مو ورته داستفادې لپاره ورپام شي او عملي يي کړي، او ځانونه پرې دواقعي ادارو په تمه او رامنځ ته کولو، له دې خیراتي ادارو څخه خلاص کړي.

۲- دنظري علومو تطبیق:

دعلومو تطبیق او ورته عملي بڼه ورکول هم هغه اصل او اساس دي چې دهرې تعلیمي ادارې معنوي انکشاف ورسره تړلی دي، که چیرې مونږ دژوند په هرډګر کې دعلومو ماهرین رامنځ ته کووو او دهغې څخه دثمرې او تطبیق هڅه او هاند نه کوو، نو له امله يې یواځې له خپلو ادارو څخه دکتابونو متحرک ایډیشنونه او کاپیانې وړاندې کوو، او بس.

زمونږ داسلافو تاریخ ددې ګواه دی چې هغوي به چې هرڅومره علم حاصلولو نو دهغې دتطبیق کوشش او هڅه به یې کوله، په فردي توګه هم او په نورو کې هم.

ښه مثال يي خپله د صحابه وو تعامل دی چې په اړه یې تاریخ لیکونکي وايي : چې ددوي تعامل داو چې کله به يي یو آیات یا حدیث وارید نو فورا به يي دهغې دعملي کولو هڅه کوله. او که لږ فطور به ځینې پېښېدلو دهغې دتلافی کوشش به يي کولو، حنظله –رضی الله عنه – یی ښه مثال دي، وايې دابو بکر –رضی الله عنه- سره مخ شوم راته یي وویل:

( كَيْفَ أَنْتَ يَا حَنْظَلَةُ قَالَ قُلْتُ نَافَقَ حَنْظَلَةُ قَالَ سُبْحَانَ اللَّهِ مَا تَقُولُ قَالَ قُلْتُ نَكُونُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يُذَكِّرُنَا بِالنَّارِ وَالْجَنَّةِ حَتَّى كَأَنَّا رَأْىَ عَيْنٍ فَإِذَا خَرَجْنَا مِنْ عِنْدِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَافَسْنَا الأَزْوَاجَ وَالأَوْلاَدَ وَالضَّيْعَاتِ فَنَسِينَا كَثِيرًا قَالَ أَبُو بَكْرٍ فَوَاللَّهِ إِنَّا لَنَلْقَى مِثْلَ هَذَا. فَانْطَلَقْتُ أَنَا وَأَبُو بَكْرٍ حَتَّى دَخَلْنَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قُلْتُ نَافَقَ حَنْظَلَةُ يَا رَسُولَ اللَّهِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « وَمَا ذَاكَ ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ نَكُونُ عِنْدَكَ تُذَكِّرُنَا بِالنَّارِ وَالْجَنَّةِ حَتَّى كَأَنَّا رَأْىَ عَيْنٍ فَإِذَا خَرَجْنَا مِنْ عِنْدِكَ عَافَسْنَا الأَزْوَاجَ وَالأَوْلاَدَ وَالضَّيْعَاتِ نَسِينَا كَثِيرًا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ إِنْ لَوْ تَدُومُونَ عَلَى مَا تَكُونُونَ عِنْدِى وَفِى الذِّكْرِ لَصَافَحَتْكُمُ الْمَلاَئِكَةُ عَلَى فُرُشِكُمْ وَفِى طُرُقِكُمْ وَلَكِنْ يَا حَنْظَلَةُ سَاعَةً وَسَاعَةً ». ثَلاَثَ مَرَّاتٍ.).

ژباړه: حنظله! څنګه يې؟ وايي: ماورته وويل چې حنظله منافق شوی دی، هغه ويل: سبحان الله! دا څه وايه؟ وايي ماورته وويل: موږ چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو، هغه موږ ته د دوزخ او جنت دومره يادونه کوي چې نږدې وي موږ يې ووينو، خو بيا چې کورته راشو خپلو مېرمنو او ماشومانو سره ټوکي کوو ، نو موږ ډېري خبري هېري کړو. ابوبکر وويل:  په خدای قسم! موږ همداسې کوو. بيا زه او ابوبکر رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلو، او د هغه خونې ته ورننوتلو، ما ويل: يارسول الله! حنظله منافق شوی دی. وېلې: دا څه وايه؟ ما ورته ويل: يارسول الله!  موږ چې ستاسره يو ته راته د دوزخ او جنت دومره يادونه کوي چې نږدې وي موږ يې ووينو، خو بيا چې ستا نه لاړ شو، خپلو مېرمنو او ماشومانو سره ټوکي کوو، او هغه خبري هېري کړو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په هغه ذات قسم چې زما روح يې په ولکه کې دی  که ستاسې زړونه تل داسې وي لکه زماسره چې ياست او يا د  ذکر پر وخت چي ياست ؛ نو بيا به ملايکان ستاسو سره پر بسترو او لارو کې روغبړ وکړي ، خو ګوره حنظله! ساعت په ساعت. درې ځله يې داسې وويل.

دايي دکرامو اصحابو مثال وو، همداسې پسې تاریخ چاڼ کوي، ګرد سره ددې مثالونو ټولګه ده، او دا یواځې پدې میدان کې نه، بلکې په هر میدان کې يي دغه حال وو، په سیاسي میدان کې، نظامي میدان کې، تجارتي میدان، او نور …

دنظري علومو تر څنګ به یې تطبیق هم دخپل پلان برخه ګرځوله، ځکه يې نړۍ تسخیر کړی وه، دصلیبي جنګونو تاریخ چې سړی ګوري دټولو نه ماډرن وسله او نظامي تجهیزات دمسلمانانو دلښکرو سره وو، او قوي او غښتلی ایمان پرې دپاسه. اوس مو نه هغه ایماني قوت شته، او نه تطبیقي پوهه او علم. دلته غواړم دصلیبي جګړو په اړه دکفارو دمشرانو او کشرانو يو برداشت درسره شریک کړم چې څه ډول دغو دوو ډلو دخپل ظرفیت او استعدادونو په رڼا کې له دغو جګړو له ځانونو سره یووړ، او پایلې څه شوي؟

دکتور مصطفی سباعي –رحمه الله- دخپل کتاب (السنة ومكانتها في التشريع الإسلامي) په مقدمه کې کاږي: په صلیبي جنګونو کې چې نږدې دوه سوه کلونه يي دوام وکړ، او اروپایانو پکې دجګړې هر ډګر دمسلمانو لښکرو په وړاندې بایلود؛ نو چې کله ټیټ سرونه او زخمي وجودونه خپلو کورونو ته ستنیدل، کشران يي پدې خوښ وو، چې دمسلمانانو دتورو څخه يي خپل سرونه خوندي روان کړي، او که خیر وي دخپلو بچو او میرمنو او دکورنې غړو سره به دخوښې شپې ورځې تیروي، ولې مشرانو يي یو عمیق فکر او برداشت له ځانونو سره یوړ، او هغه داچې: زمونږ دناکامیو او دمسلمانانو دبریالیتوبونو راز په دې کې دی چې دوی سره علم او پوهه ده، او موږ ترې محروم یو؛ نو باید ټول په ګډه داسې پلان ګذاري وکړو چې ځانونه دمسلمانانو د پرمختګ جوګه کړو، او بیا مقابلې ته میدان ته راښکته شو، که څه هم سوونه کلونه ونیسي. همداسې وشول، دجګړیز ډګر څخه دهمدې تجربې سره يې دعلمي او پوهنیز ډګر لور ته مخه کړه، او په پوره ژمنتیا يې دمسلمانانو په تفکر او نوښتونو رامنځ ته شوي علمي بهیر له خپلولو وروسته په تطبیقي ساحه کې دومره پسې وغزاوه چې دادی نن دژوند په هر میدان کې په مسلمانانو حکومت او واکداري کوي. علمي، تجارتي، اقتصادي، سیاسي، نظامي او لنډه دا چې هر ډګر دوی سره دی، او مسلمانان یي سوال ته کښینولي دي.

که څوک دقرآنکریم دعلم نظریې ته ځیر شي؛ نو نظري او تطبیقي دواړه اړخونه په کې موازي لیدل کیږي. دبیلګې په توګه د الله تعالی دا قول چې (وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ …..) دا خو بیخي تطبیقي اړخ تمثیلوي ځکه چې دجګړي په میدان کې نظري جنګي پوهه پرته له دې چې ښه جنګي طرحه او پلان یو قوماندان ته ورکړي نور څه ګټه لري، مطلوب واقعي مهارتونه دي چې باید اسلامي دولت او مسلمانان پرې سمبال وي. نو دپوهي او مهارتونو تطبیق یو اساسي مکلفیت دی چې مسلمان انسان پرې دکائناتو دنائب په توګه مکلف ګڼل شوی، او که غواړې په رښتیا دخپلو وړو او لویو ټولنو بریالی زعامت وکړي باید په هر ډګر کې دمهارتونو تطبیقي او واقعي اړخ ته ځیر وي.

۳- په ځان وېسا او باور:

دتعلیمي اداری معنوي انکشاف بل اصل او اساس په تعلیمي اداره کې دبوختو افرادو او بالخصوص تدریسي اعضاو په ځان ویسا او باور دی، دا هغه اصل او اساس دی چې زمونږ مشرانو مونږ ته په میراث پرې ایښی، خو له بده مرغه مونږ ورته شا کړې ده.

که مونږ داسلامي علومو دتدوین او نشات تاریخ ته وګورو، دا حقیقت خورا ښه راته جوتیږي چې په دې اړخ کې څونې انکشاف شویدی.

دصحابه و عصر، دتابعینو عصر، دتبع تابعینو او بالآخره دعلومو دبیلا بیلو تخصصاتو په تدوین او بشپړ کمال دریږو. ددې وجه داده چې زمونږ دسلفو تعامل او رویش دعلم اړوند دا وو چې هغوی به دخپلو استاذانو دتوقف له نقطې څخه خپل علمي حرکت پیلولو، او په ځان دویسا په مټ یې دا لړی روانه ساتله.

او دا داسې اصل دی چې دټولنو پرمختګ او ترقي ورسره تړلې ده، او ترکومه چې مسلمانان ددې اصل سره تړلي وو، نو نوښتونو یي استقبال کولو، ولې متاسفانه چې دا سلسله دمسلمانانو دښمنانو خپله کړی، او ورز تربلې يې معارف همداسې په انکشاف کې دي.

ددې اساس بنیاد قرآن کریم ایښي دی، او د (وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ) دکلي قاعدې په اساس يې انسان ددې وړ پیدا کړی چې دخپل عقل په زور او دخود اعتمادی په مټ نوي نوي اختراعات او نوښتونه را منځ ته کړي.

که سړی درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دعصر څخه نیولي تر اوسني عصر پورې په بیلا بیلو برخو کې علمي پرمختګونه او بشري انتاجات څاري، ټول دهمدې یو اصل لاندې راځي. او کاش دا کار دمسلمانانو په لاسو همدا سې دوامداره روان وی، لکه څرنګه یې چې نوښت او پراختیا دمسلمانانو په لاسونو شوې وه خو له بده مرغه !!!!

علامه عبد الحي لکنوي –رحمه الله- دا خبره ډېره جالبه او په زړه پورې ده چې وايي :(كم تركَ الأوَّلُ للآخر) معنی دا چې بشري عقل لا تر اوسه دکمال ظهور مرحلې ته نه دی رسېدلی، او هره لحظه دنویو نوښتونو او غزونو ګنجایش او اړتیا لا په خپل ځای پاته ده.

سړی چې دانساني عقل دغه خدا داد صلاحیتونه او دهغې وده ګوري، دې نتیجې ته رسېږي چې ددې یاد آیت کریمه دمصداق په رڼا کې به دنیا تر هغې ودانه وي چې څو دجنت د نعمتونو مماثل او مشابه تسهیلات دانساني عقل په نوښت نه وي موجود شوي.

ګورئ ! په جنت کې تر ټولو ستر نعمت دانساني ارادې تمثیل دی، چې دانسان په زړه کې به تیریږي، او هغه به بیا دانساني حرکاتو پرته انجامیږي. مونږ دا مهال په بیلا بیلو مواردو کې دانساني ارادې دغه تمثیل مشاهده کوو.

دبیلګې په توګه دا ډیجټل دروازې وګورئ! چې کله انسان ورمخامخ شي دانسان اراده دا وي چې دغه دروازه باید خلاصه شي، پرته له دې چې لاس وروړي هغه خلاصیږي. یا مثلا په ځیني ځایونو کې د ابو نل لیکې چې لاسونه ورنیږدې کړې اوبه راوځي، او کله چې لیرې يې کړی بندیږي. داسې په حمامونو کې شاورونه او نور الات درواخله. یا په ځینو ځایونو کې برقونه چې ګل وي، خو کله چې څوک لاندې ځیني تیریږي، روښانه شي بیا پسې خپله بیرته ګل شي. دا او دېته ورته نور نوښتونه چې انسان یې دخود اعتمادی او اتکا‌ په اساس پنځوي یو مطلوب اصل دی او باید مسلمانان بیرته دغه اصل ته رجوع وکړي، که غواړي چې دنړۍ قیادت او زعامت یې نصیب شي. او دمسلمانانو دتخلف یو ستر لامل همدغه دخود اعتمادي بایلل دي. ګورئ !

تاریخ تکراریږي، یو وخت داروپايي ټولنو ځوانان دفکري تثقیف او علمي مهارتونو دلوړولو لپاره اسلامي تعلیمي ادارو ته بې واره راخوشې وو، لکه دا اوس چې مونږ ور روان یو. او په اروپايي اکاډیمیکو مجلسونو کې به هغه سړی ډېر مثقف او مهذب معلومېده چې حلیه او ټیپ به یې مسلمانانو ته ورته وو، او په علمي بحثونو کې به يې عربي توري او کلمات دخپل غرور په دود کارول، لکه مونږ چې نن سبا انګلیسي توري کاروو. او هماغه به ډېر پرمعلوماتو معلومیده چې دخپلو خبرو په شواهدو کې به يې ده رازي، ابن رشد او غزالي یا نورو مسلمانو سکالرانو او پوهانو په اقوالو او ویناوو ډېر تمسک کولو. لکه اوس چې زمونږ په خپلو اسلافو او ځانونو بې اعتماده وګړي دا کار کوي. دا باید په یاد ولرو چې دحکمتونو او مهارتونو راکړه ورکړه بده نده خو ولې پر ځان ویسا بایلل ناسم کار دی. اقبال لاهوري –رحمه الله- ددې ایت کریمه لازم المعنی په شعر کې بیان کړېده چې (هذه بضاعتنا ردت إلينا). او په دې کې اروپا ته دمسلمانانو دسوال اوږده لاسونه یې په کې په خورا ښکلې طریقه انځور کړیدي.

۴- باکيفيته کمیت:

د انکشاف او پراختیا غوښتنه کمیت لوړول دي، داستاذانو په برخه کې، په اداري برخه کې، دڅانګو زیاتولو په برخه کې او دشاګردانو په برخه کې. دا دیوې ادارې په کچه، البته ددولت او وزارت په کچه بیا داداراتو په انډول پراخي مومي، خو دا کمونه باید دتعلیم کیفیت اغیزمن نه کړي، ځکه چې کمیت دکیفیت څخه دمخه مطلوب دی، بې کیفیته کمیت بې معنی او بې ثمرې وي. زمونږ ستره ستونزه داده چې کميت راته دومره مهم شوی دی، چې کیفیت ته مو هيڅ پام نه کوو. او دې ستونزې په تېرو (۱۳- ۱۴) کلونو کې دافغانستان تعلیمي محیط او چاپیریال ډیر پیکه او بدرنګه کړی، دلته دمدرسو په اړه نه، بلکې عمومي تعلیمي خبره کوو. په دې مرحله کې زمونږ معارف په دولتي او هم خصوصي سکتورونو کې ډېره وده او انکشاف وکړ، خو موږ ورته دیو مضر او خطرناک کمیت له دیدګاه څخه ګوو، چې زمونږ ټولنې ته یې دضررونو په انډول ګټه بیخي دحساب وړ نه ده. موږ چې دهېواد په کچه بې شمیره ښونځي او پوهنتونونه ګورو، بیايې دشاګردانو او استاذانو مستوا څارو نو د مرحوم علامه محمد زاهد کوثري –رحمه الله- یوه خاطره راپه زړه کیږي، هغه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې : یو څوک راغی او په ډیره خوښی يې په امام حسن بصري –رحمه الله- زیری وکړ چې (كثر المحدثون). ممکن هغه به فکر کولو چې امام به يې په دې خبره زیات خوښ شي، او ګوندي شاباسی به ورکړي، خو امام ورته دهغه دتوقع خلاف وويل چې (ضاع الحديث وضاع العلم). دلته هم کیسه همداسې روانه ده، او که چېرې دکیفیت خوا په پام کې ونه نیول شي، په لاسته راوړنو یې فکر ونه شي، بس څو کاله وروسته به مونږ په علمي او اخلاقي ډګر کې دډېر خطرناک ناورین سره مخ یوو چې علاج به یې په نسلونو نسلونو نه کیږي. څوک دې دلته دجاپان مثال نه راوړي چې ووایي : هلته یوازې دټوکیو په ښار کې تقریبا (۱۰۰۰) پوهنتونونه وجود لري؛ ځکه چې جاپان دکمیت ترڅنګ داسې کيفیت تضمین کړی چې دهمدغو پوهنتونو او تعلیمي ادارو دانتاجاتو او ثمراتو په مټ په ټوله نړی، دصنعت او نوښتونو حکومت کوي.

۵- دعلمي ارتقا او تنزیل توصیه:

دمعنوي انکشاف په برخه کې یو څه چې فعلا په اسلامي ټولنو کې نه لیدل کیږي، هغه علمي مستویاتو ته نه پاملرنه ده چې له بده مرغه زمونږ په ټولنو کې هرڅوک دیو لړ شکلیاتو تابع کڼل کیږي، چې هیڅ ډول استثناءات پکې وجود نه لري، او دا کار دعلم دطبیعت سره مخالف تعامل دی.

مونږ که غواړو چې خپلې تعلیمي ادارې ورغوو او سالم انکشاف ورکړو باید دعلمي ارتقا او تنزیل دتوصیي لپاره زمونږ ادارې یوه مشخصه پالیسي او ځانګړی پلان ولري، او باید دشاګردانو علمي سویه په جدي توګه په پام کې ونیول شي، او بیا دهماغې طرحي او پلان له مخې ورسره دشکلي فورمونو په رڼا کې تعامل وشي، هغه داسې چې ممکن په یو ټولګي کې، که هغه دمدرسې په برخه کې وي، او یا مکتب او پوهنتون په برخه کې وي، داسې یو شاګرد وجود ولري چې دهغه فهم او استعداد دهغه دټولو ملګرو څخه پورته او لوړ وي. نو که چېري عمومي شکلي مراحل او دهغهې ضوابط په هغه دنورو په څېر تطبیقوی، دهغه استعداد وژل کیږي، او هم یې وخت ضائع کیږي. نو د دا ډول شاګردانو اړوند باید تعلیمي اداری پالیسي ولري، چې که دغه ډول شاګرد پیدا کیږي او سویه یې دیو ټولګي، یا یوې مرحلي دارتقا ظرفیت لري. باید نوموړي ته په استثنایي توګه ارتقا ورکړل شي، څو وخت یي هم ضایع نه شي او داستعداد دهدر کېدلو مخه یي هم ونیول شي. ددې په عکس که چیرې یو شاګرد په سپارښت، یا نورو حالاتو له امله په یوه مرحله کې کښینول شوی وي، او هغه مرحله یې له سويې پورته وي، نو باید دخپلې سويي په تناسب تنزیل شي، ځکه که چېرې تنزیل نه شي نو وخت یې ضائع کیږي او استفاده نه شي کولی.

زمونږ دسلفو همدا تعامل وو، علمي مستوا ته یې زیات اعتبار ورکولو عمر او نور ملحوظات پکې مطرح نه ول، او نه شکلي ضوابط. زه یې دلته دعمري دورې یو مثال راوړم عبد الله بن عباس –رضی الله عنهما- دعمر په لحاظ ډیر وړوکی، خو دنبوي دعا له مخې دوسیع علم او فهم خاوند وو، عمر –رضی الله عنه- به په مهمو غونډو او مجلسونو کې له ځان سره کښېنولو، چې په هغې کې به یواځې لویان او مشران صحابه راغوښتل کیدل، او عامو خلکو ته به پکې اجازه نه وه، ځکه په مهمو قضایاوو به یې بحث کولو، دعمر –رضی الله عنه- په دې پالیسي دځینو مشرانو ملګرو او اصحابو ته یو څه پوښتنې وي چې عمر –رضی الله عنه- درک کړی وی، نو دامتحان له پلوه يې یوه ورځ یوه موضوع دسورت نصر اړوند په مجلس کې مطرح کړه، خو هيڅ چا يې سم ځواب ونه وېلو، کله یې چې له ابن عباس –رضی الله عنهما- څخه پوښتنه وکړه، هغه ورته پکې یوه دقیقه نکته بیان کړه چې په اورېدو يې ټول خوښ شول، او په دې سره حضرت عمر رضی الله عنه نورو اصحابو ته د ابن عباس –رضی الله عنهما- علمي مقام او منزلت وروپېژانده او هم يې په حکیمانه توګه دهغه اړوند دنورو ذهنیتونه تصحیح کړل. د دا ډول توصیو مثالونه مونږ ډېر لرو چې زمونږ علماوو به پکې دخپلو شاګردانو علمي سویه او مقام تثبیتولو او بیا به یې دهغه دعلمي سويي په تناسب دنوموړي علمي دنده او مکلفیت تشخیص کولو، چې پلانی به تدریس کوي، پلانی دقضا کولو وړتیا لري، پلانی دفتوا ورکولو او ….

دامام ابو حنیفه –رحمه الله- اړوند هم ځینو مناقب لیکونکو لیکلی چې دنوموړي ګڼ شمېر شاګردان وو، خو هغه پکې داسلامي فقهې او قانون دتدوین لپاره تقریبا یو جلا ټیم درلود چې (۳۶) تنه غړي يې درلودل، او امام ابو یوسف –رحمه الله – ددغه ټیم منشي وو. امام ددغو کسانو دعلمي مقام او درجو اړوند وایي چې : په دې (۳۶) تنو کې (۲۸) دقضا کولو وړتیا لري، (۶) تنه دفتوا ورکولو وړتیا لري، او دوه تنه دقاضیانو او مفتیانو دټریننګ او تدریب کولو وړتیا لري.

دامام داخبره جوتوي چې باید هره مدرسه او تعلیمي اداره دغه ډول دخپلو شاګردانو او فارغینو درجې اوسويي تثبیت کړي، او له تثبیت وروسته یې دسويې سره سم دنده او مکلفیت تشخیص شي.

دلته داخبره ډیره مهمه ده چې زمونږ په تعلیمي ادارو کې او په ځانګړي ټوګه دیني مدرسو کې چې بیلا بیل تخصصات رامنځ ته شویدي، چې په ضمن کې دافتاء په برخه کې هم تخصص ورکوي، دلته دا يوه خبره اړينه ده چې دافتا ددورې استاذان او په ټوله کې اداره باید ددغه کورس په جریان کې دهر شاګرد مستوا او علمي حیثیت تثبیت کړی وي څو د تخصص دختمېدو وروسته یواځې هماغو فارغینو ته دفتوا ورکولو اجازه ورکړي چې واقعا دفتوا ورکولو اهلیت او وړتیا لري، نه هر هغه څوک چې دغه تخصص په شکلي توګه تکمیل کړي.

او دا ځکه چې د افتاء تخصص دنورو څخه ډېر توپېر لري، او دنورو په پرتله یو نازک او خطرناک میدان دی، چې هر څوک باید ورته دورکوزېدو لپاره بې ځایه جرات ونه کړي. او که نه ، ددې دعواقبو مسؤلیت او دنده به یواځې دهغې تعلیمي ادارې په غاړه وي، چې پرته له فتوا دعواقبو داحساس څخه هر چا ته عامه اجازه ورکوي.

خبره مو دعلمي ارتقا او تنزیل کوله، په اروپايي تعلیمي ادارو کې دغه تعامل شته او دشاګردانو دتنزيل او ارتقا لپاره مشخصه پالیسي لري، او حتی په ځینو اداراتو کې استاذان په خلاص مټ کولی شي ځیني شاګردانو ته ارتقا ورکړي، او ځینو ته تنزیل.

دکتور احمد شلبي د مصر یو تکړه عالم دی، په مصري ټولنه کې دخپل وخت یواځینی شخص وو چې په کم عمر کې یې دکتورا کړې وه، دکتورا یې داروپا په یو پوهنتون کې کړي، دهغه ځای دتعلیمي ادارو اړوند يې په خپل یو کتاب کې لیکلي دي، چې هلته دماستري او دکتورا په مرحلو کې لارښود استاذان دي موضوع ته په ډېر جدیت متوجه وي، داسې چې ځینې مهال یو شاګرد دماستري مرحلې څخه دکتورا ته توصیه کوي، او ځینې مهال یې په عکس له دکتورا څخه دماستري مرحلې ته تنزیل کوي، البته دا هرڅه د نګه علمي معیارونو په نظر کې نیولو په اساس ترسره کیږي، نه د واسطې سپارښتنې او نورو له مخې.

زمونږ تعلیمي ادارې او په ځانګړي توګه مدرسې او خصوصي تعلمي ادارې باید په دې اړه دیو ګډ تفاهم په صورت کې مشخصه تګلاره او پالیسي ځانته غوره کړي. ددې ګټه به دا وي چې زمونږ ډېری تکړه علماء او دقوي خلفیو لرونکي اشخاص به هم په شکلی توګه دماستري او دکتورا مراحلو ته دداخلېدو لپاره فرصت ترلاسه کړي، او هم به يي خلک دعلمي شتمنیو څخه ګټه پورته کړي.

۶- تعهد او التزام :

تعهد او التزام هغه اساس دی چې باید دهرې ادارې کارکوونکي يې خپل خوی او عادت جوړ کړي، او په ځانګړي توګه دتعلیمي ادارو ټول منسوبین، که هغه د ادارې مشر دی، مدیر دی، مامور دی، یا استاذ دی او یا هم خادم او جپړاسي. کله چې د ادارې منسوبین دخپلې وظیفې او دندې په وړاندې متعهد او وفادار اوسي، هغې ته التزام لري؛ نو دتعلیمي ادارې ثمرات بیا په ټولنه او اجتماع کې ښه ظاهریږي، دادارې هر تن او ورته منسوب چې په عوض او یا بلا عوض یې دنوموړې تعلیمي ادارې سره تعهد کړیدی، باید خپل تعهد ته وفادار وي، او هر څومره وخت يې چې دخپل تعهد په بنا نوموړې ادارې ته ورکړی، باید هغه وخت ددغه ادارې په خدمت، انکشاف او پرمختګ کې مصرف کړي.

۷- دوخت پابندي:

د یوې ادارې دمعنوي انکشاف په ارتقا کې بل مهم اړخ دادارې دټولې عملي له خوا دخپلو وختونو پابندي ده، دادارې دمشر څخه نیولې تر وروستي مؤظف پورې باید دخپل وخت د پابندی جدي اهتمام وکړي، دا کار که له یوې خوا اخلاقي مسؤلیت او دنده ده، نو له بلې خوا دشاګردانو په روحیه او تربیه پریمانه مثبت اثر کوي، شاګرد منظم او جدی تربیه کیږي، هغه بیا دخپلو چارو او وخت په وړاندې داسې وي؛ لکه یو عسکري صاحب منصب همېشه په احضاراتو کې وي. او که چېرې د وخت پابندي مراعات نه شي، نه یواځې دا چې اداره ورسره بې نظمه کېږي بلکې دشاګردانو په مستقبل ناوړه اغېز کوي، او له هغوی څخه دمطلوبو ثمراتو امېد له منځه وړي.

۸- داستاذ پوره اماده ګي :  

دمعنوي انکشاف په برخه کې بل اړخ چې دشاګردانو دتشویق او ترغیب لامل کیږي، او په شاګردانو کې علمي ذوق او سلیقه غښتلې کوي، هغه دورځنیو درسونو اړوند داستاذ پوره اماده ګي او تیاری دی.

استاذ باید صنف او درس ته د تیاري پرته ولاړ نه شي، ځکه چې شاګرد تل خپل استاذ ته دیوې موسوعې په توګه ګوري او داسې فکر کوي، چې زما استاذ په هر څه پوهیږي، نو که چېرې دتیاري نیولو پرته درس ته ولاړ شي، او ددرس په مهال دخپلو شاګردانو قناعت حاصل نه کړای شي، او یا ددرس اړوند دشاګردانو په پوښتنو کې پاتې راشي، له یوې خوا استاذ هم دروحي فشار لاندې راځي او له بل پلوه دشاګردانو په ذهن کې داستاذ هغه لوی مقام او پرسټیج را لویږي، او هم دنوموړي مضمون په اړه دشاګردانو مینه او تلوسه کمیږی چې په نتیجه کې يې نتایج او ثمرات له منځه وړي.

دیو شاعر دشعر یو بند هغه وايي :

نه دې ځي مور چې ټوپک ورسره نه وي …….. او ورکه شاعري کړه چې مسلک ورسره نه وي

نو هر استاذ باید درسي مضمون ته دتیاري نیولو ورسته ښه مسلح ورشي.

نور بيا…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د