
د دولتي ځواکونو په توپونو د میمنه ښار او څلورو ولسوالیو برېښنا پري شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتي شوي، په جګړه کې امنیتي ځواکونه د درنو تو پونو څخه کار اخلي.
د فاریاب ولایت د مرکز میمنه ښار تر څنګ د پښتونکوټ، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت اباد ولسوالیو برېښنا د شیرین تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې پري شوي ده.
د سیمي څخه عیني شاهدان وایې چې برېښنا د ملي اردو د درنو توپونو او توغندیو د بریدونو له امله پري شوي، اوس مهال د مرکز په ګډون څلور ولسوالۍ د برېښنا څخه محرومي شوي دي.
د یادوني وړ ده چې تر دې وړاندي هم د بغلان ولایت په ډنډغوري کې د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو کې د کابل برېښنا د ملي اردو د درنو توپونو له امله پري شوي وه.
په فاریاب ولایت کې د رواني جګړې د تلفاتو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.