متحده عربي اماراتو سوريې ته د پوځ لېږلو تیاری ښودلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): متحده عرب امارات نن اعلان وکړ چې دوی هم د سعودي تر څنګ تیار دي چې سوریې ته د اسلامي دولت ډلي (داعش) په خلاف جګړې په خاطر خپل پوځونه ولیږي.

ددې تر مخه سعودي اعلان کړی وو چې دوی په سوریه کې د ځمکني جګړې لپاره خپل پوځ لیږلو ته تیار دي که چیري نړیوال ایتلاف ددوی څخه غوښتنه وکړي.

د متحده عرب امارات د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش نن په ابوظبي کې یوه رسنیز کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې د امریکايي ځواکونو د قومنداني په شرط تیار دي چې سوریې ته د جګړې لپاره خپل پوځونه ولیږي.

نوموړي وویل چې مونږ د زرګونو په شمېر د پوځو خبره نه کوو، بلکي دومره ځواک به لیږو چې هغه پر ځمکه د اسلامي دولت ډلي پر خلاف په جګړه کې فعاله ونډه ولري. نوموړي د اسلامي دولت ډلي په خلاف اوسني روان عملیات سست او نا امیده وبلل.

ددې تر مخه د سعودي وزیر دفاع سلاکار احمد احمد عسیري ویلي چې دوی په سعودي کې د اسلامي دولت په خلاف ځمکنۍ جګړې ته تیار دي، نوموړي وویل چې مونږ ته په یمن کې جوته شوه چې یوازي په هوايي بریدونو ځمکني ځواکونه نه ماتیږي، حتما باید پر ځمکه ځواکونه موجود وي.

سعودي او امارات لا له وړاندي په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلي پر خلاف په نړیوال ایتلاف کې شامل دي. دغه ایتلاف تر اوسه پر ځمکني اهدافو هوايي بریدونه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زما توصیه دا ده چه د اماراتو شاهان د سعودی د شاهانو د کم عقلیو او لیونتوب سره ځان په وندر کی ننه نباسی ، د سعودی شاهانو همدا اخری دوره ده ، د پاڼ او پړانګ تر منځ قرار لری ، همدا جنګ د ایران او سعودی جنګ دی د شیعه او سنیانو یا د اسلامی امت خپل منځی جنګ دی چه یو اړخ ته به یی روسان او بل اړخ ته به انګریزان ملاتړ کوی ، که د اماراتو شاهان هوښیاری لری او ددی هیلی لری چه څو کاله یی د حکومت دوره اوږده پاتی شی همدا اوسنی… نور لوستل »

رحمت الله
میلمه
رحمت الله

دا عرب زوی مړي اصلا په ځان نه پوهیژی چي څه وکړی ددی پرځای چي اسلامی امت متحد کړي او دکافرو په مقابل کی موقف ونیسي په خپله د مسلمانانو سره د جیګ ډغري وهی.
دخدای په غضب اخته دي.