نظــر

د سولې ورک ادرس ! / ډاکتر فیض محمد ځلاند

دا جوته خبره ده چې سوله کې خیر دی، سوکالۍ ده، خپلواکۍ ده او بریا ده. خو ددې ټولو ګټو تر څنګ سوله دهغو کړیو، جوړښتونو او افرادو په تاوان ده چې فکر کوي د جګړې ګټلي القاب، د جګړې مالي ګټې او منصبونه دوی په سوله کې له لاسه ورکوي.

د افغانستان د دریو لسیزو جګړې د افغان ولس له غوښتنو او ارزښتونو سرچینه نه ده اخیستي، بلکې د جګړې بریدونه د شخصي ګټو، د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنې، د جګړې د ډګر د مشرانو ګوډاګیتوب او پردیپالنه وه، په دې مانا چې جګړې نیابتي ( Proxy War) بڼه لري. حتی د پخوانۍ شوروي سره د افغان ولس د جهاد تر شا ځېنو کړیو د الله د رضا او د ګران وطن د خپلواکۍ جګړه نه کوله بلکې د پیریانو د جګړې پلانونه یې په مخ وړل، د سټیو کول د کتاب ( Ghost Wars ) په استناد د افغان جهاد تر شا د نړۍ د سترو استخباراتي شبکو افغان ټټو ګانو په افغان وژنه معامله کړي وه. له تیرو څوارلسو کلنو د افغان د جګړې د همداسې پټو لوریو څیړل، شننه او ځېرنه لازمي په کار ده، دا به ډیره د خندا او اندیښنې وړ وي چې یوه لسیزه وروسته بیا د ترهګرۍ د نړیوالي جګړې، د طالب د مقاومت او د افغان حکومت د بې لاس او پښو کیدلو په اړه کوم بل ” سټیو کول “ د (پیریانو د جګړې) ورته کتاب لیکنه کوي. افغانان اوس هم د جګړې د مدیریت توان لري، اوس هم کولی شي چې د جګړې تاوان او ورانی را کم کړي، لا هم په دې توانیدلی شي چې د افغان جګړې ته د پای ټکی کیږدي په داسې حال کې چې د جګړې یو لوری هم ګټوونکی او بایلونکی نه وي بلکي ټول لوري په کې ځانونه ګټوونکي او بریمن وویني.

د Win – win د ټولو لوریو د ګټوونکو حالت هغه وخت رامنځته کیدای شي چې د جګړې لوري د ځانځانۍ، شخصي ګټو، فردپالنې، ډلګټو پر ځای ملي ګټو، د افغان وژنې مخنیوي او د افغانستان د ژغورنې په اړه فکر وکړي. دا کیدای شي له امکانه لري معلومه شي چې د جګړې په اوږدو کې دې څوک د وطن او ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي، له دې امله، هغه کسان، سیاسیون، ټولنیز فعالان، رسنۍ، مدني فعالان او خپلواک افراد د جګړې په لوریو ولسي فشار ته لاره هواره کړي تر څو دواړه لوري له جګړې څخه د سولې په لور تمایل ته اړ شي. د پګواش په کوربتوب تیره اونۍ د سولې غیري رسمي بحث د همداسې یوې هڅې کوښښ و. د پګواش را بلل شوې غونډه تر ډیره بریده په دې را څرخیده چې څنګه کولی شو د افغان جګړې د مخالفو لوریو غږ، دلایل او غوښتني واورو، هغه وڅیړو او ځان پرې پوه کړو چې اصلا ستونزه چیرته ده. دا چې غونډې ته د ملي وحدت د حکومت لخوا څوک رانغلل، د ملي وحدت حکومت استازو په اخره ورځ غونډې ته له تګ څخه ډډه وکړه، نو د غونډې ټول بحث د طالبانو په غوښتنو، د هغوی د خبرو او شرایطو په ارزونه او د خپلواکو افغانانو په اندېښنو را څرخیده. د طالبانو غوښتنې د سولې د خبرو د پیل د پاره د اسانتیاو د لرلو تر بریده را څرخیدي، هغوی تاکید کاوه چې طالبانو ته باید د سولې د خبرو د پیل او دوام د پاره د رسمي ادرس ستونزه حل شي، دوی ټینګار کاوه چې دوحه، قطر کې دې دوی ته د رسمي د فتر پرانیستې اجازه ورکړل شي.

دویمه اسانتیا چې دوی یې د سولې د خبرو په برخه کې مهمه ګڼله هغه دا چې دوی باید له تورلیسته ویستلی شي او ددې تر څنګ په دوی لګیدلي بندیزونه، د سر بیه باید پورته شي. طالبانو ددې اسانتیاو په لرلو سره د سولې د خبرو د پاره تر ټولو مهم لوری د امریکا نظامي حضور وباله، په دې مانا چې د سولې د خبرو له پیل څخه د مخه باید د امریکا د پوځیانو د انخلا یا وتلو مهالویش وټاکلی شي. ددې اسانتیاو او شرایطو په پوره کولو سره باید د سولې خبرې په موازي ډول د نړیوالو او افغان لوریو تر منځ پیل شي.

د طالبانو ددې دریځ په وړاندې د ملي وحدت د حکومت د خندا وړ دریځ د ارګ لخوا داسې وړاندې شو چې” ملي وحدت حکومت له هغو ډلو سره خبرو ته نه کیني چې جکړه کوي او بل دا چې د سولي په وړاندې هیڅ ډول شرایطو ته غاړه نه ږدي. “پوښتنه دا ده چې که ملي وحدت له جګړه مارو سره سوله نه کوي نو بیا سوله له چا سره کوي؟ سوله خو د جګړې له لورې سره کیږي او بل دا چې که شرایط د سولې د پاره نه وي، د جګړې دواړه لوري په یو دریځ ولاړ وي، نو بیا لیونتوب په دوی دومره زور شوی چې جګړه د خپل موافق نظر لرونکي لوري سره د څه د پاره کوي.

په هر صورت، د ملي وحدت داسې بې مانا دریځ کولی شي د سولې په راوستلو کې مرستندویه نه بلکې د جګړې د ګرمیدا او د افغان وژني د زیاتیدا سبب وګرځي. په قطر کې ناستو طالبانو په روښانه ټکو کې وویل چې طالبان د قطر د نارسمي ادرس پرته د سولې د خبرو د پاره بل هیڅ ادرس نلري، که هر څوک غواړې چې له طالبانو سره خبرې وکړي د همدې ادرس سره دې په تماس کې شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ملي وحدت حکومت پاکستان ته د څه د پاره منډې را منډې وهي؟ د طالبانو د رسمي دریځ په وړاندې د پاکستان اغیز له کومه؟ پاکستان په سوله کې د کوم لوري په توګه؟ که پاکستان افغان وژنه ځانته روا ګڼي، د افغانستان د وجود او شتون تر ټولو ستر دښمن وي، نو ایا له داسې پاکستان د سولې تمه منطقي ده؟

کله چې مې له طالبانو د پاکستان د کردار په اړه پوښتنې وکړي، هغوی همدا ویل چې موږ خو دا یو، دا چې ډاکتر غني د پاکستان په وساطت له طالبانو سره ګوري، نو تکرار دي کړي هغه د دوکاندارانو سره د ناستې تجربه. داسې ویل کیږي چې حکمت کرزی د ملي وحدت حکومت په استازیتوب قطر ته سفر کړی او دارنګه نوازشریف، د پاکستان لومړي وزیر هم دقطر له شاهي دولته لیدنه کړي، ددې ټولو خبرو پایله همدا چې پاکستان اوس غواړي په قطر هیواد فشار وارد کړي چې نور نو طالبانو ته په قطر کې د ناستو ولاړو اړتیا نسته، پریږدي چې هر څه د اسلام اباد په واسطه ترسره شي.

زما تحلیل دا چې ملي وحدت په لوی لاس روانه جګړه مغلقوي، په لوی لاس د سولې ادرس ورکوي، په لوی لاس پاکستان ته داسې موقف ورکوي چې هغوی یې نلري، په لوی لاس د جګړې غځیدا ته لاره هواروي، او بلاخره د افغان وژنې سیمه ایزه او نړیواله دسیسه پلي کوي. که روڼ اندې افغانان، خپلواک سیاسیون، رسنۍ او مدني فعالان د سولي په روان بهیر کې د فشار د ډلې دنده ترسره نه کړي، د خبرو او معاملو ترمنځ تفاوت په ګوته نه کړي، داسې ښکاري چې د سولې هلې ځلې به هیواد د ترکستان په لار برابر کړي.

یا ربه توفیق !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x