څلور اړخیزه ناسته د نورو غونډو په هیله پای ته ورسېده – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ، د روانې میلادي میاشتې په ۷مه، د پاکستان په اسلام اباد کې د چین، امریکا، پاکستان او ګډ حکومت د استازو ترمنځ درېیمه څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه. تمه وه چې دغه ناسته به د تېرو هغو پر خلاف د افغان سولې بهیر په تړاو یوه رڼه لارنخچه وکاږي؛ خو د ګډونوالو له څرګندونو داسې ښکاري چې دا ځل هم د افغان سولې په تړاو رڼه تګلاره په ګوته نه شوه.

له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو د پیل په موخه درېیمه څلور اړخیزه ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې د پسرلي له رالنډېدو سره د جګړې فصل پیل ته لږې ورځې پاتې دي. طالبانو تېر کلونه هم په پسرلي کې د پوځي عملیاتو اعلان کاوه.

د پاکستاني رسنیو په قول، د څلور اړخیزې همغږۍ ډلې پر داسې یوې نېټې بحث کړی چې د طالبانو له استازو سره نېغ په نېغه خبرې وشي. د دغو رسنیو په قول، داسې تمه کېږي چې د فبرورۍ تر وروستیو پورې له «طالب استازو سره مخامخ خبرې وشي».

طالبانو تل ټینګار کړی چې له نړۍ سره د خبرو اترو په موخه یې یوازنی باوري ادرس په قطر کې سیاسي دفتر دی. طالبانو په ځلونو د خبرو واک په قطر کې له خپل سیاسي دفتر سره ګڼلی.

په پرونۍ څلور اړخیزه ناسته کې ژمنه وشوه چې ګډونوال به د فبرورۍ په ۲۳مه بله ناسته په کابل کې کوي. درېیمه څلور اړخیزه ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې طالبانو رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي. خو د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا کړې چې ځینو طالبانو ورسره په خبرو کې څلور اړخیزه ناسته «بې ګټې» بللې ده. ورځپاڼه د طالب چارواکي له خولې لیکي: «امریکایان غواړي د دغه ډول ناستو له لارې د خلکو پام به بله کړي او وښيي چې دوی په جګړه کې ښکېل نه دي». دغه طالب چارواک د اواري لار په اړه وايي: «یوازنۍ حل لار دا ده چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي. بله داسې لار نه شته چې ستونزه اواره شي».

پګواش ناسته

درېیمه څلور اړخیزه ناسته داسې مهال بې پایلې پای ته رسېږي چې طالبانو د تېرې جنوري په ۲۴مه پګواش ناسته کې د سولې اړوند خپل شرطونه بیان کړي وو. طالبانو څرګنده کړې وه چې «له اسلامي امارت سره دې مخامخ خبرې وشي». د طالبانو د سیاسي دفتر رييس، شیرمحمد عباس ستانکزي د «اشغال پای او د اسلامي نظام قیام» د سولې په تړاو د اساسي شرطونو په توګه یاد کړي وو. ښاغلي ستانکزي ویلي و: «سوله باید د سیاسي، شخصي او ګوندي موخو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځول شوي».

شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو سیاسي دفتر د سولې یوازنی مرجع ګڼلی و: «د اسلامي امارت سیاسي دفتر د یوه باصلاحیته او مسوول جهت په توګه یوازینۍ مرجع ده چې د اسلامي امارت له خوا د خبرو اترو پوره واک او صلاحیت ورته سپارلی شوی».

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر یو ځل بیا ټینګار کړی و، چې هغه ستونزې چې بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري له امریکایانو سره به مخامخ وڅېړل شي او کومې برخې چې له افغان لوري سره تړاو لري «افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري».

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او د جایزو لیستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل» د سولې لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه یاد کړي وو. ښاغلي ستانکزي ټینګار کړی و چې «له ځواکمنو تضمینوونکو جهتونو او ټولنو پرته» سوله نه شي راتلی.

د وروستۍ ناستې په تړاو طالبانو کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د پګواش ناستې دریځ لنډیز یې خپور کړی. طالبانو د «اوونۍ تبصره» کې د څلور اړخیزې ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

ګډې هڅې

درېیمه څلور اړخیزه ناسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حکمت خلیل کرزي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر، اعزاز احمد چوهدري، پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، ریچارډ اولسن او د سیمې لپاره د چین ځانګړی استازی ډینګ شیجون په ګډون ترسره شوه. د څلور اړخیزې ناستې په دویمه ناسته کې چې هغه هم په اسلام اباد کې ترسره شوه په کې د «طالبانو ډلې» یادې شوې وې. افغان حکومت د «طالبانو ډلې» نوښت لاسته راوړنه وګڼله.

دا ځل بیا د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار، سرتاج عزیز وویلې چې د «طالبانو ډلې باید د سولې خبرو ته وهڅول شي». عزیز زیاته کړه: «زموږ په نظر، د سولې بهیر لپاره یوه رڼه، تعریف شوې او د پلې کېدا وړ لارنخچه د افغان حکومت او د ‘طالبانو ډلو’ لپاره مهمه ده».

عزیز ویلي چې موږ د څلور اړخیزې همغږۍ ډلې ټولو هېوادونو ته په کار ده چې په دې پړاو کې ګډې هڅې وکړو چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

د څلور ارخیزو او څو اړخیزو غونډو هدف دا چه په دغه نامقدسه جګړه کی نور هم ککر کړی ، او د هغو شرمیدلو ماتو په شرم کی یی د ځان سره ملګری کړی چه دوی یی تل یی د لاسته راوړنلو او ویاړنو په نوم یادوی ، که تیښتی ،ماتی او شرمونه یی ویاړنی او لاسته راوړنی وی ، د دوی د بریالیتوبنو په نوم څه وی . د دوی لویه ستونزه همدا چه دوی رښتینی نه دی دوی مخلص نه دی ، دوی هغه څه چه وایی هغه نه کوی او هغه چه کوی هغه نه وایی ،… نور لوستل »