افغانستان

د لوګر د ولایتی شوری رئیس: طالبانو ۳ امریکایان او ۲ ترکان ژوندي ونیول

taliban 400

راپورونه وايي چې طالبانو په لوګر ولایت کې ۳ امریکایان او ۲ ترکان وروسته له هغه ژوندي ونیول چې چورلکې ئې په دې ولایت کې بیړنۍ ناسته وکړه.

د لوګر د ولایتي شوری رئیس وايي چې طالبانو پنځه خارجي اتباع او څلور افغانان په ازره ولسوالۍ کې نیولي دي. عبدالولي وکیل افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې د دوی چورلکې د ازرې په منګلو سیمه کې د هوا د خرابولي له کبله بیړنۍ ناسته وکړه چې طالبانو پکې سپاره ۳ تنه امریکایان، ۲ ترکان او ۴ افغانان ژوندي ونیول.

په کابل کې د آیساف مطبوعاتي دفتر پیښه تایید کړې، خو ویلي ئې دي چې یوه ملکي چورلکه په افغانستان کې کوزه شوې او آیساف کوښښونه پیل کړي چې پیدا ئې کړي. آیساف وايي چې دوی به په چورلکه کې د سپرو کسانو هویت افشا نه کړي.

په عین وخت کې د لوګر د امنیې قومندان صادق خان ویلي چې خرابې هوا چورلکه مجبوره کړه چې بیړنۍ ناسته وکړي.

نوموړی زیاتوي چې طالبانو هغه سیمه محاصره کړې چیرې چې الوتکه کوزه شوې او په وینا ئې دغه سیمه د حکومت له کنټرول وتلې سیمه ده. صادق خان وايي چې حکومتي چارواکو د قومي مشرانو نه د مرستې هڅې پیل کړي ترڅو ددوی په مرسته نیول شوي کسان ترلاسه کړي.

یو شمیر افغان چارواکو تر اوسه د نیول شوو کسانو په منځ کې د امریکایانو شتون نه دی تایید کړی بلکه ادعا کوي چې ۹ ترکي انجینران په چورلکه کې سپاره ول.

په کابل کې د ناټو ویاند هم د نیول شوو کسانو د هویت د اعلان څخه ډډه کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په پیښه کې د طالبانو ښکیلتیا نه شي تاییدولی او دا هم نه شي تصدیقولی چې ددوی اتباع نیول شوي وي. خو زیاتوي چې د رسنیو له لارې خبر شوي او وروسته به نور جزئیات شریک کړي.

نیول شوې چورلکه د خراسان شرکت پورې مربوط ده، دا شرکت د پوځیانو، مهماتو او خوراکي توکو په لیږد رالیږد کې ونډه اخلي او په کابل، متحده عرب اماراتو، او قرغزستان کې دفترونه لري. ددې شرکت اکثر پیلوټان د منځنۍ اسیا اوسیدونکي دي او روسي ساخت چورلکې استعمالوي.

یاده چورلکه په خوست کې د ناټو د یوې اډې نه الوتلې او د کابل پر لور روانه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x