افغانستان

د اجراييه ریاست مرستيال وياند د کورنیو چارو د وزیر د استعفا په اړه خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د اجراييه ریاست مرستيال وياند جاويد فیصل د رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې د کورنیو چارو د وزیر د استعفا خبر يې ورکړی و.

تېره ورځ داسې راپورونه ورکړل شول، چې د کورنیو چارو د وزیر له فعالیته د ګډ حکومت دواړه مشران ناخوښه او پتېيلې يې ده چې له دندې يې وشړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ هم دا خبر بې بنسټه وباله او نن هم د اجراييه ریاست د ویاند مرستیال هم په دې اړه څرګندونې ناسمې وبللې.

جاويد فیصل اشنا تلویزون سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه د کورنیو چارو د وزیر په اړه هيڅ ډول تبصره نه ده شوې، خو په وينا يې په دې وزارت کې د اصلاحاتو هوډ شته.

نورالحق علومي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د کورنیو چارو وزارت ته رسېدلی دی، پخپله دنده کې ناکام بلل شوی دی.

ويل کېږي په هېواد کې د نا امنۍ زور اخیستل، د جنايي پېښو ډېرېدل او په ګوټ ګوټ کې د طالبانو پرمختګونه د علومي د ناکامۍ ډاګيزې نښې بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

غم یی مه کوه دغه غلامان په ژوندینی مړه دی د دندی وخت کی هم د تقاعد او استعفی دریز لری ، هغوی ته چه څه مهم دی هغه د دوی شهرت چه وزیر صاحب دی ، وایی ماته خان صاحب دله ویلی دی ، او دوهم هدف یی خپل جیبونه ډکول دی ، د دی د پاره له خپل شخصی ناموس او ځآن پلورلو هم دریغ نه کوی دوی مادی بدنونه لری وجدان او معنویاتو تری هجرت کړی په ناپاکو او خبیثو بدنو کی وجدان او معنویات وخت نه شی تیرولی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x