
بغلان: طالبانو د امنیتي ځواکونو چورلکه نسکوره کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په روانه جګړه کې طالبانو د امنيتي ځواکونه چورلکه رانسکوره کړې ده.
طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د مرکزي بغلان اړوند سیمو کې يې د امنيتي ځواکونه چورلکه په نښه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چورلکه په داسې حال کې په نښه شوه، چې په سیمه کې د طالبانو پر مورچلونو بمباري کوله.
طالبان وايي چې چورلکه بشپړه سوځېدلې او سپرلۍ يې د اور خوراک شوې.
د بغلان امنیتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې په بغلان کې د دوی ګڼ امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوری محاصره دي.
په خواله رسنیو کې د مرکزي بغلان د محاصره عسکرو له ډلې په خپاره شوي ويډيو کليپ کې عسکر خپل مشران ښکنځي او وايي چې له څلورو ورځو راهیسې محاصره پاتې دي.
ياده دې وي د بغلان په مرکزي بغلان او پلخمري کې د دولت له لوري عملیات پیل شوي، چې ګڼې کورنۍ يې د ژمي په یخو شپو کې کډوالۍ ته اړ کړې او ګڼ شمېر کورونه او ملکي ودانۍ نړول شوې دي.
الحمدلله
اللهم انصرهم