افغانستان

کمپل: طالبان له وسلو اېښودو پرته بله لار نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۸ه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جان کمپل وايي چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري.

کمپل نن په کابل کې له امريکا سره د امنيتي او له ناټو سره د عسکرو د وضعیت هوکړه لیکونو د پلي کوونکي کمیسیون په لومړۍ ناسته کې وويل چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږدي او په وينا يې له سولې سره یو ځای شي.

کمپل د افغان عسکرو را پیدا کول، روزل او د هغوی ملاتړ خپلې هڅې يادې کړې او په زغرده يې وویل چې که موږ او زموږ تړونونه نه وای « افغان اردو او پولیس به موجوديت نه درلود.»

د بهرنیو عسکرو قومندان طالبان خپل هغه دوښمنان وبلل چې د ده په خبره افغانان وژني، د ښځو پر حقونو او زده کړو هیڅ باور نه لري.

هغه سره له دې چې پر طالبانو يې د سولې تر نامه لاندې د تسلیمۍ غږ وکړ، ټينګار يې وکړ چې د طالبانو پر وړاندې به لا هم افغان عسکر روزي، مشورې به ورکوي او تمویل به يې کوي.

جان کمپل په داسې حال کې طالبانو ته ګواښ کوي چې له وسلې اېښودو پرته بله لار نه لرئ، چې تېره ورځ د امریکا د استازي په ګډون اسلام اباد د څلور اړخیزه ناستې کوربه و، چې د سولې د خبرو د پیل پر نقشه يې خبرې کولې.

ياده دې وي طالبانو د سولې د خبرو پر وړاندې پر نورو خنډونو سربېره د بهرنیانو موجودیت هم شدید خنډ بللی دی، خو د دفاع سرپرست وزیر دا د طالبانو بهانه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی !!!! کمپل ، په کوم زور طالبان تسلیموی ، هغه وخت یی تسلیم نه کړی شول چه دوه لکه عسکر او د نړی ټولی وسلی او وسیلی یی ورپسی راوړی او کارولی ، اوس یی په پنځو یا لس زرو عسکرو تسلیموی ؟ د افغانستان په فساد کی ډوبو غلامانو یی تسلیموی هغوی خو امریکایانو ته ننواتی کوی که تاسی تښتۍ مونږ له ځانه مخکی کړۍ ، هغوی خو د عسکرو له هغو معاشونو غلا کوی چه تاسی ورته مقرر کړی ، هره قطعه کی چه باید زر کسان وی څو سوه لا شتون نه لری عسکر نه شته… نور لوستل »

Gul

جنرال كمپل هيره كرى چى امريكا په ١٩٦٠ كلنو كى همداسى يوه اردو په جنوبى ويتنام كى هم جوره كرى وه چى اوس يي د دوم حًل لپاره په افغانستان كى جوره كرى .
د جنوبى ويتنام اردو هيحً مقاومت دانفلابينو په مقابل كى ونه شوى كراى تاسي دافغانستان داردو تلفاتو ته گورى زه دافغان اردو سپكاوى نه كوم بلكه زموژ اردو مجهزه نه ده فقد داردو نوم لرى اوبس.

شبیراحمد عثماني

عجیبه ده ؟! په چګړه کې امریکایانو او افغان حکومت ماته وخوړه او تسلیم دې طالبان شي؟ طالبان که تسلیمدلی یا یې دتسلیمۍ تاریخ درلودلای نو شاید ستاسو په شان قاتلانو، غلو او حرامزادګانو ته تسلیم شوي وای خو دا چې طالبان دتسلیمۍ تاریخ نلري مرګ او ژوند هرڅه کامیابي ګڼي نو تسلیمي ته څه اړتیا ده ؟ او نه هم ستاسو دا ارمان پوره شي. دا چې اوس یو ځل بیا کمپل وایي چې طالبان دښځوحقوقو او زده کړې ته هیح قائل ندي ډیره بې منطقه خبره ده طالبانو خو دپګواش په غونډه کې دا موقف ډیر په روښانه… نور لوستل »

عبدالله

اوس يې صلح ښه تعريف کړه چې څه معنی لري …
ګوډاګي رژيم او اشغال چې د صلح کومې ناري وهي د هغه څخه يې مطلب د کفر قانون ته تسليمېذل دي او بس .

اخترمحمد گیلانی

بیانزی صاحب په قلم دی برکت شه الله دی زوندی لره

ف-ا

بیانزی استاده سلامونه. طالب هم د امریکا پروژه ده اوس چه امریکا خپل پروژه بندول غواړی نو تاسی ورسره څه مشکل دی؟ دا خو د ملک په ګټه ده . ښه کار دی. که تاسی زر ځل هم طالب پروژی ته د اسلام رنګ ورکړی ولی حقیقت خو ټولو ته معلوم دی اوس حتی ماشومان هم پدی خبره پوهیږی چه طالب امریکایی پروژه ده چه پنجاب تطبیق کول. البته پنجاب تری خپله ګټه هم پورته کوی.

pattang

یاره سیکولره افغان ملتیه ،خلقيه، پرچميه او او په غربی ديموکراسي مينه خيراتخوره نو کله چې ته طالب هم د اومريکا
پروژه بولې خو بیا ورشی نران شی ددواړو په مقابل کې ودرېږۍ !! تاسې لودګان خو دالر خورۍ خوشې اپلتې ليکۍ
طالبان زما دکلي خلک دي زه یې ډېر ښه پيژنم !!!

محمد

ف -۱ دا خبره چې طالب د امريکا پروژه ده د داسې خلکو خبرې دي چې د خبرو په چل هم نه پوهېږي نو د يوې ډلې په اړه به څنګه قضاوت وکړي بل دا چې ستا دا خبرې له نن څخه ۱۵ کاله مخکې خبرې دي نو ته څنګه ځانته د تمدني شخص خطاب کوې؟

الحاج استا ذ بیانزی

زه ( ف ، ا ) او د هغه ورته ملګرو ته د ښه کیدو په هیله درناوی او نیکی هیلی لرم : کشکی نوم دی هم په ښکاره ټکو کی ولیکی ، په هر صورت هغه ستا خوښه چه څرنګه درته ښه ښکاری . اصل مطلب : زه له تاسی او ددی مجلس یا مناظری ملګرو پوشتنه لرم : که یو قاضی بی له دی چه د عقلی او نقلی اسنادو او دلایلو په یم متهم د جرم فیصله کوی ، هغه متهم خو څه کړی هغو ناستو خلکو ته (چه د افغانیت ، اسلامیت او انسانیت څه ذره… نور لوستل »

رحمت الله

یاره پتنګیه او دانور ته خو مفتي راوختی بس په اوتو بوتو سر شوی زه د ف ا د نظر پلوي نکوم خپل نظر یی ده ولی ته نو سه شی یی له خبرو دی معلومه شوه چي مغز کی دی توره شپه ده.
او نیسه قناعت ورکړه شایسته دلایل ورته وړاندی کړه او دهغه ادعا غلطه ثابته کړه.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x