افغانستان

ذبیح الله مجاهد : دلوګر په نیول شویو کې ۹ تنه امریکایان شامل دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه لیږل شوی خبرپاڼه کې ویلي چې دلوګر دازرې نیول شوي کسان ۱۱ تنه دي چې دوه یې ترجمانان او ۹ تنه یې امریکایي پوځي کسان دي ، دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په دې اړه  ډول ډول ادعاګانې   شوې وې ، ځینو رسنیونیول شوي کسان  ترکان بللي وو ، بي بي سي په کې دوه تنه روسیان هم شامل بللي وو ، د لوګر ځایي چارواکو ویلي وو چې څو تنه امریکایان هم په کې دي مګر طالبانو اوس په لومړني ځل ویلي چې نیول شوي کسان اکثره امریکایان دي ،  داچې طالبان په دې اړه نور څه وایي د ذبیح الله مجاهد په لاندینیو اظهاراتو کې یې ولولئ .

 

دیرغلګرو مربوط يوه هلیکوبتره له سپرلۍ سره داسلامی امارت دمجاهدینو لاسته ورغله

تیره ورځ ناوخته دلوګر ولایت ازرې ولسوالۍ  په منګل سیمه کې دامریکايي ځواکونو اړوند يوه هليکوبتره په ناڅاپي ډول  کيښناسته ، چې سملاسي مجاهدينو محاصره کړه او له ۱۱تنو سپرلۍ سره يې پخپله ولکه کې راوسته ، دغه هليکوبتره چې يرغلګرو ځواکونوپورې اړه لري  دمجاهدينو لخوا  ورته اور ورته کړل شو او د شپې په جریان کې له منځه لاړه ،  ۱۱ تنه  سپرلۍ چې ۲تنه يې ترجمانان او نورټول امريکايي نظامي افسران دي  ژوندي ونيول شول او دهيواد ېوې ترټولو مصئونې سيمې ته انتقال  شول ،لومړني معلومات ښيي چې هليکوبترې له خوسته پرواز کړې وو او بګرام هوای ډګرته په لاره وه چې له ستونزې سره مخ شوه ، داچې بهرنيو ځواکونو دغه الوتکه په ځان  پورې اړوند نه ده بللې هڅه کوي چې سپرلۍ يې بې طرفه کسان معرفي کړي په داسي حال کې چې امریکايي افسران په خپل خاص نظامي لباس کې نيول شوې او ترې منکريدل يې ګټه نه ورته کوي .
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
۱۴۳۴/۶/۱۲هـ ق
۱۳۹۲/۲/۲هـ ش ــ 2013/4/22م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x