
ګډ حکومت هلمند لپاره پر يو وخت دوه ښاروالان ټاکلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله دواړو د خپلو فرمانونو له مخې پر يو وخت هلمند لپاره دوه ښاروالان ټاکلي دي.
له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې د خپلو اسنادو له مخې ليکلي، چې ولسمشر غني انجينر مطيع الله بهير او اجراييه رييس عبدالله د حسيب سلطاني په نوم يو تن د هلمند د ښاروال په توګه ټاکلي دي.
د سيمهييزو ارګانونو اداره وايي، چې ولسمشر او اجراييه رييس دواړو د ځانګړو مکتوبونو له لارې امر کړی، چې د دوی ټاکل شوي کسان دي، د هلمند د ښاروال په توګه وګومارل شي، مګر دغې ادارې له ولسمشره غوښتنه کړې، چې د اړتيا په صورت کې بايد انجينر مطيع الله بهير د هلمند ښاروال وټاکل شي؛ ځکه چې د ښاروالۍ په چارو کې تر ماستري زدهکړي لري.
د سيمهييزو ارګانونو سرپرست او د پاليسي برخې رييس ولسمشر ته د لېږل شوي مکتوب لاندې خپل لاسليکونه کړي دي.
سرنوشت ته رسيدلي اسناد ښيي، چې د ولسمشر د فرمان تر څنګ اجراييه رييس ډاکټر عبدالله يو فرمان هم سيمهييزو ارګانونو ته رسېدلی، چې د حسيب الله سلطاني په نوم يو تن يې د هلمند د ښاروال په توګه ټاکلی دی.
د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند منيري يوسفزاده سرنوشت ته ويلي و، چې د دې ستونزې په اړه به غونډه راوغواړي، مګر له تېرو دوو ورځو راهيسې د دوی تيليفون ته ځواب نه وايي.