نړۍ

سعودي پاچا سلمان: د مسلمانانو دفاع مو حق او د چا مداخله نه منو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز وايي، چې له خپل ځانه دفاع د دوی حق دی، د بل چا په کارونو کې مداخله نه کوي او له نورو هېوادونو يې هم غوښتي، چې په د دوی په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ملک سلمان رياض کې د اسلامي ثقافت او تاريخي اثارو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې هېواد يې د مسلمانانو له حقونو او اسلامي هېوادونو دفاع کوي او د خپلواکي مسووليت يې پر خپله غاړه بولي.

«موږ له ټولو عربو او مسلمانانو وروڼو سره مرسته کوو او د هغوی له خوښې سره سم مسلمانو هېوادو سره د ازادۍ او خپلواکي لپاره مرسته او همکاري کوو.»

د ملک سلمان په وينا اسلام د منځلارۍ او اعتدال دين دی او اوس، چې نړۍ کې کومه ترهګري روانه ده، اسلام سره هېڅ اړيکه نه لري.

د سعودي عربستان پاچا دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ د سعودي دفاع وزارت سلاکار جنرال احمد عسيري ويلي و، چې کېدای شي، سعودي عربستان د داعش ضد جګړې لپاره خپل ځواکونه سوريې ته ولېږي.

جنرال عسيري الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد يې دا پرېکړه يمن کې د حوثيانو ضد جګړې کې د تجربې له مخې کړې، چې يوازې هوايي بريدونه ګټور نه دي، تر څو، چې ځمکني پوځيان هم د دښمن پر ضد جګړه پيل نه کړي.

عسيري وويل، چې دوی دا بريدونه د خپل پراختيايي فکر لپاره نه کوي، بلکې د داعش پر ضد يې کوي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۴م له ډيسمبر راهيسې، د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ ايتلاف کې ګډون لري او راتلونکې اوونۍ بروکسل د داعش پر ضد د ځمکنۍ جګړې د پيلولو لپاره غونډه کيږي، چې د سعودي عربستان په ګډون ګڼ هېوادونه به پرېکړه کوي، چې د داعش پر ضد بايد ځمکنۍ جګړه هم وشي.

په عين حال کې تېر سپتبمر کې سعودي عربستان د «ترهګرۍ» ضد د ۳۴ اسلامي هېوادونو د ايتلاف اعلان کړی.

د سعودي مرستيال ولي عهد او دفاع وزير محمد بن سلمان وايي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ دا ايتلاف نه يوازې د داعش پر ضد دی، بلکې اسلامي نړۍ کې د هرې «سخت دريځې» ډلې پر ضد دی، چې اسلامي نړۍ کې فکري، جګړه‌ييز او رسنيز فعاليتونه کوي.

د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هم ويلي، چې هېواد يې له نورو خليجي او عربي هېوادونو سوريې ته د ځمکني پوځ د لېږلو په اړه سلامشورې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x