افغانستان

بلخ: د ملي اردو په کاسټر بريد ۳ عسکر وژلي او ۱۸ ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹ه، ۱۳۹۴ل): په بلخ ولايت کې د ملي اردو په عسکرو د سرتيري بريد له امله ۱۸ تنه سرتيري تپيان شوي دي خو عيني شاهدان د مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه ښيي.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د مزار شريف د هدادي ولسوالۍ د نواب اباد په سيمه کې شوی دی.
د بريد سيمې ته څېرمه د ملي اردو شاهين قول اردو هم موقعيت لري.

د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ امر سمونوال عبدالرزاق قادري وويل چې د ملي اردو يو کاسټر موټر چې د شاهين قول اردو قومندانۍ ته په لاره و، د سرتيري بريد ښکارشو.

هغه وويل چې په دغه بريد کې ۱۸ سرتيري ټپيان شوي دي.

خو د والي وياند منير فرهاد  وويل چې په دغه بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي.
د عبدالستار په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي ويلي چې په خپلو سترګو يې د اتو تنو عسکرو مړي او ګڼ شمېر نورو ټپيان ليدلي دي.

د نواب اباد د سيمې د انکشافي شورا مشر عبدالصبور وويل چې له پيېښې ۲۰ دقيقې وړاندې د سيمې اوسېدونکو يو تن ليدلی دی چې د سرتيري بريدګر ګومان پرې کېده، چې پر موټر سايکل په سيمه کې ګرځيده او نظامي يونيفارم يې په تن کړی و.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد مسووليت منلی او ويلي يې دي چې ددوی يو ملګري د ملي اردو په کاسټر بريد کړی چې ګڼو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x