
غزل: عزت الله ځواب
عزت الله ځواب
بس نه راغلی دی نه تېر دی ژوندون
هسې په نيمه لار کې ګېر دی ژوندون
ساقي راګوري ميکده زنګېږي
د يو رنګين ماښام په څېر دی ژوندون
تا سره لوبې به مې څه يادې شي؟
مانه د خپل ماشومتوب هېر دی ژوندون
چې د حسينو په خلوت کې نه وي
هغه که لږ هم دی نو ډېر دی ژوندون
چا ته د ګل غوندې له مينې ډک دی
چاته بيا زهر او ګنډېر دی ژوندون