شعـــــرونه

غزل: ډاکټر ذبيح الله حسن

ذبيح الله حسن

تش دا نه چې سر قلم شي سړی مړ شي
خم چې بل سړي ته هم شي سړی مړ شي

د نرګس سترګو کې ژوند په اوبو پايي
ورک له سترګو دې چې نم شي شي سړی مړ شي

ورک او مړي له دنیا نه ناخبر دي
چې بې لارې دې قدم شي سړی مړ شي

په دنيا کې حرکت د ژوند نامه ده
چې دې لار کې سړی تم شي سړی مړ شي

مړی څه وي؟ خو بس هيڅ کولای نشي
چې بې وسه د خپل چم وي شي سړی مړ شي

د بل سترګو کې ځان مه ګوره (حسنه)
خپلو سترګو کې چې کم شي سړی مړ شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x