نړۍ

په لیبیا کي د فرنسا پر سفارت د موټر په واسطه بمي چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: د لیبیا په پلازمینه طرابلس کي د فرنسا پر سفارت باندي د موټر بم چاودنه شوې.

د خبري رسنیو په قول په چاودنه کي د سفارت د بلډنګ اکثره حصه تخریب شوې، او لږ تر لږه دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي، چي په اړه ویل کیږي دواړه فرنسویان دي.

ځایی چارواکو کي یوه تن سکای نیوز خبري رسنۍ ته ویلي چي په چاودنه کي د سفیر کور هم زیانمن شوی، ځکه هغه هم سفارت ته نیژدی دی.

باید وویل شي چي د تیر کال په سپتمبر میاشت کي هم د لیبیا په بنغازي ښار کي د امریکا پر کونسلګری برید شوی وو، چي له کبله یې په لیبیا کي د امریکا سفیر کریس ستفینز د درو (۳) نورو امریکایانو په ګډون وژل شوی وو.

فرنسا په افغانستان، لیبیا او نورو هیوادونو کي د فوځی او استخباراتي لاسوهني له کبله د اسلام پالو مجاهدینو د بریدونو سره مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x