افغانستان

ننګرهار کې د «ارګ» يو ساتونکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹ه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ يو تن ساتونکی وژل شوی دی او مور يې ټپي شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د تعميراتو په سيمه کې رامنځته شوي ده.

خوږياڼي وويل چې د ارګ د ځانګړي ځواک يو تن ساتونکی صلاح الدين خپل کورته په رخصتۍ راغلی و چې تېره شپه يې وسله والو په کور بريد کړی او وژلی يې دی او د هغه مور يې ټپي کړې ده.

له پيښې وروسته بريد کوونکي له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

عطاء الله خوږياڼې د پېښې په تړاو د چا دنيولو کېدو په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه چې پيښه تر پلټنې لاندې ده او د تورنو کسانو د نيولو هڅې روانې دي.

تر اوسه د يادې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې د ملي راديو تلويزيون وياند او د والي سلاکار زبير خاکسار هم د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x