افغانستان

حامد کرزی د جنرال اشفاق کیاني سره د ملاقات لپاره بلجیم ته روان سو

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزی د پاکستان او امریکا سره په درې اړخیزه غونډه کي د ګډون لپاره بلجیم ته روان شوی.
د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کی ویل شوي چي د بلجیم په بروکسل ښار کي به دغه درې اړخیزه غونډه تر سره شي چي په کښي به د افغانستان او پاکستان تر منځ خرابي اړیکي تر بحث لاندي راسي، او همداسی د سولي د بهیر په اړه به د دریو اړخونو تر منځ خبري وشي،

خبرپاڼه وايي چي ولس مشر به د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني اردو له خوا د سرحدي دروازې پر سر هم د پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي.
باید وویل شي چي د حامد کرزي سره په دغه سفر کي د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د دفاع وزیر جنرال بسم الله، د ملی امنیت سلاکار دادفر سپنتا، د جمهوري رئاست د دفتر رئیس عبد الکریم خرم، او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي هم ملګري دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چي د پاکستان څخه به په کښي د فوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د نورو جګ پوړو سیاسي او فوځي چارواکو په ګډون غونډي ته حاضر سي، او د غونډي مشري به د امریکا وزیر خارجه جون کیري کوي.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close