
نعتيه غزل : مشفق حريت مل
مشفق حريت مل
سلام درلېږمه د بل په واسطه محبوبه
کله به زما کړي خدای نصيب د ستا روضه محبوبه
د زړګي څړيکې مې شيبه شيبه زياتيږي پسې
چې مې تر مخ ځي ستا د کلي قافله محبوبه
زما ژوندون لکه خزان څېره مې مړاوې ښکاري
خو ستا درود پرې د سپرلي ښايسته وږمه محبوبه
بيا به زه ونه کړمه سوال د بل نعمت په دنيا
که مې نصيب شوله يو ځلې مدينه محبوبه
پوهيږم يمه ګناهګار خو ربه تانه غواړم
د محمد د وطن ښکلې ننداره محبوبه
مشفقه رب که مهربان شو نو بيا ستونزه نه ده
مسکن به زما وي تل ترتله مدینه محبوبه
۱۳۹۴/۱۱/۱۹ دوشنبه خپله جونګړه