نظــر

دشريرو اربکيانو د وحشت يوه بله بېلگه

زموږپراسلامي اوپاکه خاوره باندي دامريکايانواوددوی دنړۍ والوصليبي  انډيوالانودناروا اشغال ناخوالي خوله ترحدتېري دي ځکه حقيقت دادی چي امريکايانوزموږهيوادته داسي څه نه دي راوړي چي هغه دي ديوه مسلمان افغان لپاره دخوښۍ زېری وي.

دهغوکرغېړنوکړنوله جملې څخه يې يوه داده چي زموږپه هيوادکي يې دقومي اربکيوپه نامه ملېشې منځ ته راوړلې چي داهم زموږدهيوادوالودزورولولپاره يولوی پلان دی.

په دغوملېشوکي داخل کسان يوازي،غله،بدمعاشان اوهغه بې ننگه کسان دي چي نه خپله عزت لري اونه هم زموږدعزتمنوخلگودعزت په تالاکولوصرفه کوي.

زه چي ترکومه اربکيان پېژنم نوماته داسي څوک نه رامعلومېږي چي هغه دي سم سړی وي.

بلکي ټول داسي  بې مروته اوبې ننگه خلگ دي چي مخکي هم په غلاوو،شوکواونشووروږدي وو.

نودداسي خلگوڅخه به سړی څه گيله وکړي؟

ځکه داخوپه گيله نه پوهېږي.

خوافسوز ماته دمومنو،پتمنوافغانانوپرحالت راځي چي ناخوالي يې بې شمېره دي.

په روانوحالاتوکي چي دناخوالوخبرواورېدل خورازيات دي،له يوې داسي ناخوالي خبرشوم چي دظالمو،وحشي،شريرو اربکيانوداخلاقوڅرگندونه کوي

هغه داچي

دتېري يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ۲ بجې د لوګر مرکز  مربوط دکمال خيلو په سیمه کې  شریرواوظالمو اربکيانو ديوه مسجد امام  محترم مولوي محراب الدين  هغه مهال شهید کړ چې هغه  په سیمه کې د تيرې شپې دشهيدو شوو مجاهدینو دجنازې لمونځ اداکړ ، سميز اربکیان راغلل لومړی يې دټولو خلکو په مخ کې ملا امام مولوی محراب الدين سخت ووهلو  وروسته يې ‌‌په شهادت ورساوه  او خلکوته يې اعلان وکړ چې له دې نه هيسته که څوک دمجاهدینو(طالبانو) دجنازې لمونځ کوي نو انجام به يي داوي  .( انالله وانااليه راجعون )

ياده پيښه چې دسيمې ټولوخلکو وليده د اربکيو جنايت او دوحشي توب روستی حديې واضح کړ اوداښيي چې دغه شومه پديده په هيڅ وجه هم دترحم وړ نه ده او په وړاندې يې بايد خورا ستوغ او جدي اقدامات ترسره شي اوبايدټول افغانان ددغووحشيانواومرتدوکسانوپه خلاف راپاڅي اودمجاهدينوسره اوږه په اوږه ودرېږي څوددغودرندگانوله شرڅخه هيواد وژغورل شي.

له اربکيانونه ځکه يوازي دداسي کړنوهيله شته ځکه دوی تازه له اسلامه وتلي اومرتدشوي دي اومعلومه خبره ده چي مرتدتراصلي کافرسخت وي اوداسلام په دښمنۍ کي ډېرفعال وي.

انشاءالله دغه ظالمان به ډېرژر په سزاورسېږي که څه هم لږمهلت ورکول شي.

ددوی له حالته بايدانسان عبرت واخلي اوالله پاک ته متوجه شي چي ياالله!موږددوی له حالته وساته ځکه داوخت اخېري دی،په دې وخت کي دنبوي ارشاداتوپه رڼاکي داخبره معلومه شوې  چي له ډېروکسانوايمانونه ځي اودايمان له سترنعمت څخه محرومېږي.

نوپه داسي وخت کي بايددکفارودهرډول مرستي څخه ځان په کلکه ساتل  دهرمؤمن مسلمان ضروري وجيبه ده چي په اړه يې بايدله غفلت څخه ځان وساتل شي.

بېرته راځوخپل مطلب ته اوهغه داچي داربکيانوداخلاقواوکارونويوه بېلگه موبيان  کړه.

له دې څخه بايدصليبي اشغالگراودکرزي دمزدوري ادارې اجيرغلامان اودامريکالپاره داسلام مقابلې ته ولاړ گوډاگيان داسبق واخلي چي انشاءالله داربکيانوله لاري به دوی نورڅه لاس ته رانه وړي پرته له دې چي نوربه هم ددوی په وړاندي دافغان مجاهداولس غصه راوپارېږي اودمجاهدينوسره به نوره همکاري زياته کړي.

اوانشاءالله تعالی دوی به ددغواربکيانوله لاسه نه  نه جبرانېدونکي زيانونه وويني چي بيابه خپله هم په خپلي دې غلطي پاليسۍ پښېمانتياوکړي،خووخت به تېروي اوپښېمانتيابه يې پرته له ماتي اوشرمندگۍ نورڅه فائده ورته ونه کړي.

وماذلک علی الله بعزيز

پای

ليکوال :حقبين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x