روغتیا

د سپي داړلو ته په کمه سترګه مه ګورئ

وزیر ځدراڼ جرمني / مونشن

سره له دې چې سپی د ډېرو خلکو له پاره د ژوند یو ښه ملګری دی خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې سپی یو څیرونکی حیوان دی او په ځانګړې توګه کله چې سپی لېونی شي.

په یوه وروستۍ پېښه کې یوه لېوني سپي د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ د ولسوالۍ په توریخېلو سیمه کې یو شمېر خلک داړلي ول چې څو کسان یې سخت په تکلیف کړل او یو بېچاره کس یې حتی د مرګ کومي ته ورټېل واهه.

د پېښې قرباني چې د څو وړو ماشومانو پلار وو ډول میر ځدراڼ نومېده چې څو اونۍ وړاندې پرې یوه لېوني سپي خوله لګولې وه خو ارواښاد ځدران او کورنۍ یې دغه پېښه بابېزه ګڼلې وه او فکر یې کړی وو چې ښایي دا به د یوه عادي سپي حمله وي. خواوشا دوه اونۍ وروسته د ډول میر روغتیايي حالت خراب شو او کله چې خپلوانو یې کابل ته ورساوه معلومه شوه چې ارواښاد د لېوني سپي د حملې قرباني شوی دی.

که چېرې ستاسو په ګاونډ یا سیمه کې کوم سپی چا ته خوله ور واچوي او ویې داړي، هڅه وکړئ چې ژر تر ژره یې داسې روغتیايي کلینیک ته ورسوئ چې په کارپوه ډاکټران او روغتیایي اسانتیاوې ولري څو معلومه شي چې سپی لېونی نه وي او که وي چې په ټاکلي وخت یې درملنه وشي.

د لېوني سپي د وایرس ضد واکسینونه تقریبا په هر ځای کې وړيا ترلاسه کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x