ننګرهار کې د ملي اردو د غلا شوو تېلو مرکز افشا شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): له تېرې اوږدې مودې داسې خبرونه او اوازې خپرېدې، چې د امنيتي ځواکونو تېل او نور تجهيزات په تور بازار کې په ناقانونه توګه پلورل کيږي، مګر حکومتي چارواکو دا خبر رداوو.

د ننګرهار ولايتي شورا وکيل جاويد زمان دا ځل له يو شمېر اسنادو سره هغه مرکز رسوا کړی، چې له تېرو څو کالو راهيسې يې د ملي اردو تېل په غلا پلورل.

جاويد زمان وايي، چې د ملي اردو او پوليسو منسوبينو به په پټه د رينجرو تېل دې ځای ته راوړل او په غلا به يې پلورل.

«موږ تاسې ټولو وليدل، چې ملي اردو، پوليسو او سرحدي ځواکونو کې داسې کړۍ شته، چې د رينجرو تېل په غلا پلوري او موږ د مدني ټولنو په مرسته دغه مرکز افشا کړ او له ټولو ولايتي ادارو غوښتنه کوم، چې خپلو سيمو کې دغه ډول د غلا مرکزونه رسوا او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.»

د دغه مرکز يو کارکوونکي رسنيو ته ويلي، چې دلته به د امنيتي ځواکونو رينجر راتلل، خو دوی ته معلومات نه شته، چې څه به يې کول، ځکه دوی به يې دننه نه پرېښول.

د ننګرهار د امنيه قومانداني وياند حضرت حسين مشرقيول وايي، چې دوی ته هم دا ډول خبرونه رسېدلي او له بشپړې څېړنې مخکې دوی نه شي کولای، چې په دې اړه څه ووايي.

بل پلو د ۲۰۱سېلاب قول اردو د څلورمې لوا وياند جګړن شيرين اغا رسنيو سره په خپلو خبرو کې دغه راپورونه رد کړل او دا خبره نه مني، چې دلته به د امنيتي ځواکونو موټرو څخه په غلا تېل پلورل کېدل.

تر اوسه دا نه روښانه شوې، چې د دغه مرکز مسوولين څوک وو او له کومې ډلې سره يې اړيکه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د