دیني، سیرت او تاریخ

دیوې سوډانۍ مېرمنې الحیاءدسوالونو په ځواب کي(2)

۴: داوسنی عیسایت بنسټ ایښودونکي پولس دی، دتثلث، اودسیدنا حضرت عیسی علیه السلام الوهیت اودهغه دادعاشوی صلیب داهرڅه دپولس عقایداونظریات دی،حال داچې پولس دحضرت عیسی علیه السلام په وخت کي دحضرت عیسی علیه السلام ستردښمن ؤاوده بیادحضرت عیسی علیه السلام دصعودڅخه وروسته عیسایی شو، اودی خپله کيسه په بایبل کي کوی چی ودمشق ته پرلاره روان وم چی ناڅاپی …. اوداسی نور… نوپه حقیقت کی داوسنی عیسایت بنسټ پولس ايښی دی نه سیدناحضرت عیسی علیه السلام اونه هم لوی واحدلاشریک خدای جل جلاله.

پاتی دی نه وی په ځینوبایبلوکي تثلث شته اوپه ځینوکي دتثلث هیڅ څرک نشته.

که شته هغه په څوډولونوسره دی دبیلګې په ډول سره ئې ملاحظه کړی:

For there are three that bear record in heaven, the Father, the Word, and the Holly Ghost: and these three are one. (1 john,5 : 7)

ژباړه:

درې دي چی ګواهې ورکوی په اسمان کی پلار،ځوی اوروح القدوس اودادرې سره یو دی. (لومړی لیک دیوحنا ۵: ۷- ۹)

داپه (King James Version)  بایبل کی اوپه اردوبایبل  (کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱)  کی شته اوپه (Holly Bile Revised Standard 1952)  Version کی بیا دادتثلیث ایات نشته، اوکه وعربي اردواوپښتوبایبلوته راشونونوپه هغوکی هم داتثلیث نشته

په عربی بایبل، پښتوبایبل اواردوبایبلو  کی همدادیوحناایات ۷ نشته او واتم ایات ته ئې د۷ شماره ورکړیده یعنی تثلیث نشته. لاندی بایبلونه وګورئ:

الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون

انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان

کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱

انجیل مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور- ۵۴۰۰۰، ۲۰۰۹

نودابه څنګه موږومنوچی تاسی عیسایان ئې ځینی منئ اوځینی ئې نه منی اوکه تثلیث په حقیقت کی وای نوبایدپه هربایبل کی موجوده وای، له دې څخه په ښکاره جوتیږی چی دایوه افسانه اوتخیل دی اوبس.

۵: هغه بایبل چی په انګلیسی ژبه کي ورته سور خط لرونکي بایبل وایی  (Red Letter Bible)  داهغه بایبل دی دعیسایی نړۍ په آنددحضرت عیسی علیه السلام کلام په دي بایبل کي په سره خط باندی لیکل شوی دی اونوربایبل په تورخط باندی لیکل شوی دی، په دې بایبل کي دحضرت عیسی علیه کلام تر۱۰ ٪ سلنه زیات نه دی، که موږفرض کړوچی دالس سلنه دحضرت عیسی علیه السلام رښتنی کلام دی نو۹۰٪ سلنه بیانه دحضرت عیسی علیه السلام کلام نه دی اونه هم دخدای کلام دی دائې یوښکاره اوساده ثبوت، نو داسی کتاب موږڅنګه الهی کتاب وبولو؟؟؟

ایابایبل دخدای کتاب دی؟؟؟

بلکي بایبل دخدای کلام نه دی، داځکه چی:

۱: بایبل ستاسوپه آند (۵۰۰۰۰) پنځوس زره غلطیانی لری.

دا غلطیانی او نیمګړنتیاوی لومړی ځل د ۱۹۵۷ د سپټمبر پر اتمه د « ویښتیا » په نوم د یوې عیسوۍ مجلې څخه را وټوکېدې ، او بیا د ۱۹۷۴ کال د ډسمبر پر دیرشمه د « ټایمز » معتبری مجلې د « انجیل څومره رښتیانی دی ؟ » تر سرلیک لاندی بربنډ کړل . خو نن د انجیل د متن دا ټکرونه ،اختلافونه  ، تحریفونه او تناقضونه آن تر پنځوس زرو هم اوښتی دي

چې اوېک(Awake) ویښتیا نومیږي چې د۱۹۵۷میلادی کال دسیپټمبرد۸  نېټې په ګڼه کي داسی لیکي:

عیسایی نړۍ منی چې په اوسني بایبل کي (۵۰۰۰۰) پنځوس زره غلطیاني دي؛ پاته دی نه وی چې دااخبارپرنیټ باندی شتون لری که ئې غوښتنه وکړی نوزه به درولیږم،. دبایبل هره پاڼه چې یوعاقل انسان ګوری دابه ضرورووايي چې دادخدای کتاب اوکلام نه دی.

ددې څخه علاوه ډاکټرمل چې کله دبایبل پرنوې عهدنامې باندی څېړنه وکړل نووئې ویل چې په دې کتاب کي(۳۰۰۰۰)دېرش زره اختلافات شته اوهمدارنګه ډاکټرګريس بيک چې دبایبل د۳۵۵ نسخومطالعه وکړل اووروسته ئې وویل چې په دې نسخوکې (۵۰۰۰۰۰۰) پنځوس لکه اختلافات شته. اوکه چیری دبایبل ۲۴۰۰۰ نسخې سره یوځای شي نوڅومره اختلافات اوغلطیانې به پکښې وي؟ چې ترشماروځی اوکېدای سی چې ریاضي دان انسټاین که ژوندی وای نوددې خرافاتو، تحریفاتو، ټکرونو او غلطیانو شمېرلو به ستړی اوستومانه کړی وای؛ اوداهیڅوک نشی منلای چې دادي دخدای کتاب شی
 
۲: په بایبل کي تر۱۰۰ زیات ټکرونه شتون لری.

دبیلګی په ډول سره ۱۰ ټکرونه بیانوم نورټول تاسی زماپه کتاب (ټکرونه غلطیانی اوفحش په بایبل کي) لوستلای شی اوهغه لس ټکرونه دادی:

ټکر# ۱: داود چاوهڅاوه چې داسرائیلوجنګیالی وشمیری؟

ا: خدای داکاروکي۔ (دوهم سمئول،۲۴ باب، ۱ ایات)

ب: شیطان داکاروکي۔ (لومړی تواریخ، ۲۱ :۱)

دنړۍ په هیڅ مذهب کي داسی نه ده چې خدای اوشیطان دی سره یوشی.

ټکر # ۲:

دجنګ لپاره څومره داسرائیلوجنګلیالی پیداشول؟
ا: ۸۰۰۰۰۰۔ (دوهم سمئویل ۲۴: ۹)
ب: ۱۱۰۰۰۰۰۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۵)
دایواځی دصفرغلطیانه ده اونه ئې داسی څه معمولی توپیرشته بلکې فرق ئې لکه دځمکې اواسمان.

ټکر # ۳:

په یهوداه کي څوجنګیالی پیداشول؟

ا: ۵۰۰۰۰۰۔ (دوهم سموئیل ۲۴: ۹)

ب: ۴۷۰۰۰۰۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۵)

ټکر# ۴:

خدای خپل پېغمبردداوددترټلولپاره پرهغه څوکاله قحطی راوستله؟

ا: ۷ کاله۔ (دوهم سموئیل ۲۴: ۱۳)

ب: ۳ کاله۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۱۲)

ټکر# ۵:

اخزیادڅوکالوووچې دده سلطنت پربیت المقدس پیل شو؟

ا: د ۲۲ کالووو۔ (دوهم پاچایان ۸: ۲۶)

ب: د ۴۲ کالووو۔ (دوهم تواریخ ۲۲: ۲)

ټکر# ۶:

یهویاکين دڅوکالوووچې دبیت المقدس پاچاشو؟

ا: د ۱۸ کالووو۔ (دوهم سلاطین ۲۴: ۸)

ب: د ۸ کالووو۔ (دوهم تواریخ ۳۶: ۹)

که ته وماته ووايی چې دادکاتب غلطیاده اویوتوری ورڅخه پاته شوی اویاهم زیات شوی دی، نوزه درته وایم چې په هغه وخت کي عددپه تورولیکل کېدل دی نه  لکه(اتلس او اته)، اوپاته دی نه وی چې په هغه وخت کي هندسی عدد نه وو.

ټکر# ۷:

داود چې خپله نېزه پورته کړله څوخلک ئې مړه کړل؟

ا: ۸۰۰ خلک ئې مړه کړل۔ (دوهم سموئیل ۲۳: ۸)

ب: ۳۰۰ خلک ئې مړه کړل۔ (لومړی تواریخ ۱۱: ۱۱)

ټکر# ۸:

داود کله دعهد صندوق وبیت المقدس ته راوړی دفلسطینیانوترماتې مخکي که وروسته؟

ا: وروسته ۔ (دوهم سموئیل ۵ او۶)

ب: مخکي۔ (لومړی تواریخ ۱۳ او ۱۴)

ټکر# ۹:

څوپاکې جوړې حیوانات حضرت نوح علیه سلام دخدای په امرسره وکښتۍ ته ورواچول؟

ا: ۲ جوړې۔ (پیدایښت ۶: ۱۹، ۲۰)

ب: ۷ جوړې۔ (پیدایښت ۷: ۲)

ټکر # ۱۰:

عیسی وبیت المقدس ته پرڅوحیواناتوولاړی؟

ا:پریوه ـ بهاڼ۔ (مراقس ۱۱: ۷، لوقا ۱۹: ۳۵)
نوهغوی عیسی ته بهاڼ راوستی اوخپلې جامې ئې پرې واچولې اوهغه پرسپورشو۔

ب: پردووحیواناتو ـ بهاڼ اوخر۔ (متی ۲۱: ۷)
دوی وعیسی ته بهاڼ اوخرراوستی اوخپلې قباګانې ئې پرکښېښودلې اودی پرسپورشو۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x