طالبان بې له الله تعالی بل چا ته نه تسلیمیږي

ليکوال: محمد امين بسمل

ليکوال: محمد امين بسمل

محمدامین بسمل

په افغانستان کې د یرغلګرو عسکرو عمومي قومندان جان کمپل وايي چې طالبان د وسلې له اېښودلو پرته بله لار نه لري.

دا بې لکۍ هم لکه هغه قسیم فهیم، چې له کدو سر او یو خروار لري سره تورو خاورو ورکش کړ ددې کمپل کمبله به هم یوه ورځ ورټوله شي ان شاء لله تعالی.
که یاد مو وي قسیم فهیم به هم کټ مټ همدا خبره تکراروله، چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږدي او له سولې سره یو ځای شي.

دغه امریکايي سربداله قوماندان نن په کابل کې له امريکا سره د امنيتي او له ناټو سره د عسکرو د وضعیت هوکړه لیکونو دپلي کوونکي کمیسیون په لومړۍ ناسته کې وويل چې طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، وسله پر ځمکه کېږدي او په وينا يې له سولې سره یوځای شي.

دغه سرټمبه قوماندان د افغان اجیرو عسکرو را پیدا کول، روزل او ملاتړ خپلې هڅې وبللې او په زغرده يې وویل چې که موږ او زموږ تړونونه نه وای افغان اردو او پولیس به موجوديت نه درلود.

درنو لوستونکو!

اول خو دې کله خام کمپل ته وایم، چې دا تاسې چې له کابله تر اسلام آباده ځغلئ او څلور اړخیزې غونډې جوړوئ آیا دا د سولې لپاره دي که د نورو شومو اهدافو لپاره؟

که د سولې لپاره وي نو بیا خو دمقابل طرف د تسلیمېدو خبر منطق نه لري مانا څوک چې تسلیمیږي له هغو سره خو څوک د سولې خبرې نه کوي که تاسې هم دسولې خبرې نه کوئ نو بیا د څه لپاره د څلور اړخیزو غونډو او لار نقشې په نوم د اولسونو ذهنونه مغشوشوئ؟

روښانه خبره ده، چې تاسې د سیمې چور، چپاول او اشغال ته راغلي یاست او هیڅکله هم سوله نه غواړئ که مو په رښتیا سره سوله غوښتی نو دا ډول غیر منطقي شرایط به مو طالبانو ته نه وړاندې کول له ټولو بد او د خندا وړ شرط خو مو دا دی، چې داساسي قانون په منلو باندې ټینګار کوئ کوم چې اول تاسو په افغان اولس وتاپه او بیا مو پخپله په خورا بې شرمانه ډول تر پښو لاندې کړ، خپله بوینه دیموکراسي مو په شرمونو وشرموله زموږ د اولسونو په رایو مو ملنډې ووهلې او ګوډاګی غبرګ عبدالله مو له لیوني مفکیر سره تر یو زغ لاندې وتاړه اوپه لوی لاس مو دا خپل تپل شوی اساسي قانون تر پښو لاندې کړ اوس لا دا هم وایاست، چې طالبان دې اساسي قانون ومني.

دوهم دا، چې دافغان عسکرو په نوم تاسې دلږکیو وطنفروشې اجیرې ملېشې را پیدا کړې، ساتلې او روزلې دي دا کار مو هم دخپلې سلطې ددوام لپاره کړی خپل اشغال پرې اوږدوئ، اولسونه پرې وژنئ هسې مو نوم دافغان پولیسو او اردو پرې ایښی.

دې بې منطقه جنرال طالبان خپل هغه دښمنان وبلل چې دده په خبره افغانان وژنې، دښځو پرحقونو او زده کړو هیڅ باور نه لري.

د دغه څلوربول یې د ښځو له تحصیل اوحقوقو سره څه؟

دتاسف وړخو لا دا ده، چې افغان وژنه کومه چې دوی یې دا ۱۵ کاله په مخ وړي هغه یې هم په طالبانو ور اړولې ده.

بله خبره دا، چې دسپینې ماڼۍ خماریانو څو ځلې پخپلو څرګندونو کې طالبانو ته د دښمن خطاب نه دی کړی خو جان کمپل طالبان خپل دښمنان وبلل.

اوس دې نو جان کمپل دغو نرو دښمنانو ته ټینګ شي.

لنډه دا، چې زموږ د ګران هیواد د خپلواکي ګټل او په سیمه کې ارامي راوستل بې له سرښندونکو طالبانو دبل چا په وس نه ده.

اوس نو باید طالبان خپل سر سم خلاص او لکه په مخکینیو لیکنو کې مې، چې ورته لیکلي وو له هرڅه لمړی د لوی دښمن دکنترول له ساحې څخه خپل حسابي مشران او کورنۍ یې وباسي که نه نو لاس تړلي به یې د کابل شغالانو ته تسلیم کړي.

طالبان په دې باید هم سر خلاص کړي، چې پنجابي نواز شریف دا هڅې هم پیل کړې تر څو د قطر چارواکي وهڅوي، چې په قطر کې دطالبانو سیاسي نمایندګي مطلق وتړي مانا طالبان له ستوني ونیسي.

که زه طالب وای همدا نن شمالي کوریا ته تلم او هلته مې سیاسي دفتر پرانیست که نور هیڅ نه وای په تبلیغاتي جګړه خو به مې جان کمپل دغو لیوني کړي وای.
طالب مشران په والله که په دې کافر شي، چې له پاکستان څخه بهر کوم بل هیواد ته سیاسي پناه وېسي.

طالبه خپل بخت په لغته مه وهه ستا له بخت سره د مظلومو هیوادوالو بخت هم غوټه دی هله ژر شه له موقع څخه ګټه پورته کړه ولس خو هسې هم درسره مل دی دسیمې زورور در خپل کړه در خپلیږي هم ځکه چې دهغوی ګټې امریکا په خورا سخت خطر کې اچولې دي بس همدایې وخت دی مشروع معامله ورسره وکړئ تر څو اشغالګر تېښتې ته اړشي.

د سیمې له زورورو څخه پوځي مرستې واخلئ د الوتکو ضد قوي او مډرنې وسلې ورڅخه لاس ته کړئ او د جان کمپل چوغکه لا په هواکې پرې نه ږدئ هغه وخت به پوه شي، چې طالبان بې له الله تعال ج بل چاته نه تسلیمیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

محمد امین بسمل صاحب زنده باد دی یی په رښتیا چی وطن پاله یی او دوطن درد درسره دی ستا له لیکنو زه پوهیږم چی حق بینه یی اومشوری دی دیری ګټوری دی

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

احمده وروره اسلام علیکم، هیله ده خوښ اوسلامت واوسئ، له نظر او خلص څخه مو منندوی یم ستاسو ارمان د اولس ارمان دی او دا دی زه یې هم تمثیلوم اوپخپلو لیکنو کې یې دا ټولې نړۍ ته وررسوم البته دنن ټکي اسیا له درنو چلوونکو څخه هم د زړه له تله مننه کوم، چې بې له ګوتوهنو زما لیکنې خپروي او ددې ترڅنګ له خپلو خوږو لوستونکو څخه هم منندوی یم، چې په خورا زیات شمېر یې لینکونه وراخیستي دا په دې مانا، چې زموږ غیرتمن وروڼه او خویندې نور د روان کرغېړن او تپل شوي حالت زغم نه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

بسمل صاحب ، الله ج دی ستا په شان ورونه نور هم زیات کړی ، زیات هم دی الحمدالله ، جهاد مبارزی او جد و جهد ته ویل کیږی هر څوک چه هر چیری د خبلی وسی او ماحول د شرایطو له مخی خپلی هلی ځلی جاری ساتی هغه مجاهد دی په دی شرط چه نیتونه یی هم د الله ج د رضا او عبادت په نوم وی . مګر یوه منلی ټوقه او یا پوښتنه درڅخه کوم او هغه ستاسی د نوم په اړه ده او دا ستاسی ګناه هم نه ده ستاسی مشرانو دا نوم تاسی ته خوښ… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

دوست محترم بسمل صاحب در جنگ چهارم صلیبی اسلام امریکا/ناتو که برای انتقام پدران شان کشور ما را اشغال نموده اند جنرال کمبل کواسه داکتر کمبل و جنرال جان مک نیکولسن کواسه جنرال جان نیکولسن هستندکه توسط آزادی خواهان مجاهدین افغان جد خدا بیامرزم در ۲۰ نوامبر ۱۸۴۱ اسیر گرفته شده بودند حالا کواسه هایشان برای انتقام گرفتن پدران شکست خورده صلیبی های شان وطن ما را اشغال نموده اند که الحمدلله مانند اجداد شان در مقابل شیر بچه های آزادی خواهان افغان همچنان مانند گذشته شکست خورده اند الله اکبر .

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

قدرمن بیانزي صاحب او مهمندصاحب ته ځانګړي سلامونه او درناوی وړاندې کوم هیله من یم له خپلو درنو کورنیو سره د روغتیا اوخوښي جا مې په تن ولري. دبیانزي صاحب له لطف او شفقت څخه یوه نړۍ مننه کوم او دومره لیکم، چې مرګ خو هسې هم را روان دی نو که تر بړستن لاندې یا دغلامي تر زغ لاندې مرو ولي دخپلواکي په لار کې په جګو سترګو د شهادت جامونه پورته نه کړو. زه چې څه لیکم دا په ځان باندې دخپل دین، ګران افغانستان اومظلوم اولس حق ګڼم او په دې لار کې لا له پخوا له… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

بسمل صاحب ډیره مننه ، تاسی باور وکړی ستاسی د نوم له هغه توضیح چه تاسی لیکلی کوم چه د یو مرغه نوم دی خبر وی هغه چه ما درته لیکلی وو نه لیکل ، ما فکر کولو چه ستا نوم نیمایی شوی ، دا چه دومره ښکلی معنی لری مونږ خپله نیوکه واپس واخیستله الله ج دی وکړی تاسی خوابدی شوی نه یاست مننه

محمدامین بسمل
میلمه
محمدامین بسمل

قدرمن الحاج استاد بیانزی صاحب! له ځواب اوقناعت څخه مومننه کوم قانع خلک د الله ج له دوستانو څخه دي، ستاسو له قناعت سره زما روح هم ارامه شوه یوه بله ستونځه چې ما په مخکیني ځواب کې تاسو ته ونه لیکله هغه داده، چې د بسمل دنوم اړول له نورواداري ستونځو وراخوا داهم ده، چې زه خوالحمدالله دلیکوالي ترڅنګ شاعرهم یم اوزما په زرګونو اشعارو کې د بسمل نوم ذکر شوی هغو اشعارو ته یوبل نوم وراچول اوبیا له سره په اشعاروکې د سیلابونو، وزن، قافې او ردیف تنظیمول او مراعتول هم ستونځمن کاردی. په هرصورت ښه شول چې… نور لوستل »