نظــر

عـسکــر جــانــه تـاتـه وايــم !

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

یادونه: دا لیکنه ډیر مخکې لیکوال کړې، خو اوس یې یو ځل بیا تر نظر تېره کړې، زیاتونې او سمونې یې پکې کړي، او نن ټکی اسیا ته یې د مکرر نشر لپاره را لیږلې.

عسكرجانه! زه ستا ورور يم او غواړم په مينه مينه دې په يو څو خبرو وپوهوم. عسكرجانه! زه ستا هغه ورور يم چې په دې هېواد كې مې د روسانو يرغل له پيله تر پايه وليد، او د هغوئ تر څنګ د درېدلې افغاني اردو انجام مې هم وليد. د دې وطن ټولې ملېشې او تنظيمي ټوپكيان مې هم وليدل چې څنګه يې د خپل ملت په خلاف د دښمنانو د اهدافو د ترسره كولو لپاره جګړې وكړې.

عسكرجانه! زه نه غواړم چې تر دې ترخو تجربو وروسته دې بيا هم ته هماغه څه وكړې چې ستا ولس پرې كړېږي، خو زما او ستا دواړو كافر دښمن پرې خوشحالېږي.

عسكرجانه! غواړم په مينه او مهربانۍ درسره د زړه حال شريك كړم! زه او ته خو دوه وروڼه يو، خو افسوس چې ته رانه كفارو  په خپله غېږ كې نيولى يې، خپل ټوپك يې تا ته لاس كې دركړى چې ما پرې وولې. او پدې ګناه مې وولې چې ولې د كفارو په خلاف جنګېږم، او ولې هغوئ ته سر نه ټيټوم؟

عسكرجانه! زه او ته خو دواړه د يوې مور زامن وو، ما او تا ته خو مورجانې په يوه ورځ سيپاره لاس كې راكړې وه او د مسجد ملا صاحب ته يې لېږلي وو چې دين زده كړو، ستا به هم يادېږي چې دواړه به يو ځاى د ژمي په يخنۍ كې سهار وختي جومات ته تللو او د ملاصاحب مخې ته به كښيناستو، خو دا چې ما سيپاره وويله نو (طالب) شوم، او تا تر زلميتوبه خلاصه نه کړه!  تا نه يوازې دا چې درس ونه وايه بلکې  بل هېڅ كسب او كمال  دې هم زده نكړ، آخر له مجبورې ورځې لاړې د کافر په لاس په جوړې شوې اردو کې عسكرجان شوې، هغه هم د كوم ملي مكلفيت پر اساس نه، بلکې د دې لپاره چې دولس زره افغانۍ دركوي. كه نه په شروع كې خو زه او ته دواړه (طالبان) وو.

عسكرجانه! تا ته خو ښه درمعلومه ده چې زه چې د مدرسې طالب وم نو هره جمعه به كورته راتلم، له تا او كورنۍ سره به د هرې جمعې ورځ زما اختر وو. د هرې هفتې په سهار  به زما د احترام پخاطر  تر نيمې لارې ته هم راسره تللې، زما عزت او احترام به دې كاوه.

ما چې كتابونه وويل نو دا مې هم وركې زده كړل چې د دين يوازې زده كول مطلوب نه دي، بلکې پر هغه عمل اوله هغه څخه دفاع كول هم د مسلمان كاردى، او د دين تطبيقول هم د دين د زده كوونكو وظيفه ده. هماغه ؤ چې د دين د تطبيق او له هغه څخه د دفاع لپاره مې جهاد شروع كړ.

عسكرجانه وروره! په كار خو دا وه چې تا په دې کار کې زما ملا تړلې واى، او زما ترڅنګ درېدلى واى، خو افسوس چې ته د كلي له چرسيانو او بنګيانو سره ملګري شوې. مور او پلار كه هر څومره نصيحتونه او زارۍ درته وكړې خو ته هغه سړى نشوې چې هغوئ غوښتلې. مور او پلار درته پردۍ لور هم كښېنوله چې ګوندې له واده سره به د مسؤليت احساس دركې پيداشي، ستا خو اولادونه پيدا شول خو په تا كې د ښو او بدو د پېژندلو تميز پيدا نشو. هماغه وو چې لاړې د څو پيسو پخاطر د دين او وطن د كافرو دښمنانو تر څنګ د هغوئ په لاس په جوړې شوې اردو كې عسكر شوې، او اوس هغه څه كوې چې هغوئ يې درڅخه غواړي.

عسكرجانه! کافران خو زما او ستا دواړو د دين دښمنان دې. هغوئ له ليرې ځايه د دې لپاره راغلي چې دلته پر ما او تا خپله حمكرانې وچلوي. هغوئ زموږ وطن اشغال كړى او زموږ هر څه يې په خپل واك كې راوستلي دي. ته نو ولې د هغوئ تر څنګ ولاړ  يې او له ما سره دښمني كوې؟

عسكرجانه! تا ته به نه در معلومېږي چې زه نه غواړم چې تا ووژنم، خو ته له يرغلګرو کفارو سره په يوه صف كې ولاړ يې، او د هغوئ لپاره كار كوې. تا خپل ځان د هغوئ سپر ګرځولی، نو ځكه خو زما په ګوليو لګېږې. خو بيا مې ستا په وژل كېدو خوا بدېږي، ځكه چې ناوې دې كونډېږي، سپين سرې مور او سپين ږيرى پلار درباندې كړېږي. ستا وړو وړو يتيمانو ته بيا هم همدا زه ځورېږم. او  همدا ستا له امله بيا زه په خپل كور کلې کې چاته سر نشم پورته کولی. آيا تا هم كله پدې غور كړى دی؟

عسكرجانه! ته پوهېږې چې تا كفار په دوستۍ نيولي دي! ته پوهېږي چې كافران تا ته خپل دوست وايي؟ آيا پدې هم پوهېږي چې كافران تا او ستا اردو خپله لاسته راوړنه ګڼي؟ پدې پوهېږي چې هغوئ په خپلو منځونو كې وايې چې د اردو له عسكرو مو داسې خلك جوړ كړل چې نور به زموږ پر ځاى هغوئ د اسلام او جهاد په ضد جنګېږي؟

عسكرجانه! كېداى شي چې ته ووايې چې زه خو له كافرانو كركه لرم، خو ستا افسران د امريكايانو، انګريزانو، جرمنيانو او فرانسويانو لخوا ټاكل شوي دي، او ته د هغوئ په قومانده چلېږې. دلته ستا انفرادي كركه تر هغې هېڅ  تاثير نه لري چې تر څو دې د دې کافرانو په وژلو د خپلې كركې اظهار نه وي كړي. او  كه داسې ونشي نو  بيا خو ته هم له زړه د هغوئ ملګري يې! ځكه چې ته خو ورسره بندي نه ئې، بلكى په خپله خوښه ورغلی يې، او له هغوئ سره دې د هغوئ د شرائطو پر اساس قرارداد کړی دی. ته له هغوئ سره يوځاى اوسې، ته  په خپله خوښه د هغوئ لپاره ما وژنې، او هغوئ ته زما د كور لاره ورښئې.

عسکر جانه! هغه بله ورځ دې وليدل چې ستا يوه ملګري د خپل ټوپك يوازې يوه ججوره په ورسره روزونكو امريكايانو كې تشه كړه او بيا په هسكه غاړه له مجاهدينو سره ملګرى شو! ودې ليدل څنګه يې په همدا يوه ججوره ټوله اروپا او امريكا ولړزوله؟ څنګه يې د هغه ځاى ولسونه په خپلو حكومتونو پسې راپورته كړل؟ او څنګه د دښمن زړه ته دا خبره ولوېده چې دلته نور د هغوئ خواري ځاى نه نيسې؟ ستا په حركت كې هم همدومره بركت شته، خو ته ناځوانه حركت نه كوې.

عسكرجانه! ورور مې يې، خو بې لارې ورور. خير، ته چې اوس هر څه يې د آخرت عذاب مې نه درباندې لورېږي، د الله تعالى له عذابه دې وېروم.

الله تعالی كافرانوته جهنم ټاكلى دى، او هرهغه څوك چې په خپله خوښه د هغوئ ملګرتيا كوي او د هغوئ په قومانده او د هغوئ په صف كې جنګېږي، هغه به ورسره جهنم ته ځي.

عسكرجانه! ګوره چې پدې خبره مې خوا بده نه كړې، ځكه چې دا زما خبره نه ده، دا زما او ستا د دواړو د خالق او مالك خبره ده، دا د هغه ذات خبره ده چې له ما او تا دواړو سره به د قيامت په ورځ حساب كوي. هماغه الله په خپل كتاب كې فرمايي: وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) المائدة: ٥١.

(او له تاسې څخه چې څوك دوئ (كافران) په دوستۍ ونيسي نو هغه به هم له هغوئ (كافرانو) څخه وي، او  بې شكه الله ظالمانو ته هدايت نه كوي).

عسكرجانه! آيا پدې دې غور كړى چې كافران ولې په ما پسې غرونه، سمڅې او ځنګلونه لټوي خو تا ته په خپل څنګ كې ځاى دركوي؟ ما وژني، خو له تا راضي دى او تنخواه دركوي؟ دوئ ما ځكه وژني او دښمني را سره كوي چې د دوئ پر لاره نه ځم. خو تا ته ځكه تنخواه دركوي چې د دوئ پر لاره روان يې. كه داسې نه وي نو زه او ته خو دواړه ورونه يو، او كور مو هم لا تر اوسه سره يو دى. دا هم درته ښه در معلومه ده چې كه زه غره ته ختلى يم نو ښځه او بچيان مې ستا له بچيانو سره يو ځاى مور او پلار ته پرې ايښي دي، نو بيا ولې ما وژني او تا ته ډالر دركوي؟

عسكرجانه! آيا ته پدې خبر نه يې چې د امريکا جمهور رئيس (جورج بوش) چې كله خپل پوځونه د افغانستان د نيولو لپاره دې وطن ته رالېږل نو زما او ستا په خلاف يې خپله جګړه صليبي جګړه و بلله؟ آيا پدې پوهېږي چې صليبي جګړې څه ډول جګړې وې!؟ صليبي جګړې خو په تاريخ كې هغه جګړې وې چې د غربي دولتونو پوځونه د صليب تر بيرغ لاندې د اسلامې نړۍ د نيولو لپاره شرق ته د وچې او سمندر له لارې راغلل. او چې كله د اوسنۍ تركيې د (انطاكيې) پر ښار فلسطين ته راتېريدل نو د انطاكيې په محاصره شوي ښار كې يې (۱۰۰۰۰۰) سل زره تسليم شوي مسلمانان په بې رحمۍ تر تېغه تېر كړل. او چې كله بيا فلسطين ته راورسېدل نو تر يوې هفتې په لږ وخت كې يې اويا زره تسليم شوي مسلمانان ووژل، او بيا يې د هغوى جسدونه وسوځول. يوازې د (اقصى) د مسجد په دننه كې يې څوارلس زره هغه مسلمانان ووژل چې مسجد ته يې پناه وروړې وه.

عسكرجانه! د دوی افسران به چې كله په مسجد كې د وژل شويو مسلمانانو ليدلو ته ورتلل نو د هغوئ د اسونو پښې به تر زنګنونو د مسلمانانو  په وينو كې  ډوبې وې.

عسكرجانه! كه زما پدې خبرو دې باور نه راځي نو له هغو كافرانو پوښتنه وكړه چې همدا اوس ته ورسره يو ځاى زما په خلاف جنګېږې. هغوئ به هرومرو درته ووايې چې هو دا کيسې زمونږ د صليبي جګړو تاريخ ليكونكي (ويليام آف تاير) هم په خپل كتاب (A history of deeds done beyond the sea) کې ليكلې دي.

عسكرجانه! پدې پوهېږي چې پر بيت المقدس د واكمنۍ تر ټينګولو وروسته صليبيانو د مسلمانانو په اولنۍ قبلې (مسجد اقصى) څه وكړل؟ هغوئ نوي كاله له مسجد څخه ډېران (دخځلو د غورځولو ځاى) جوړ كړی وو. او تر هغه وخته د مسلمانانو اوله قبله د اروپايانو ډېران وو چې تر څو د اسلام ستر غازي د القدس فاتح (صلاح الدين ايوبي) د هغوئ له ولكې آزاد كړ.

عسكرجانه! اوس خو به پوه شوي يې چې له صليبي جګړې څخه د(بوش) مقصد څه شى وو؟

عسكرجانه! ستا خرڅ شوي او منافق شرابي افسران درته درواغ وايې چې ته او صليبي پوځيان دواړه د يوې جګړې مساوي شريكان ياست، او دواړه د يوه هدف لپاره جنګېږئ. هو، درواغ درته وايي. هغوئ خو د اسلام او مسلمانانو په خلاف په يوه ښكاره او اعلان شوې صليبي جګړه كې اخته دي. او له تايې د خپل مقصد لپاره د قربانۍ پسه جوړ كړى دی. كه داسې نه وي نو بيا ولې په لارو او سړكونو تا مخته كوي او دوئ در پسې روان وي. خو د جګړې او حركت قومانده د دوئ په لاس كې وي؟ دا د دې لپاره كوي چې پر هغه ماين تا والوزوي چې ستا ورونو دوئ ته ښخ كړى دى. كه دوئ تا خپل شريك ګڼي نو  بيا ولې خپله په بندو زرهدارو موټرو كې چې دوئ يې د ماين ضد بولي سپرېږي او ته يې په داسې يو نازكه سرلوڅي رينجر كې كښېنولى يې چې د مجاهد د كلاشينكوف مرمۍ هم تېروبېر ترې وځي؟

دوئ ولې پر مختللې وسلې لري، او تا ته يې له دويمې نړيوالې جګړې پاتې داسې تاريخ تېرې وسلې دركړې دي چې په ټوله نړۍ كې يې اوس استعمال نشته؟

دوئ ولې په ټانكونو كې ګرځي، خو ستا د افغانستان ټانګونه يې له يوه مخې له منځه يوړل؟ ولې يې درنې روسۍ وسلې درڅخه واخيستې او له منځه يې يوړې، او پر ځاى يې د درنو وسلو هېڅ درنه كړل؟. ولې يې ستا د كور او كلې د ورانولو لپاره ډول ډول طيارې راوستې؟ خو ستا هغه څو كنډې كپرې طياري يې هم له منځه يوړې؟ ولې يې د افغانستان روزل شوې اردو منحل كړه. او د هغې پر ځاى يې يوه بې احساسه، بې تعليمه، بې هويته، بې تجربې، بې دسپلينه، پر قومې او ژبنيو بنسټونو ولاړه او بې سواده د كرايې مليشو مجموعه د اردو په نامه را منځته كړه؟

عسكرجانه! امريکايان دا هر څه ځكه كوي چې له تا هم ډارېږي، هغوئ نه غواړي چې ته دې هم قوي و اوسې، هغوئ غواړي چې يوازې همدوئ دې قوي وي او له تا دې يوازې د يو بې واكه مريي او بې اختياره مزدور په حيث كار واخلي. هغوئ په زور راغلي دي او هر څه په خپل زور تر سره كوي. زما وژل خو يې هسې هم هدف دي، خو چې تا ته يې هم طبعيت خراب شي نو وژني دې او بيا څوك ترې پوښتنه هم نشي كولى.

عسكرجانه! ستا منافق او شرابي افسران به دا هم درته وايي چې دوئ خو زمونږ مرستې او زموږ د وطن آزادولو  ته راغلي دي. خو آيا تاكله پدې غور كړى چې مرسته همدې ته وايې چې زمونږ هېواد راكنډواله كړي، اردو مو ړنګه كړي، ټانګو او ټول پوځي وسايل، هوايي ځواك، د هوايې مدافعې سيستم، رادارونه او د استحكام ټول وسايل مو له منځه يوسي؟ آيا مرسته همدې ته وايي چې واك مو پردى شي؟ مرسته همدې ته وايې چې تر سلو زرو زيات افغانان راووژني او بيا يې هېڅ مسؤليت هم پر غاړه وانخلي؟ آيا مرسته دې ته وايې چې پر جوماتونو، شفاخانو، ودونو، وراګانو، كاروانونو، د سپرلۍ پر موټرو او پر كليو كورونو او كروندو مو درنې بمبارۍ وكوي؟

عسكرجانه! دا پوښتنه دې كله له ځانه او يا له كوم بل چا كړې چې دوئ دا وطن مونږ ته له چا آزادكړ؟ له يهودو؟ له نصاراؤ؟ له هندوانو؟ له روسانو؟ له غلو او جنګي مجرمينو؟ او كه له هغو مسلمانانو چې دلته يې د الله جلّ جلاله د دين نافذول غوښتل؟ دوئ خو افغانستان آزاد كړى نه دى، بلکې  اشغال كړى يې دى.

عسكرجانه! دلته حقيقي واك او اختيار له غربي اشغالګرو قواوو، غربي كمپنيو او غربي مؤسساتو سره دى، او  دا ته چې كومې ادارې ته حكومت وايې او خپل ځان د هغې ساتونكى بولې، د دې ادارې هر وزير يې په صليبي ايتلاف كې د شاملو جهتونو دګټو د ساتلو لپاره د همغوئ له لوري ټاكل شوى دى. ته او ستا افسران خو لا څه كوې چې دلته د كابينې ټول وزيران او حتى چې ستا جمهور رئيس هم همدوئ ټاكلى دى. ځكه چې كه چېرې هغه رښتيا هم يو خپلواك رئيس واى، نو د اشغالګرو د وحشيانه بمباريو په مقابل كې به يې ژړاګانې نه كولې، او د ښځو په څېر به يې اوښكې نه تويولې. بلکې د يوه آزاد هېواد د جمهور رئيس په توګه به يې له هغوئ سره محاسبه كولاى، او هغوئ به يې د دې ډول وحشتونو له ارتكاب څخه منع كړي واى.

عسكرجانه! غربيانو يوازې په افغانستان كې د اسلام او مسلمانانو په خلاف جګړه نده روانه كړې، بلکې هغوئ د اسلامي هېوادونو په ډېرو برخو كې د مسلمانانو په خلاف جګړې روانې كړې دي، په ځينو ځايونو كې خپله په جګړو اخته دي، او په ځينو ځايونو كې يې جګړه نورو ته ورسپارلې او دوئ يې تر شا ولاړ دي چې عراق، سوريه، فلسطين، يمن، صومال، سوډان چيچينيا، او د اسلامي نړۍ ډېر نور هېوادونه يې مثالونه دي.

عسكرجانه! يوازې افغانستان نه دى چې دوئ وركې خپل غلامان قدرت ته رسولي دي، بلکې هغوئ د اسلامي نړۍ په تقريباً ټولو هېوادونو كې همدغه كار كړى دى. او په ټولو هېوادونو كې يې د همدې روزل شويو غلامانو په لاس د اسلام د نافذېدلو مخنيوى كړى دى.

عسكرجانه! آيا ته ګومان كوې چې رښتيا هم امريكايان او اروپايان د افغانستان اوسنۍ اردو د افغانستان لپاره تربيه كوي؟ او ددې لپاره په ملياردونو ډالره ورباندې مصرفوي چې سبا ته دا اردو له اسلام او اسلامي هېواد څخه دفاع وكولى شي؟ او ددې لپاره يې په وسلو سمبالوي چې د هېواد خپلواكې وساتي؟  نه، داسې هېڅكله نه ده، ځكه چې كه هغوئ تاسې له اسلام او وطن څخه د دفاع په روحيه و روزي نو بيا خو به تر هر چا د مخه په همدوئ شروع كوئ. همدوئ به شړئ، او دا وطن به له همدوئ آزادوئ، ځکه چې ستاسې د دين مخالفين او دښمنان خو همدوئ دي، همدوئ په زوره ستاسو وطن نيولى، او همدوئ په خپل زور په ظلم او ناروا د مظلومو افغانانو په كورونو د شپې په تيارو كې چاپې غورځوي، ښځې او ماشومان يې په روزل شويو سپيو داړي، او نارينه يې لاس تړلي او سترګې تړلي نا معلوم لوري ته له ځانه سره وړي، او ستا د حكومت چارواكې بيا په ډېرۍ عاجزۍ وايي چې مونږ يې هېڅ خبر كړي هم نه وو.

عسكرجانه! هغوئ نه غواړي په تا كې دې د آزادۍ احساس او له وطن څخه د دفاع روحيه پيدا شي. هغوئ غواړي له تاسو څخه داسې يو بې رحمه، بې عاطفې، بې سړيتوبه، بې دينه او بې مروته پوځ جوړ كړي چې په خپلو خلكو هېڅ رحم او زړه سوى ونه لرئ. او  بيا ستاسو په لاس او ستاسو د مټو په زور لدې خاورې د اسلام بېخ او بوټى وباسي. همدا ستاسې په واسطه اسلام او مسلمانان ذليل كړي. همدا ستاسې په لاس علماء، طالبان، مجاهدين، نيك خلك، آزادي غوښتونكي ملي مشران او  د كفارو سرسخت دښمنان زندانونو ته ورټېل وهي.

عسكرجانه! دا چې ته افغان يې او لا تر اوسه ځان يو ښه مسلمان بولې، نو زما دغه خبره به درته عجيبه او مبالغه ښكاري، خو ګوره عسكرجانه! هغوئ په همدغه ډول د مسلمانو هېوادونو پوځونه په (تركيى)، (الجزاير)، (عراق)، د هند په نيمه وچه، په عربي هېوادونو، په افريقايې اسلامي هېوادونو او نورو اسلامي هېوادونو كې وروزل چې هلته د همدغو پوځونو او د همدوئ په طريقه د روزل شويو عسكرو له لاسه مسلمانان له ذلت او مشقت سره مخ دي.

عسكرجانه! هغوئ په ملياردونو ډالره ستاسې په روزلو ددې لپاره مصرفوي چې سبا ته كه دوئ تېښتې ته اړ شي نو  بيا به ټول هغه كارونه تاسو ته دروسپاري چې پخوا دوئ كول. بيا به همدا تاسې د اسلام د نفاذ او د اسلامي نظام د حاكمېدلو مخنيوى كوئ، لكه چې نن يې په ټوله اسلامي نړۍ كې د دوئ په لاس روزل شوي پوځونه كوي.

عسكرجانه! همدا نن لا ستا هر څه د دوئ په واك كې دي. ستا تنخواه، ستا لباس، ستا خوراك، ستا وسله، ستا مهمات، ستا تشكيلات، ستا روزنه، ستا قومانده او تا ته د اهدافو تعيينول هر څه د دوئ په واك كې او د دوئ له لوري دي. خپل ملت درباندې وژني، خو بيا يې هم په تاسو باندې د (ملي اردو) نوم ايښى دى.

عسكرجانه! كه زما خبرې درته بيځايه ښكاري، نو راځه په خپله يوه تجربه وكړه چې ته او ستا ملي اردو څومره خپل واك او خپله اراده لري؟ تجربه داسې وكړه چې ته او ستا څو ملګري چې كومه ورځ له كفارو سره يوځاى په كوم (مشترك) عمليات كې ساحې ته ووتلئ  او كفارو غوښتل چې كوم كلى او يا كور تلاشي كړي، نو تاسې ورته وواياست چې تاسو ته ضرورت نشته، تاسو همدلته ودرېږئ او مونږ يي خپله تالاشي كوو، ځكه چې دا زمونږ خپلې خويندې او ميندې دي، او كه هغوئ خامخا غوښتل چې د مسلمانانو كور ته ورننوځي نو په زور يې منع كړئ، ځكه چې له تاسو سره هم وسلې شته. هلته به بيا درمعلومه شي چې تاسو د كوم ملت (ملي اردو) ياست! او هلته بيا درته زما د خبرو ريښتينولي در معلومه شي چې ته او ستا اردو يې د اسلام او وطن د حريت د ساتلو او دفاع لپاره تربيه كړي ياست او كه د مطلقې غلامۍ او بې واكه مزدورۍ لپاره؟

عسكرجانه! يوې بلې خبرې ته دې پام را اړوم، او هغه دا چې ته چې د چا په خلاف جنګېږي هغوئ خو يا د قرآن حافظان دي، يا د مسجد او محراب عالمان دي چې له مسجد او محراب څخه د دفاع لپاره يې ټوپك پورته كړى دى. او يا د مدرسو طالبان او د هېواد او اسلامي نړۍ هغه مخلص بچيان دي چې د دين د ساتنې او د مسلمانانو د هېوادونو د آزادولو لپاره يې د كافرو امريكايانو او اروپايانو  په خلاف مقاومت شروع كړى دى. ته خو  په حقيقت كې د هغوئ ورور يې، ته يې بايد ترڅنګ ولاړ واى، خو افسوس چې ته لاړې د كفارو د ټانګ پر سر كښيناستې، او د كفارو له صفه په هغه ټوپك  د اسلام په مدافعانو  ډزې كوې چې همدغو كفارو دركړى دى.

عسكرجانه! كه دوئ طالب او ملا نه پيژني نو ته خو يې ښه پېژنې! ته چې پيدا شوې همدې ملا دې په غوږ كې د توحيد نعره در واوروله، چې لږ لوى شوې همدې ملا په جومات كې دين در وښود او په لمانځه يې ودرولې، هره جمعه دې همدا ملا د دين په احكامو خبروي. همدا ملا دې له پردۍ لور سره نكاح درتړي. په همدې ملا پسې د لمانځه اقتدا كوې، په ركوع يې ركوع كوې، او په سجده يې سجدې ته ځې. او كله چې ته او يا دې كوم بچى له درد او مرضه وځورېږي، او له ډاكټره نا اميده شې، نو بيا همدې ملا او طالب ته ورځې چې دم درباندې ووايې.

له زندانونو څخه راخوشى شوي ملايان او طالبان وايې چې په زندان كې به له يوې خوا ظالمانو دومره وهلو چې هډوكې به يې را مات كړل، خو كله به يې چې ښځې ناروغې شوې نو بيا به يې اوبه هم په موږ ورته دمولې. او چې كله به مو پوښتنه ترې وكړه چې كه ښه او مبارك خلك درته ښكارو نو بيا مو ولې تړۍ او ډبوئ؟ هغوئ به ويل: ستاسو وهل زمونږ مجبوريت دى، خو په تاسې اوبه دمول زمونږ قناعت.

ښه عسكرجانه! چې دا دومره هر څه د ملا منې! نو د اسلامي نظام راوستل او د كفارو په خلاف جنګ ولې ورسره نه منې؟ او يا يې ولې د دښمن په صف كې درېږې؟ همدا نن به دې هم (كور ودانې) او يا (مورجانې) ستا بچيان سهار وختي د سبق لپاره ملا ته لېږلي وي، خو افسوس چې تا د بل چا لاره نيولې، او د بل چا لپاره دې په ملا او طالب پسې ټوپك راپورته كړى دى.

عسكرجانه! آيا پدې دې فكر كړى چې كه ته مړ شې تر هغې به دې څوك نه ښخوي چې تر څو دې بيا هم د ملاصاحب په مخكې د جنازې لپاره كښينږدي!

عسكرجانه! چې پيدا شوې او دې دنيا ته دې نوې سترګې وغړولې، نو هم همدې ملا ته يې په مخكې كښېښودې، او اوس چې له دنيا سترګې پټوې بيا دې هم د همدې ملا او طالب مخې ته ږدي.

عسكرجانه! ستا خو د تګ او راتګ معاملې دواړه ستا د دين په حكم په ملا پورې تړلې دي، نو دا څه درباندې وشول چې له كفارو سره يو ځاى او د هغوئ په وينا په خپل ملا او طالب پسې راپورته شوى يې؟

عسكرجانه! آيا كله دې پدې غور كړي چې كه پدې لاره كې مړ شې دنيا او آخرت به دې دواړه خرابېږي؟ دواړه به ځكه خرابېږي چې نه به د الله تعالى په لاره كې مجاهد شهيد شوى يې چې عمل دې قبول شي، بښنه درته وكړى او په آخرت كې دې له انبياؤ او صديقينو سره ملګري كړي. او نه به له كفارو څخه د وطن د آزادولو او د خپل ملت د حريت د ګټلو په لاره كې مړ شوى يې چې خلك درباندې فخر وكړي، نوم دې په اتلانو كې راشي، او د پلار، وروڼو او قوم شمله دې درباندې هسكه شي.

عسكرجانه! كېدى شي چې يرغلګر كفار او د هغوئ ګوډاګى حكومت دې د يو څو لحظو لپاره وستايې، او  په كوم حكومتې امبولانس كې دې مړى هم كورته راوړي او پلار  ته دې ستا د وينې د قيمت (يولك) افغانۍ هم وركړي، خو مونږ او خپلوان به دې په يادولو شرمېږو! خلك به په مړي پسې يوازې غمجن كېږي، خو مونږ به هم ستا په مرګ شرمېږو، او هم به غمجن يو. نور خلك به هم وايې چې: مه يې يادوئ ! په دولس زره افغانيو يې ايمان خرڅ كړ او بې ايمانه له دنيا لاړ.

عسكرجانه! خلك به په فاتحې كولو راته شرمېږي، بچيان به دې څوك د شهيد يتيمان نه بولي، او ښځه به دې څوك د شهيد كونډه نه بولي. او خلك به لا نور پېغورونه هم راكوي چې: د كفارو نوكري به يې نه كوله، ولې يې په ډالرو پسې ځان مړ كاوه!

عسكرجانه! د دين او عقيدې خبره درته كوم! ته چې د چا په ضد جنګېږې ته ځان له هغوئ سره يو شى هم بولې! ځكه چې ته هم په يوه الله د ايمان دعوى لرې، او هغوئ هم په يوه الله ايمان لري. ته هم محمد صلي الله عليه وسلم خپل پيغمبر ګڼې كه څه هم چې پر لاره يې نه ځې! او هغوئ هم د همدې پيغمبر امتيان دي، او د همدي پيغمبر د شريعت د نافذولو لپاره جنګېږي. ته هم چې كله نا کله لمونځ كوې نو هماغې قبلې ته مخ كوې چې دوئ ورته درېږي! ته هم هماغه د (لا إله إلا الله محمدرسول الله) كليمه وايې كه څه هم چې په معنى او مقتضا يې نه پوهېږې او نه عمل پرې کوې! او دوئ هم د همدې كليمې د لوړوالي لپاره خپلې ځوانۍ قربانوي. ته هم په همغې عربي ژبې عبادت كوې چې دوئ يې ورباندې كوي، نو بيا يې ولې پردي بولې؟ او ولې ورسره په جګړه اخته يې؟ او ولي دې د هغوئ له دښمن سره لاس يو كړى دى؟

خو عسكرجانه! د دې هر څه په خلاف ته چې د چا په صف كې ولاړ يې او د چا په ټانګ سپور يې، هغوئ له تا سره هېڅ ډول شريكې نقطې نه لري. هغوئ نه ستا رب مني او نه ستا دين، ځكه چې ستا رب يو دى، او دوئ خپل رب له دريو شريكانو جوړ ګڼي. ستا دين ستا د دين او دنيا دواړو لپاره تا ته لارښوونې او قوانين لري، خو دوئ وايې چې زمونږ دين (نصرانيت) دې چې زمونږ د دنيا په چارو كې هېڅ مداخله نه كوي. ته خپل پيغمبر محمد صلي الله عليه وسلم د الله تعالى بنده او د هغه استازى ګڼې، خو دوئ عيسى عليه السلام ته _نعوذ بالله – د الله زوى وايې. ته په لمانځه کې کعبې مخامخ ته درېږې! خو دوئ د هماغه (ابرهه) په دين دي چې د كعبې د ورانولو لپاره يې د فيلانو لښكر راوستلي وو. نو بيا ولې په غړېدلو سترګو واقعيتونو او حقايقو ته نه ګورې؟ او ولې په رڼا ورځ د حق لار درڅخه ورکه ده؟

عسکرجانه! تر اوسه لا  فرصت لرې ! د کفارو سينې ته د خپل ټوپک د شپېلۍ په وربرابرولو او په هغوئ د خپل زړه په يخولو دا ثابته کړه چې رښتيا هم مسلمان او افغان يې. او رښتيا هم ته د دې ملت بچی يې! که ژوندی راووتې نو د وزير اکبرخان غوندې به دې بيا د (مکناټن) د وژلو حماسه تکرار کړې وي، او که شهيد شوې نو په دنيا به دې له افتخاره ډک تاريخ پرې ايښی وي، او  په آخرت کې به جنت او د پيغمبرانو، صالحينو او شهداوو ملګرتيا درپه برخه شوې وي.

عسكرجانه! امريكايان او ملګري خو يې تا د دې لپاره تياروي او مسلح كوي دې چې ته په خپل وطن كې د ( تروريزم ) په خلاف وجنګيږې. آيا پدې پوهيږي چې ( تروريزم ) څه ته وايي او تروریستان څوك دي؟ تروريزم خو د سياسي مقصدونو  د حاصلولو لپاره د تاوتريخوالي له لارې د خلكو وېرولو او په مرګ تهديدولو ته وايي. اوس نو تا ته په الله قسم دركوم چې ته په خپله ووايه چې زموږ خلك، كلي، كورونه، واړه، زاړه ، سپين ږيري او تور سرې د چا له لاسه شپه او ورځ  په وېره كې تېروي؟

آيا پدې پوهېږې چې څوك يې كلي او كورونه ور بمباروي؟ څوك يې په نيمه شپه پر كور چاپې غورځوي، سړي يې وژني، ښځې يې بې ستره كوي او په سپيو يې داړي، ماشومان يې وېروي او ځوانان يې لاس تړلي او سترګې تړلې نامعلوم ځاى ته بيايې؟

عسکرجانه! خپل و جدان ته رجوع وکړه او راته ووايه چې څوك د دې ولس پوره پوره كلي د دې لپاره په ميزايلو او  هوايي بمبار له منځه وړي چې دوئ هلته ورتلى نشي؟ كه د خپلو خلكو په چيغو، فريادونو او ګواهيو دې باور نه راځي نو هغه خو خامخا ومنه چې هغه بله ورځ د دوئ خپلو رسنيو رپورټ ورکړ او عکسونه خپاره كړل چې امريكايي ځواكونو د قندهار په ارغنداب كې يو كلى د زمكې له مخه لرې كړ.

عسكرجانه! كه د دوئ د وېرې اچونې، تروريزم او وراني په هكله د بل چا خبرې نه منې نو د کابل د غلامې ادارې له ارګ څخه خپور شوى خبر خو بايد ومنې چې امريكايانو په قندهار كې دومره كلي، باغونه، كشمش خانې، او كورونه وران كړي چې تاوان يې سل ميليونو ډالرو ته رسيږي. عسكرجانه دا د دوئ هغه ټول تاوان نه دي چې زمونږ خلكو ته يې ور رسولى دى، بلكه دا يوازې د يوه ولايت په څلورو ولسواليو كې د يوه عمليات اټكل شوى تاوان دى. دوئ په ټول افغانستان كې هر وخت په هر عمليات كې همدې ته ورته مالي تاوانونه ستا مظلوم ولس ته ور اړوي. دا خو يې يوازې د مال تاوان دى. د سر د تاوان، او د روحي فشارونو، او  له هغو څخه د راولاړو شويو روحي ناروغيو خبره خو يې لا  تر اوسه چا مطرح كړې نه ده.

عسكرجانه! ته خو يې وينې همدوئ دلته افغانان ذليلوي، دوئ  هم كرزى ذليلوي او خپلې فيصلې ورباندې په زور مني، هم سياف ذليلوي او  په كور بې اجازې د تلاشۍ لپاره ورننوځي، هم ستا ملي اردو ذليلوي او پرته له خبرولو يې په سيمه كې پوځي عمليات ترسره كوى.

عسکرجانه! امريکایان ستا حكومت هم ذليلوي. دوئ د همدې حکومت په نامه يې له دنيا څخه پيسې اخلي، خو د مصرفولو صلاحيت او واك يې نه وركوي. دوئ په خپله هم د افغانانو په نامه ډالر راوړي خو وركوي يې نه. يوازې شل فيصده يې دلته په هغو كارونو مصرفوي چې د دوئ په ګټه دي، او پاتې اتيا فيصده بېرته  په بېلابېلو نومونو په خپلو جيبونو كې اچوي خو حساب يې ټول په موږ پسې ليكي.

عسکرجانه! امريکايانو ستا ټول ولس يرغمال كړى دى. پوځ ددوئ په يرغمال كې دى، پوليس د دوئ په يرغمال كې دي، كابينه د دوئ په يرغمال كې ده، د كرزي د خپل دفتر مامورين د همدوئ مامورين دي او د همدوئ د استخباراتو لپاره کار کوي. پارلمان د همدوئ په يرغمال كې دي او د دوئ د خوښې خلاف نه كومه فيصله كولى شي او نه هم د غور او بحث لپاره كومه موضوع وړاندې كولى شي. وزارتونه د همدوئ په يرغمال كې دي او هر وخت يې خواركې ژورنالستان نيولي او ډبولي وي چې ولي يې د ځينو واقعيتونو خبر تېر كړى دى؟ مكتب او نصاب د همدوئ په يرغمال كې دى او د دوئ د مشاورينو له موافقې پرته يو مضمون څه چې يوه موضوع هم په تعليمي نصاب كې نشي داخلېدلى. داخلي او خارجي مؤسسات د همدوئ په يرغمال كې دي او هر څه چې دوئ غواړي هماغه ورباندي كوي. نو ته ووايه چې كه دوئ وېره اچوونكي او تروريستان نه وي نو څوك به ترورستان وي؟

عسكرجانه! تا ته به نه درياديږي چې كله دوئ پر افغانستان حمله وكړه نو په هماغه وخت كې د رمضان مياشت هم راورسيده. د ټولې نړۍ مسلمانانو ورڅخه هيله وكړه چې لږ تر لږه د رمضان په مياشت كې خو دې د افغانانو پر كور، كلي، او ښارونو بمبارۍ ودروي. خو ته پوهيږي چې دوئ يې په ځواب كې څه وكړل؟ ته به ځكه ناخبره يې چې نه سواد لرې، نه مطالعه كوې، نه كمپيوټر لرې، او نه هم انټرنيټ ګورې چې د دوئ حقيقت در معلوم شي. دوئ د مسلمانانو دې غوښتنې ته دا ځواب ووايه چې عسكرو يى پر هغو بمبونو چې زما او ستا پر كلي يې اورول په خپلو لاسونو په غټ خط وليكل: ( gift of Ramadan ) يعنې د رمضان تحفه. هغوئ ستا پر اولس د رمضان په مياشت كې د بمونو تحفې واورولې او پدې ډول يې د خپلې كينې او خپل ( نصراني) تروريزم اظهار وكړ.

عسكرجانه! امريکايان يوازې ستا د طالب، ستا د ملا، ستا د مسجد محراب، او مدرسې دښمنان نه دي، بلکه دوئ ستا د ولس د پت او عزت دښمنان هم دي. دوئ پدې پوهېږي چې دلته تر هر څه د پت او ناموس قدر او عزت ډير دى، نو ځكه يې په شعوري ډول د دې هستۍ د لوټلو اقدامات وكړل، او لا نور يى هم كوي. آيا همدوئ په كابل او نورو ښارونو كې د (ګيست هاوسونو) په نامه د فحشاوو مراكز جوړ نه كړل؟ آيا همدوئ ستاسو له ( ډګر والانو) ( ترجمانانو) او  په ارزګان كې له اتيا كلن سپيڼ ږيري سره لواطت ونه كړ؟ او  همدوئ يې په قصدي ډ ول جريان مېډيا ته ونه سپاره؟

عسكرجانه! دې ولس ته دامریکايانو دغه سپكاوي اوسنى ندى. تر دوئ دمخه چې كله انګريزانو افغانستان اشغال كړى وو په هغه وخت كې هم د دوئ پوځي مشرانو همدا چارې كولې. او كله چې شاه شجاع مكناټن ته د انګرېز پوځيانو له دې كارونو شكايت وكړ نو  ددې پر ځای چې هغه يې شکايت واوري او خپل پوځيان افغانانو ته له سپکاوي منع کړي هغه ورته وويل چې: كه زموږ پوځيان دا كارونه ونه كړي هغوئ په ډول ډول مرضونو اخته كيږي.

عسكرجانه! دا خبرې درته زه له خپله ځانه نه كووم، بلكه همدغه حقيقت د افغانستان د تاريخ په مشهور كتاب ( سراج التواريخ ) كې چې فيض محمد كاتب د امير حبيب الله خان په غوښتنه ليكلى پدې الفاظو راغلى دى: (شاه اين ماجرا را بزبان كنايه و ايما به (سروليم مكناتن جې) بگفت كه سپاه انگليس را ازين كار باز دارد، و او كه از عاقبت كار و حميت و شجاعت مردم اين ديار آگاه نبود در جواب گفت كه: هر گاه سپاهيان از مباشرت با زنان باز داشته شوند گرفتار چندين امراض خواهند شد. و شاه گفت كه همچنين است، وليكن شيوع و رواج اين كار در حوصلۀ ناموس پرستان افغان گنجيدن بغايت دشوار است، پس ميبايد كه بچوب سياست منع خريداران اين بازار نموده آيد، ورنه اين شجرۀ خبيثه فتنه بار خواهد آورد، سر (وليم مكناتن) گوش به سخنان شاه نداده در زاويۀ نيسان نهاد). ( سراج التواريح صفحه (۱۵۶) .

عسكرجانه! غربي پوځيان ستا د ولس د خلكو سپكاوى د انفرادي جناياتو په حيث نه كوي، بلكه همدغه يې ورته د جنرالانو توصيه او تګلاره ده. كه د هغې زمانې شاه شجاع د هغې زمانې له مكناټن څخه لدې امله د دې كار د بندېدلو غوښتنه كوله چې خلك به ورپسې راپورته شي نه ددې لپاره چې دا د مسلمانانو پر ناموس تېری دى، خوستا د وخت شاه شجاع (حامد كرزى) د دې زماني له مكناټنانو څخه دغه ډول غوښتنه هم نشي كولى. تا خو  به هم په بګرام كې هغه كېسې اورېدلې وي چې خلك يې د يرغلګرو پوځيانو او د يو شمير بې غيرته او غرب ځپلو افغانو ښځو په اړه كوي. دا ته نو د كوم ملت د (ملي اردو) عسكر  يې چې ټوپك دې په لاس كې دى او په ځاى د دې چې په هغه د خپل ملت د ناموس ساتنه وكړې ته په سړه وينه ولاړ يې په خپل ټوپك د يرغلګرو پيره او حفاظت كوې؟ عزت دې څه شو؟ افغانيت دې څه شو؟ مسلماني دې څه شوه؟ آيا دا هر څه دې په دوه سوه ډالرو پر يرغلګرو خرڅ كړل؟

عسكرجانه! دومره خو به تاته هم در معلومه وي چې د افغانستان د تير تاريخ په خلكو كې چې څوك تر ټولو ډېر يادېږي او افغانان ورباندې افتخار كوي هغه وزير اكبر خان دى. وزيران خو نور هم ډېر تېر شوي دي خو  وزير اکبرخان ځكه د افتخار وړ دى چې مكناټن انګريز يې وژلى دى. او د هغه په ملګرو كې تر  ټولو (محمدشاه خان) ځكه ښه ياديږي چې هغه ورسره د انګريز په وژلو كې مرسته كړې ده. كه ته هم كوم امريكايې يا انګريز او يا هم كوم بل يرغلګر ووژنې همداسې به ته هم د راتلونكو نسلونو لپاره د افتخار وړ يې.

عسكرجانه! تا ته خوبه دې يرغلګر روزونكي دا هم وايې چې مونږ دلته ځكه راغلي يو چې دا هېواد تروريستانو نيولى وو او موږ ورڅخه آزاد كړ. خو ګوره عسكرجانه! چې په دروغو يې تېر نه ووځې. دا هېواد نه چا نيولى وو او نه  دلته د بل چا واكمني چلېده. نه دلته د پرديو په لكونو پوځونه وو او نه يې په لسګونو زره ټانګونه او پوځي وسائل. نه دلته چا عسكري بېسونه درلودل اونه هم چا د افغانانو  پر كليو او كورونو چاپي غورځولې. نه دلته د چا زندانونه وو، او نه چا لدې ځايه بنديان بل ځاى ته وړل. نه دلته د شپې تلاشۍ وې او نه هم چا د خلكو د موټرو او كاروانونو مخه نيوله. نه دلته چا په وزارتونو كې رسمي او غير رسمي حاكم مشاورين ليدلي ول او نه هم چا پرېښودل. نه دلته چا شخصي توقيف ځايونه درلودل او نه دلته د چا شخصي امنيتي استخباراتي كمپنۍ، كمپاينونه، مليشې او اربكيان موجود ول. نه دلته چا جمهور رئيس ته د پيسو كڅوړې وركولې او نه هم دلته د چا فرمايشي وزيران مقرر وو. نه دلته چا د چا په خلاف خپل سري عمليات كول او نه چا د چا پر ودونو، وراګانو، جنازو، كاروانونو، مساجدو، مدرسو، او  مكاتبو  بمبارۍ كولې.

د طالبانو په پنځه كاله حاكميت كې هيچا دا ونه ويل چې كوم اجنبي جهت دې د چا كور، كلى، ښار او بازار محاصره كړى وي. دلته نه هېچا د خپلو شخصي استخباراتي، تبليغاتي، استعماري او نورو مؤسساتو د امنيت د ساتلو لپاره سړكونه بندكړي ول او نه دلته چا دګشت او ګذر ممنوعه سيمې درلودلې. نه دلته پرديو خپلې شتمنۍ درلودې، او نه دلته چا د افغانانو اقتصادي منابع تر خپل كنترول او انحصار لاندې راوستلي ول.

عسكرجانه! غربي يرغلکر او او دهغوئ د دې ځای ملګري به تاته د هغو څو تنو مسلمانو مجاهدينو شتون د تروريزم د واكمنۍ په حيث در يادوي چې خپل كور، كلى، تجارت، تحصيل، كورنۍ، اولادونه او هوسا ژوند يې پرې ايښى وو او د خپل اسلامي مسؤليت د احساس پر بنا ستا د دين او د وطن د دښمنانو په خلاف ستا د وروڼو تر قوماندې لاندې د افرادو په حيث دلته د روسانو او كمونستانو په ضد د همدغو رهبرانو په بلنه چې اوس په پارلمان او حكومت كې ناست دي د جهاد لپاره راغلي ول او کله چې دښمن ماتې وخوړه نو ځينو يې دا غوره وبلله چې د خپلو هېوادونو د ظالمو او مستبدو حكامو له ظلم او  وحشت څخه ستا د ملت د مهربانۍ او غيرت غېږ ې ته پناه راوړې وه او خپلې ښځې او بچيان د تا په كور كې د تا د ښځو او بچيانو تر څنګ ستا د ايماني غيرت او افغاني حميت سيوري ته كښينوي. او دلته د مهاجرينو په څېر يو څو د آرام شپې تېرې کړي. ښځه يې ستا د ښځې خور او بچيان يې ستا د بچيانو وروڼه او خويندې شي او دوئ ستا د اسلامي انصاريت او افغاني عاطفې احسانمن وي.

عسکرجانه! ته پوښتنه وکړه چې آيا دلته په هغه وخت کې چا د افغانانو زمکه ، تجارت، لاره، کلى ، ولايت، ولسوالۍ ، دفتر، پوځي قرارگاه، د دخول او خروج لارې او نورڅه ورڅخه نيولي ول؟

عسکرجانه! ګوره چې دا در څخه هېره نشي چې موږ مسلمانان يو او مسلمانان چې هر چېرې او هر څوک وي ټول سره وروڼه او يوملت دي. الله تعالي فرمايي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ). الحجرات ۱۰. (بيشکه چې مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي). الله تعالی فرمايي ( وَ إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً) سږرة المؤمنون /٥. (دغه ستاسې يو امت دى).

عسکرجانه! د شرق مسلمان د غرب د مسلمان ورور دى او د هغه په اړه مسؤليت لري. هر هغه څوک چې زموږ د دين منونکى دى هغه زمونږ ورور دى که څه هم چې زمونږ د ژبې ويونکى نه وي او يا زموږ د قوم مربوط نه وي. خو کافران، نصرانيان، امريکايان، انګريزان، پرنګيان ( فرانسويان ) نور يرغلګر اروپايان او دلته دهغوئ غلامان ، کمونستان، ديموکراتان، بې دينه ( سيکولر) خلک، او دخپل ملت په خلاف د پرديو په صف کې ولاړ مزدوران نه زمونږ وروڼه دي ، نه له مونږ سره خواخوږي لري، نه زمونږ د ننګ ، ناموس، او شرافت پروا لري، او نه هم زمونږ د دين منونکي دي. دغه ډلې يوه يې هم زمونږ له ( ملت ) څخه نه ګڼل کېږي، ځکه چې موږ  خو د ابراهيم عليه السلام پر ملت يو، او د ابراهيم عليه السلام په هکله الله تعالي فرمايي : (مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا). آل عمران ٦٧ . ( ابراهيم عليه السلام نه يهودى وو او نه نصرانى، بلکه د حق منونکى مسلمان وو). او دوئ خو  ځينې يې يهوديان، ځيني يې نصرانيان، او ځينې نور يې ملحدان او له حق دين څخه سرغړوونکي او د هغه په خلاف جنګېدونکي دي.

عسکرجانه! دا دې هم په پام کې ونيسه چې غربي اشغالګر خو اوس تا د خپل ملت په خلاف جنګوي، د خپل دين او وطن وروڼه درباندې شهيدانوي، ستا خپلې خويندې او ميندي درباندي کونډوي، خپل ورېرونه دې درباندې يتيمانوي، او خپلې تور سرې درباندې بې ستره کوي، او د دې هر څه په مقابل کې يوازې يو څو افغانۍ در کوي او بس، خو بله ورځ به دوئ هم د روسانو په څېر خپلو هېوادونو ته روان وي، دوئ به هلته د روم، پاريس ، نيويارک، لندن او فرانکفورت په ښارونو کې له خپلو کورنيو او اولادونو سره د عيش او عشرت شپې تېروي، خو تا به دلته دې وران، کنډواله شوي او سوځېدلي وطن کې د کونډو، بورو او يتيمانو فريادونو، آهونو، او ښېراوو ته پريږدي. نه يوازې ښېراوې، بلکه دلته به بيا خلک له تا سره حساب هم کوي. هغه خلک به ټول له تا سره د خپلو حسابونو تصفيه غواړي چې ته يې د پرديو پر ټانګ سپور کور ته ورغلي وې، او له يرغلګرو سره په شريکه دې د هغوئ پر کور چاپه غورځولې وه، او تورسرې دې ورته بى ستره کړې وې.

عسکرجانه! په پای کی کې دا درته وايم چې ما پر خپل ځان ستا د پوهولو حق پور ګاڼه، او  هيله ده چې پدې خبرو به مې ستا يو څه پور  پرېکړی وي. او  دا څو خبرې مې ځکه درته وکړې چې ته خو زما ورور يې! څه د امريکايي او د انګرېز ورور خو نه يې! ستا خو مړی او ژوندی دواړه ما ته راپاتې کېږي. غربيان او  د هغوۍ  بې دينه سيکولر ملګري خو به له ماتې وروسته غرب  ته وتښتي، خو ستا د غلامۍ، له کفارو سره د ملګرتيا، د خپل دين او ولس په خلاف د جنګېدلو، له  ملا، طالب، مسجد، محراب او مدرسې سره د دښمنۍ تورې کارنامې  به زما د ولس او  هېواد په تاريخ کې ثبتېږي! نو عسکرجانه! له الله تعالی ووېرېږه! او نور له دې پردي صفه او له دې شرمېدلي ناروا کاره راووځه! راځه يا د الله تعالی د دين په ملاتړ وسله پورته کړه، او يا لاړ شه خپلو اولادونو  ته حلاله نفقه پېدا کړه چې ته د سبا له شرمه خلاص شې، او زه د خلکو له پېغوره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

عسکر جانه الله د هدایت درته وکا
لژ فکر وکړه او تصمیم د ونیسه

امین درمان

عسکر جانه! ته وه پوښته له هغه کورنیو څخه چی خاوندان یی په ملی اردو کی مړه شوی دی چی اوس یی کور بی سر پرسته دی څوک کومک ورسره کوی؟
ته به خامخا واوری چی یو دینداره کس یی کومک کوی او یا یی د کلی ملا صاحب یی د کور لپاره په خلګو چنده ټولوی، نو بیا ولی د کفارو سره په څنګ ولا ړ یی ؟

الحاج استا ذ بیانزی

مجاهد صاحب السلام علیکم ! ستاسی د ښکلی لیکنی عنوان چه [ عـسکــر جــانــه تـاتـه وايــم ! ] دی ، داسی معلومیدله چه کوم شعر دی ، زه د شعر سره ډیره مینه نه لرم ، لیکنو ته ډیره ترجیح ورکوم ، نو ستاسی دا ښکلی لیکنه می نه وه لوستلی ، کله چه می د دوه ورونو تبصری پری ولیدلی ، هغه تبصره می کلیک کړه ، چه څه خبره ده ، ګورم چه هغه شعر نه یوه اوږده مګر نه ستړی کیدونکی او له حقایقو ډګه لیکنه ده ، تر اخره می ولوستله ، ډیر خوشاله شوم ،… نور لوستل »

khalid

محترم مولوی مجاهد صاحب الله دی اجر درکړی واقعا چی ډیره نصیحانه لیکنه مو کړی ده خو که څوک په پوه شی افغانستان ته د صلیبی امریکایانو د راتګ په اولو وختو کی د ی خبیثانو په غزنی کی یوه اډه درلوده د کومی چی دخولی امنیت (ددروازی امنیت) د افغانی اجیرو مزدرو عسکرو په غاړه وه دی هډی ته به هره ورځ ګڼ شمیر رنډی او فاحشی ښځی چی په یوه خاص قوم پوری یی اړه درلوده د کار او مشکل په بهانه له امریکایانو سره د لیدلو لپاره راتللی ددروازی د ګارډ (اجیرو افغانی عسکرو) قومندان چی په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x