افغانستان

کابل:‌ د امنيتي ځواکونو چورلکه پر بمونو الوزول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې طالبانو د امنيتي ځواکونو په مرکز کې د ننه یوه چورلکه پر بمونو الوزولې ده او د دوی په وينا ۱۸ تنه يې پکې وژلي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن غرمه مهال په ده سبز ولسوالۍ کې د ملي اردو اړوند هغه چورلکه د ناستې پر مهال د دوی له لوري والوزول شوه، چې یوه پوځي مرکز ته يې لوړ پوړي افسران لېږدول.

مجاهد وړاندې لیکلي: «دغه هلکوبتره به هره ورځ دې مرکز ته راتله او دمزدوروعسکرو لوړ پوړې افسران به يې یاد مرکز ته راوړل، نن ورځ له نشست سره سم پرې انفجا ترسره شو.»

د کابل امنيتي مسوولینو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ياده دې وي تېره ورځ هم طالبانو د بغلان په مرکزي بغلان په مربوطاتو کې د ملي اردو هغه چورلکه رانسکوره کړه چې د دوی پر مورچلونو يې بمباري کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x