
پکتيکا: یحی خېل کې چاودنې مرګ ـ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په یحی خېل ولسوالۍ کې چاودنې پنځه تنه وژلي او پنځه نور يې ټپیان کړي دي.
د یحی خېل ولسوالۍ ولسوال موسی خان خروټی وایي چې چاودنه د یو تن بريدګر له لوري وشوه او په وينا يې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.
د پکتیکا ولایت د مرکز د عامې روغتيا مسوولین وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه اوه جسدونه او ۱۳ ټپیان ور وړل شوي دي، خو ځينو عیني شاهدانو د دې پېښې د قربانيانو شمېر تر دې هم لوړ ښوودلی دی.
تر اوسه چا د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې وړاندې هم ياده ولسوالۍ د مرګونو چاودنو شاهده پاتې شوې.