افغانستان

نورستان: طالبانو له درې میاشتې کار وروسته يو پل ګټې اخیستنې ته چمتو کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې طالبانو د درې میاشتني کار په پايله کې هغه پل ګټې اخيستنې ته وسپاره چې د همشوز کلی د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.

طالبانو د نورستان په ګڼو سیمو کې تر دې وړاندې هم د عام المنفعه پروژو د رغونې په برخه کې ورته ګامونه اخيستي دي.

دغه پل چې تر ګټي اخیستنې يې پورې يې درې میاشتې وخت ونيو، درې میاشتې وړاندې د ولسي وګړو په مرسته په سیمه کې مېشتو طالبانو د دې پل جوړولو ته مټې رابډ وهلې وې.

طالبانو موده وړاندې په دې ولسوالۍ کې ۱۴ کيلومتره سړک هم له رغولو وروسته ګټې ته وسپاره، چې د وانټ وایګل ولسوالۍ د دیبلي کلی له ارنس کلي سره نښلوي او په اوږدو کې يې د پرتو وړو کلیو ستونزې هم ورسره هوارې شوې.

دم ګړۍ یاده ولسوالۍ بشپړه د طالبانو په لاس کې ده.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم طالبانو د کندوز په چهاردره، د غزني په قره باغ او د بغلان په ځينو سیمو کې لويې لارې او پلونه جوړ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحیمی

الله رب العزت دی نور دی هیواد ته تل پاتی سوله او سوکالی راولی، مونږ پرمختګ او هوساینی ته اړتیا لرو د امنیت تضمین اړین دی، مونږ د هیواد وګړی یو دا ښکاره ده چی ۸۰ سلنه هیواد له حزب اسلامی او امارت اسلامی سره دی، خو د یادو احزابو تر تسلت لاندی سیمه کی د چا ژوند خوندی ندی زر ورباندی فتوا کیږی او په یوه بانه تهدید او حتی له منځه ځی، یادو احزابو ته پکار دی چی عام المنفعه پروژو او پروګرامونو ته د تطبیق زمینه مساعده کړی، او مسولو کسانو ته د اجراآتو او نظارت زمینه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x