افغانستان

اسدالله عمرخېل د کندوز د والي په توګه ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې کندوز د طالبانو له لوري سقوط او د حکومت له لوري ټاکل شوی والي يې اروپا ته وتښتيد، د ولایت مرستیال د دې ولایت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

تازه راپورونه وايي چې اسدالله عمرخېل د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

اسدالله عمرخېل چې د پخواني جهاد ګډونوال هم پاتې شوی د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې دم ګړۍ د کندوز په مرکز کې اوسېږي.

نوموړي له دوو کلونو راهیسې په کندوز کې د سولې شورا د رییس په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x