افغانستان

د طالبانو جګپوړی مشر ملا محمد حسن رحماني وفات سو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د جنوبي زون پخوانی تنظیمه رئیس، د کندهار ولایت پخواني والي او د طالبانو د رهبری شورا غړي ملا محمد حسن رحماني د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات سو.

د نوموړي په اړه په دې وروستیو کې داسي راپورونه ورکړل شوي وه چې په تور ژیړي اخته شوی او روغتيايي حالت یې ډیر خراب دی.

ملا محمد حسن رحماني ته نیژدو سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې نن د ورځي نوموړي خپل د اجل داعي ته لبیک ووایه، او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګي پټي کړې.

ملا محمد حسن رحماني وروسته تر هغو مطبوعاتو ته را ووتی کله چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د دغه ډلي د رهبري شورا له لوري د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړي په سر کې ددغه پریکړي سره اختلاف وښود خو وروسته یې دیوې خبرپاڼي په نشرولو سره د ملا اختر محمد منصور سره بیعت اعلان کړ، او هم یې پر هغه ناراضه طالبانو غږ وکړ چې تر اوسه یې بیعت نه دی کړی، چي د نوي امیر سره دي بیعت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا موکده مسنونه لیار ده چه د هر مسلمان د مړینی سره ووایاست ( انا لله و انا الیه راجعون ) ترټولو لمړی مونږ همدغه وایو چه : ( انا لله و انا الیه راجعون ) . یعنی زمونږ روح او جسم د هغه الله ج امانت دی او امانت ددی د پاره چه مونږ یی د عبادت د پاره وکاروو عبادت د انسانی خلقت هدف دی ، کوم چه ( توحید او اطاعت ) ویلی شی ، یعنی هر هغه څوک چه د ژوند دوره یی په دی نیت او هلو ځلو تیره کړی وی چه دالله ج دغه… نور لوستل »

basetkhan

چې دملامحمدحسن رحماني صاحب دوفات خبرمي واوريده نوهم دغه دطالبانوشعرمي راپه يادشو چې ويل به يې : ځوانانویوتربل ځاريږئ مادمجلس ياران ليدل چې خاورې شوونه . اللهم ارحمه ای الله جنت الفردوس يې نصيب کړي تقصيرات ورته معاف کړي روح يې شاده اوخوشحاله وګرځوي امينجاويد

عبدالحق

الله تعالى د رحم فري وكري
ددي فه جدايي زيات خفه شوم

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x