نظــر

د نصرت کرښمه او د تش لاسو تلاشي

دثور (۲) ـ  ( ۱۷ ــ Mi)  د لوی  خدای دنصرت  کرښمه  ده چې تش لاسو مجاهدینو امریکايي هلیکوپتره  تلاشي کړه  .  

د لوی خدای نصرت  اوملاتړ، له اتفاق  اودخپل منځي شخړو له  راپورته کېدونه  ډډه کولو سره تړلی دی  .

د خدای  دلارې  په  مجاهدینو لازم  ده ، چې  په  خپلو ځانو کې  ټول  هغه  عوامل  چې  د خدای  جل جلاله  نصرت  را جلبوي  ، عملي   بڼه  ورکړي  ، ټول  متحد او  یو موټی  شي  دخدای  په  سپېڅلي  دین منګولي  ولګوي ، له  بې  اتفاقي  او  له  تیت  پرک کېدو څخه  په  ټول  توان  ځانونه  خوندي  کړي  :   

قال الله عزوجل { وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ  ( ۱۰۳) } آل عمران .

ژباړه  : ټول  یو ځای شی ، د  الله  رسۍ  کلکه  ونیسی ، تیت  پرک  مه کیږﺉ  .

قال الله تعالى: { وَأَطِيعُواْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ  ( ۴۶ ) } الأنفال .

ژباړه  : د الله  او دهغه  د پیغمبر امر  منونکي  اوسی ، په  خپلو منځو کې  شخړي  مه کوﺉ ، کنه  نو په تاسي  کې  به  کمزوري  پیداشي ، برم  یعني  د مقاومت توان  به  له  لاسه  ورکړﺉ ،  له  زغم  نه  کار  واخلی  ، په  یقیني  توګه  الله  د صابرانو ملګری دی  .

قال الله تعالى : { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً ( ۵۹) } النساء .

ژباړه  : اي  مؤمنانو د الله  او دهغه رسول ، او دهغو کسانو اطاعت  وکړﺉ  چې  له  تاسي نه  دامر  خاوندان دي ، که  ستاسي  تر منځ  په کومه  چاره کې  شخړه  را منځ  ته  شي ، نو هغه  دالله  او رسول  لوري  ته  محوره  (  وسپارﺉ ) کړﺉ ، که  تاسي  ریښتیا په الله  او د آخرت  په  ورځ  ایمان  لرﺉ  ، دا  دکار  یوه  سمه  لاره ده ، او  دعاقبت  په  اعتبار  هم  غوره ده .  

دا چې  افغانستان  په  داسي  اقلیم  کې  موقعیت  لري  چې  یو له  صفتونه  يي  دادی  چې کال  يي  څلور فصله  لري  د (۱۳۹۲)  لمریزکال  لومړی  فصل  پسر لی  دی  ، دنوي  پسرلي  له  ظاهري  پیل  سره سم  دمعنوي  پسرلي  وړانګي هم  په  خپریدو شوې  چې  دتیرو کلونو  په  پرتله  د ازادۍ  ، حریت ، او بریاؤ  نوي  باب  سر ښکاره  کړ ، بیلګي  دادي  چې  د هیواد په  لروبر کې  دکافرانو په  صف  کې  درزونه  پیداشول ، له یوه  لوري  د اختلافو  تور رنګه  وریځي  پرې خورې  ورې  شوي ، اودسپېڅلي جهاد  دتوري  تالندي  درزهار ددښمن  زړونه  مرعوب  او د همغږۍ  منار يي  وردړي وړي کړ ، چې ځینې  ددښمن  له  لیکو رابېلېږي او له  مجاهدینو سره  یوځای کیږي ، او ځینې  نور يي  دمجاهدینو د تندریزو ګذارونو  په  نتیجه کې ځینو سرونه  وخواړه وسلې ، مهمات  او وسائط  يي  مجاهدینوته  دغنیمت  په توګه  پرېښودل  اوځینې نورو يي  دجګړې  له  تاوده  ډګر څخه  پښې  سپکي او دتیښتي  بریالي شول ، دادی  نن  خو بیا رسنیو تود خبر خپور کړ  چې د امریکا مغرور اوکبرجن  وسلوال  فوځ  پوري  مربوط یوه هلیکوپتره  دجګو غرو زمریانو غازي  تاندانو زلمیانو دلوګر ولایت  په ازري  ولسوالۍ کې  تلاشي  کړه اوټوله  خارجي او داخلي سوارلۍ لاتر اوسه  ترې  تم ده  او هلیکوپتري يي ځای  په ځای  د اور خوراک  کړه  چې د سیمي  خلګو ویل : تر ناوخته يي  څرخونه  په  لمبو تاویدل ، دادلوی خدای جل جلاله  دنصرت  او ملاتړ بیلګي دي  چې  د مغرور ښکیلاک  هلیکوپتري  دتشلاسو مجاهدینو په  لاس  تلاشي  کیږي ، د زابل ، فراه ، بادغیس ، فاریاب ، غزني ، خوست  اوکنړ پیښي  د معنوي  پسرلي  دفتح  تیغ  دی چې  را وټوکیدی ، د مظلومو مسلمانو هیلي  ورسره ژوندۍ شوي ، دوه زره څورلسم  کال  کابل او امریکاته  د زندان  توره  دروازه ده ، خو مسلمانانوته  دلوی خدای په  مرسته ددیارلسوه دوه نوي یم کال  پسرلی دی  .

دلویو سوبو په  هیله  .

مولوي محمداویس ( عباس)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x