افغانستان

سعودي کې افغان مسافرو له طالبانو څخه مرسته وغوښته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په سعودي عربستان کې افغان مسافرو له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د پاسپورټونو د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.

سعودي مېشتو افغان کارګرو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له ډیرو هلو ځلو وروسته یې لا هم د پاسپورټونو ستونزه نه ده هواره شوې او د سعودي حکومت یې د استوګنې اسناد افغاني پاسپورټونو ته نه اړوي.

دغو افغان مسافرو د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر له لارې له سعودي چارواکو سره اړیکي ونیسی او د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

سعودي میشتي افغان کارګران وايي چې په ځلونو یې د سعودي حکومت په ادارو کې غوښتنه کړې چې د کار اقامې یې افغاني پاسپورټونو ته واړوي، خو وروستی ځواب یې دا ترلاسه کړی چې «یا دې امریکایان مونږ سره دغه ستونزه شریکه کړي او یا دې د افغانستان هغه ادارې مونږ سره اړیکه ونیسي چې خپلواکې دي». افغان کارګران وايي چې سعودي چارواکي د افغانستان اوسني حکومت ته د خپلواک په نظر نه ګوري او نه یې غوښتنو ته ارزښت ورکوي. دوی زیاتوي چې په سعودي کې یې د افغانستان سفارت او قونصلګرۍ دروازې هم ټکولي خو په وینا یې د سفارت او قونصلګرۍ عمله اعتراف کوي چې سعودي چارواکي يې په خبره غوږ نه ګروي.

په سعودي عربستان کې د افغان مسافرو له خوا خپره شوې اعلامیه کاږي چې د اسلامي ورورګلورۍ او وطنپالنې له مخې يې سترګې طالبانو ته وراوړي او په خبره یې، که طالبان نوموړې ستونزې ته توجه وکړي په اسانۍ يې حل کولی شي. د دوی په باور د سعودي عربستان حکومت د طالبانو غوښتنې ته په درنه او د ارزښت په نظر ګوري.

باید وویل شي چې سعودي عربستان افغانانو ته د کار ویزې نه ورکوي او له همدې کبله ګڼ افغانان په پاکستاني پاسپورتونو دغه هېواد ته ځي. دغه کسان لومړی د پيسو لارې موقتي پاکستانی تابعیت او پاسپورت ترلاسه کوي. چې دغه تابیعت ۳ میاشتې وروسته ختمیږي چې له کبله یې دوی په سعودي کې له ستونزو سره مخ کیږي.

په سعودي عربستان کې ميشتو افغان مسافرو تر دې وړاندې ډېر ځله د یادو ستونزو په اړه شکايتونه له رسنیو سره شریک کړي دي. خو دا لومړی ځل دی چې له طالبانو څخه د دې ستونزې په هوارۍ کې د مرستې غوښتنه کوي.

طالبانو تر اوسه د افغان کارګرانو د دې غوښتنې په وړاندې څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x