
رحماني صاحب څوک ؤ …؟
موسی فرهاد –
څو شیبې وړاندي رسنیو خبر خپور کړ چې د اسلامي امارت یو لوړپوړی چارواکی ، ملامحمد حسن رحماني صاحب د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق ورسید . اِنالله واِنا اِلیه راجعون .
ملا محمد حسن رحماني صاحب چې نژدې 55 کاله عمر یې درلود ؛ په قوم اڅګزی د ارزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ؤ.
نوموړي ابتدائي زدکړي پخپل کلي کې پیل کړي ، له زلمیتوب سره سم یې کندهار ولایت ته د دیني درسونو په موخه سفر وکړ ، هلته یې د درسونو لوستلو ترڅنګ د کمونیستي رژیم پرخلاف له مجاهدینو سره په جنګ جګړو کې هم برخه اخیسته.
څه موده وروسته نوموړی ګاونډي هیواد پاکستان ته د دېني زدکړو په غرض ولاړی ، هلته یې د بلوچستان ایالت پښین سیمه کې د مولانا عبدالستار صاحب په مدرسه کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ ، نوموړي لا کال پوره کړی نه ؤ چې پر افغانستان د سره شوروي پوځونو یرغل وکړ دا مهال نو رحماني صاحب خپل درسونه معطل کړل او بیرته وطن ته را ستون شو ، په کندهار کې یې د مشهورو او وتلیو قوماندانانو (لالاملنګ او طالب جان) په جبهه کې د روسانو او د هغوی د لاسپوڅي کمونیستي رژیم پرضد وسلوال جهاد پیل کړ .
لالا ملنګ چې د افغانستان په جهادي تاریخ کې یو ځانګړی مقام لري ؛ د رحماني صاحب نژدي ملګری ؤ ، نوموړی ویل چې مرحوم شهید لالاملنګ قبر ته زما په لاس سپارل شوی دی .
رحماني صاحب د ارغنداب ولسوالۍ د چارباغ په سیمه کې له روسانو سره په جګړه کې سخت زخمي شو او خپله یوه پښه یې له لاسه ورکړه . نوموړی وروسته د طالب جان د جبهې له مشرانو څخه و ، له حرکت انقلاب اسلامي سره یې تنظیمي اړیکي وي .
د روسانو تروتلو او د کمونیستي رژیم تر ړنګیدلو وروسته نوموړي یوځل بیا د دیني زدکړو مشغله پیل کړه ، ترڅو چې د مرحوم أمیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو اسلامي غورځنګ پیل شو؛ ښاغلی رحماني صاحب ورسره ملګری شو ، په ډېرو عملیاتو کې یې له مجاهدینو سره د یو پیاوړي مشر په توګه همیشه برخه درلوده ، د طالبانو په لاس د کابل تر نیولو کیدلو وروسته نوموړی د جنوب لویدیز زون تنظیمه رئیس او د کندهار والی وټاکل شو ، ترڅو چې امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ ، نوموړی بیا هم خپلي جهادي مبارزې ته دوام ورکړ. له ډېري مودې راهیسي د طالبانو د عالي شورا د عضویت تر څنګ د سیاسي امورو د کمیسون فعال غړی ؤ ، په دې وروستیو کې ویل کیږي چې د تور ژړي د ناروغۍ له امله ډېر ځوریدی ، تر دې چې نن سې شنبه 2016 میلادی کال د فروري په ۹مه نیټه یې د حق داعي ته لبیک ووایه او وفات شو. روح دي یې ښاد وي .
رحماني صاحب ډېر فقيرانه ژوند درلود ، له هر قسم خيانت او فساد څخه پاک انسان ؤ ، د افغانستان د ۳۷ کلن انقلاب په ټول دوران کې یعني د جهاد په درې واړه مرحلو کې پر نوموړي هیڅ داسی داغ نشته چې د ده او د ده د کورنۍ لپاره د بدنامۍ لامل شي ، بلکي خپل ټول ژوند يي د الله په لاره کې د یو ریښتیني انسان په ډول تیر کړی ، خدای تعالی ج دې رحماني صاب ته جنت الفردوس اوقريبانو ته دې صبر جميل ورنصیب کړي.
آمین
… 2016-2-9