نظــر

دبرما غمیزه او زموږ بوداخېل

دا مکتیلا ښار دی

د ا دمیانمار/برما  دمکتیلا ښار دی ، چې اکثریت اوسیدونکي یې بودایان او ځیني مسلمانان دي ، یوه بودایي ښځه دیوه مسلمان زرګر دوکان ته ورځي او غوښتنه ورنه کوي ، چې قیمتي توکي یې په لوړه بیه ورته خرڅ کړي ، خو هغه بیه چې د ښځې غوښتنه ده مسلمان زرګر یې په هغه بیه نه شي ورته پلورلای ، ښځه تاکید کوي او بالاخره دجنګ دانه اخلي ، چې وروسته مسلمان زرګر هم دځان ددفاع هڅه کوي ، دبازار اوسیدونکي بودایان چې هسې یې شتمنو مسلمانانو ته زړه ډک دی ، دې شخصي نزاع ته  مذهبي رنګ ورکوي اوله یوې مخې په مسلمانانو بریدونه  پیلوي .

هغه ویډیو چې یوه برمایي پولیس ددې بلوا له ځینو برخو څخه کړې ، په کې ښکاري چې بودایان د زرګر دوکان سوزي او مسلمان طلا پلورونکي ته هم اور اچوي ، مسلمان طلاپلورونکي داور په لمبو کې ترپکې وهي ، خو بودایان چیغې وهي ( اوبه ورباندې وانه چوئ پریږده چې وسوزي )

په ویډیو کې ښکاري چې دغه بلوا په دې ځای پای ته نه ده رسیدلې بلکې دښار په مختلفو ساحو کې په لږ وخت کې ۴۳  تنه مسلمانان په سخت وحشت وژل کیږي ، په ویډیو کې ښکاري چې یو نیول شوی  مسلمان دبودایانو لخوا په  لرګیواو تورو  وهل کیږي ، په وهونکو کې یوبودایي راهب هم ښکاري ، چې په سخت قساوت مسلمان په شهادت رسوي ، د بلوا په ترڅ کې پولیس او حکومتي ځواکونه یوازې دنندارچیانو رول لوبوي ، او هیڅ داسې ثبوت  نشته چې بودایان یې له دې وحشت څخه ګرځولي وي .

مکتیلا هغه دوهم ښار دی چې په دې وروستیو کې په کې دمسلمانانو منظمه عامه  وژنه پیل شوې ده ، له دې وړاندې  نور ښارونه  له مسلمانانو تخلیه شوي  او یا په کې مسلمانان سخت ټکول شوي ، ملکیتونه ، کورونه او مالونه یې غصب شوي او صحرایي  پنډغالو ته په تیشته مجبور شوي دي .

د مکتیلا په مسلمانانو دظلم  داستان هم دبرما دنورو ښارونو په شان خورا تریخ دی ، دبي بي سي خبریال جنتان هېډ چې له دې ښاره یې تازه لیدنه کړې وایي  دښار هغه برخې چې پخوا مسلمانان په کې اوسیدل داسې ورانې شوي دي ، ته به وایي کوم طبعي آفت ځپلي دي ، کورونه نړیدلي ، سوزیدلې او خلک په کې نه ښکاري ، ښار یوې بدمرغې خاموشۍ لاندې کړی ، دښار په یوه اړخ کې خلک د یوه تورې شوې ځمکې لیدو ته راځي ، خلک وایي ظالمو بودایانو دیوه ښوونځي شل تنه مسلمان ماشومان ونیول ، په دې ځای کې یې په تورو  او چړو  ووژل ، وروسته یې  ټوټه ټوټه کړل ، له غوښو سره یې پیټرول ګډ کړل او اور یې ورواچاوو،  جنتان هېډ وایي د ماشومانو پاتې شوني هډونه  او د پایزارو ځینې ټوټې اوس هم په شاوخوا کې ښکاري .

دمسلمانانو ګناه  (!)

جنتان هېډ وایي چې په خپلو څیړنو کې یې موندلې ، چې دبرمایي مسلمانانو په خلاف  دبودایانو تبعیض کوم  موجه دلیل نه لري ، بلکې یوازې دمسلمانانو شتمني  او پراخیدونکي اسلام د بودایي متعصبو راهبانو کینه راپارولې ، او اوس هڅه کوي ، مسلمانان  یو مخ له دې هیواده محو کړي  د بودایانو یو مشهور متعصب راهب آشین ویراتو  دغه خبریال ته  ویلي ( مسلمانان په کاروبار ،  تجارت  او هرڅه کې ډیر مهارت لري ، هغوی سره له دې چې تر لس فیصده کم دي خو ساختماني ، دحمل او نقل او نور ټول کارونه یې په لاس کې اخیستي او اوس یې به ګوندونو کې هم نفوذ کړی ، که موږ  ددوی په وړاندې  ونه دریږو نو له برما به هم اندونیزیا جوړه شي  یعني یوه اسلامي ټولنه .
تاریخ شاهد دی چې اسلام دخپل حقاني او عاقلانه فطرت له مخې ډیرو هیوادونو او ټولنو په خپله منلی او قبول کړی دی ، په دې جمله کې  مالیزیا ، اندونیزیا  او د برما په شمول دهندوچین دحوزې هیوادونه  هم شامل دي ،  چې اسلام دې هیوادونو ته دتورې په زور نه دی رسول شوی ، بلکې په خپله دې ټولنو اسلام قبول کړی ، دبرما بودایان ویریږي چې کیدای شي په برما کې هم داسلام اشاعت دمسلمانانو داکثریت کیدلو  سبب شي ، نو ځکه یي شډل تعصب ته ملاتړلې او غواړي د ظلم او زور له لارې مسلمانان ددې هیواد پرېښودو ته اړباسي .

د کیسې بل اړخ

که له یوې خوا دبرما په مسلمانانو پیل شوی ظلم وروستي اوج ته رسیږي ، د وژلو ، سوزولو ، ایشولو ، ټوټه کولو ، بې کوره کولو ، او بې پته کولو کیسو یې مطبوعات په سر اخیستي ، له بلې خوا ددې انساني المیې په مقابل کې نړیوال بشري وجدان داسې د منافقت دریځ خپل کړی  چې ښایي پخوا یې کله هم ساری نه وي لیدل شوی .

څو اونۍ وړاندې دبشري حقوقو یوه نړیوال سازمان قبرس هیواد له دې امله سخت محکوم کړ ، چې ولې یې هغو مرغانو ته لومې ویړې کړي دي ، چې دپسرلي دموسم له پیلیدو سره دمدیترانې له جنوبي او ختیځو غاړو شمال ته سفر کوي ، او په لاره کې دڅو ورځو لپاره دقبرس به جزیره کې دمه اخلي ، دمدیترانې دغاړې اروپایي هیوادونو او دبشري حقوقو سازمانونو ددې اروپایي مرغانو دښکار دمخنیوي لپاره قبرس ته ځانګړي څیړونکي او دښکار دمخنیوي ډلې ولیږلې ، ترڅو هغه لومې له منځه یوسي ، چې ددغو مرغانو نیولو ته ایښودل شوي دي ، راپورونه وایي چې دا مرغان کوم فوق العاده مرغان نه دي بلکې هغه خړې عادي مرغۍ دي ، چې زموږ په هیواد کې هم  خورا ډیرې هرځای شته او لور دلوره  الوزي .
که داروپایي مرغانو دساتنې  او حفاظت لپاره دملګرو ملتونو په شمول دیو شمیر هیوادونو وجدان بیدار دی ، خو دبرما دقتلیدونکو مسلمانانو چیغو او فریاد تراوسه  دهیڅ نړیوال حقوقي سازمان ضمیر نه دی لړزولی ، تراوسه په نړیواله کچه هیڅ داسې هڅه نه ده شوې ، چې دبرمایي روهینګا انسانانو دژوند دساتنې په لاره کې حداقل مؤثره تمامه شي ، بلکې په هغه ورځ چې دبرما په مکتیلا ښار کې دمسلمانانو دسوزیدلو ترټولو بوږنوونکي ویډیو خپره شوه ، په مقابل کې یې اروپایي ټولنې له دې هیواد څخه ټول پخواني بندیزونه لرې کړل .

که کفار (ملت واحده ) او دبودایانو سکني وبولو ، مسلمانان حکمرانان چې څو ورځې وړاندې یې دباسټن دچاودنې  د دری تنو وژلو شویو په غمرازۍ او تسلیت ویلو کې له یوبل څخه د وړاندې کیدلو هڅه کوله  او د وژل شویو کورنیو ته یې  تسلیت وایه ، په برما کې دخپلو مسلمانانو وروڼو په قتل باندې یې ځانونه ناګاره اچولي .

په سوشل میډیا لکه فیسبوک ، یوټیوب وغیره کې کله چې د برمایي مسلمانانو دخونړي قتل عام تصویرونه  نشریږي تربودایانو وړاندې یې یو شمیر خرڅ شوي مسلمانان تردیدوي ، او دغه  کباب شوي ، ایره شوي ، او قتل عام شوي مستند شواهد ورته جعلي صحنې ښکاري .

 دوه مخي بودا خېل

زما په یاد دي دوولس کاله وړاندې کله چې طالبانو دبودا مجسمې نړولې ، نړیوال ، سیمه وال  او زموږ یوشمیر معلوم فرهنګیان  په خورا ټینګه دبودایانو ترڅنګ ودریدل ، په مطبوعاتو کې یې لیکنې وکړې ، اعتراضونه یې وکړل ، شکایتونه یې وکړل او خپلې ټولې هڅې یې وکړي ، تر څو دبوداییزم اثار ړنګ نه شي ، یونسکو په خپلو اظهاراتو کې دلیونتوب ترحده وړاندې لاړه او طالبان یې  فرهنګی ترهګر وبلل ، د اشرف غني احمدزي غوندې ځیني ړوند اندو خو دبوداییزم په پالنه کې خپل تعقل وبایله او له بي بي سي سره  دخبرو په مهال ترې داسې اپلتې وویل شوې چې طالبان یې په کابل کې دبي بي سي ددفتر د تړلو تر اقدام پورې غبرګون ته اړ کړل ، ځینو نورو قلموالو او د فرهنګ دعودارانو هم  خپل وس ونه سپماوو ،  او حتی  دهیواد یوه مشهور  مؤرخ خو دتاریخ لیکونکو دعرف خلاف  په طالبانو پسې دروغ هم وتړل او وروسته یې په پخلاینه اوونیزه کې ولیکل  چې  دغه بوتان یې دپاکستاني داخله وزیر معین حیدر په قومنده مات کړي دي ، په داسې حال کې چې معین حیدر په هغه وخت کې دامریکا په دیکته پرویز مشرف ددې لپاره کندهار ته لیږلی وو ترڅو ملامحمدعمر مجاهد ته زارۍ وکړي  او د بتانو له ماتولو یې وګرځوي ( وګورئ  – جنګ اشباح )

هغه مهال داسې اټکل کیده چې دا خلک واقعا بشرپالان  دي ، چې حتی په ډبرینو انسانانو یې دانه ده پیرزو چې له منځه یووړل شي ، دغه راز داسې هم فکر کیده چې دوی ټولو ادیانو ته احترام لري او نه غواړي چې دبوداییزم اثار له منځه لاړ شي .
مګر اوس چې له یوه کال راهیسې بودایانو په ډبرو پسې نه  بلکې په غوښنوژوندو انسانانو پسې را اخیستي ده ، درګرده یې وژني ، په اوریي سوزي ، مالونه یې لوټوي ، او په جبر یې وطن پریښودلو ته اړباسي ، او د خپل دې جنایت دلیل هم  مذهبي بولي ، له  یونسکو او ملل متحد نیولې ، ترمعین حیدر  او کورنیو بوداخېلو پورې ټول داسې چوپ دي ، ته وا مرګانۍ تبې لاندې کړي دي .

په کار خو دا وه چې دوی د ډبرین  بودا ددفاع دورځې غوندې اوس دغوښن مسلمان په دفاع کې هم همداسې په ټینګه دریدلي وای ، مګر دا چې اوس یې ځانونه  په مړو اچولي بلکې علاو بودایانو ته برأت هم ورکوي  او دمسلمانانو تصویرونه جعلي بولي ، معلومیږي چې ددوی په رګو کې داسلامي خواخوږۍ وینه نه چلیږي ، بلکې ډالري زهرو په کې حلول کړی ، دوی په دې مسئله کې هم دخپل غربي بادار تندي ته ګوري چې دبودایانو په اړه کوم  ډول دریځ نیسي ، داچې اروپايي ټولنه بودایانو ته شاباس وایي او ټول بندیزونه ترې لري  کوي ، نو دوی هم  ځکه دبودایانو صف نیسي ، او دمسلمانانو  دمظلومیت ددروغ ثابتولو هڅه کوي .

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x