
کابل ښار کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې د هوا پېژندنې ادارې پر سړک چاودنه وشوه.
د کابل امنيتي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه نن سهار څه د پاسه اته بجې د هوا پېژندنې ادارې پر سړک شوې ده، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، چې مقناطيسی ماين د سړک پر غاړه د ګرځنده تيليفون په بکسه کې ځای پر ځای شوی و.
له چاودنې وروسته سیمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې او د پېښې پلټنه يې پيل کړې ده.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.